د قطر او بریټانیا پیلوټان دلګۍ جوړوي
یونیپث کارکونکی
د جنګي دلګۍ غړمبیدا د شمالي سمندر چوپتیا ماته کړه، د بخار خیمو په پریښودو سره چې د دوبي په پیل کې د خوښۍ وړ هوا ته لاړ. قطري پیلوټان د یوروفایټر ټایفون، پرمختللي جنګي جټ الوتکو د کنټرول ترشا ناست وو چې دوحه یې د .6.3 ملیارد ډالرو په ارزښت اخلي.
په کال 2022 کې د 24 جنګي جټ الوتکو د تحویلی د چمتووالی لپاره، د انګلستان په کونینګزبي هوایی اډه کې د بریتانیا شاهي هوایی ځواک پیلوټانو قطري همکارانو ته د الوتکې د الوتلو په هکله روزنه ورکړه. یوروفایټر ټایفون جنګي الوتکې دوه انجنه لري، او مختلفې دندې سرته رسولی شي چې د ایربس سیسټمونو او لیونارډو کنسورشیم لخوا رامینځته شوې.
د قطر او انګلستان بيرغونه په کونینګزبې کې پورته شوي وه، چې د ګډ نمبر 12 ډلګې د جوړیدو نښه ده، کوم چې د قطر هوايي او ځمکني عمله د شاهي هوایي ځواک په روزنیزو اهدافو کې شاملوي.
ډاکټر خالد بن محمد ال عطیه، د قطر د دفاعي چارو وزیر وویل، “د لومړي ګډ الوتنې په یاد کې د قطر او انګلستان د بیرغونو پورته کیدل د دواړو هیوادونو د نظر او ستراتیژیو سره سمون لري چې د دواړو هیوادونو او نړۍ لپاره باثباته او سوکاله راتلونکي غواړي .”
د انګلستان دفاع وزیر بین والیس موافقه وکړه چې نوموړی ګډ ډلګی د قطر سره د دغه هیواد د دوامدارې دوستۍ ثبوت دی. دا یوازینی هیواد دی چې انګلستان ورسره ګډ ډلګی لري.
والیس وویل: “په ګډه موږ د مینځني ختیځ په اوږدو کې د خلکو ساتنه کوو او خپلې دوه اړخیزې ګټې خوندي کوو.”
د ټایفون جنګي الوتکو په اخیستلو سره قطر نه هاک روزنیز جټ الوتکې او نورې مرستې چې د قطر اړتیاو سره برابر وي ترلاسه کوي.
د قطري هوایی ځواک په 1974 م کال کې رامینځته شو، چې په پیل کې یي ځان د انګلستان هاکر هانټر الوتکو سره تجهیز کړ، د دغه هوایي ځواک پرسونل 1500 کسانو ته لوړ شو چې 20 فرانسوي میراج جنګي الوتکي لري. نوموړی ځواک د قطري تورن جنرال سالم حمد عقیل النبیټ الماری لخوا رهبري کیږي.
سرچینې: الجزیره، الخلیج آنلاین، د انګلستان شاهي هوایي ځواک
Comments are closed.