د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته ډاډ ورکړ
په دې وروستیو کې د قرغزستان د بهرنیو چارو ټاکل شوی وزیر، روزلان کازک باییف، قزاقستان خپل لومړی ډیپلوماتیک تمځای وباله، چې د 2020 په اکتوبر کې یې د نور سلطان پلازمینې څخه لیدنه وکړه ترڅو په اقتصادي، امنیتي او کلتوري مسایلو باندې بحث وکړ.
کازک باییف د قزاقستان ولسمشر قاسم جوامارت توکیوف، لومړي وزیر عسکر ممیم او د بهرنیو چارو وزیر مختار تلوبیردي ته ډاډ ورکړ چې قرغزستان به د 2020 په نیمایي کې د حکومت له بدلون سربېره، د سیمهییزې همکارۍ او ستراتیژیکې ملګرتیا روحیې ته ژمن دی.
خبرې اترې د تجارت او پانګونې، ټرانزیټ او ټرانسپورټ، اوبه او انرژۍ، او د کوویډ- 19 ناروغۍ اړونده موضوعګانو باندې وشو. ټلوبیردي د ډاډ ترلاسه کولو غوښتنه وکړه چې قرغزستان به پخپل هیواد کې د میشتو قزاقي وګړو د ساتنې لپاره قانون او نظم ته لومړیتوب ورکوي.
کازک باییف وویل، “زما د لیدنې اصلي موخه د قزاقستان لوري ته ډاډ ورکول دي چې د کورنيو سیاسي بدلونونو پر مهال د قرغزستان بهرني سیاست کې بدلون نه راځي.”
دواړه هیوادونه د افغانستان د باثباتۍ لپاره خپل ملاتړ څرګند کړ ترڅو د منځنۍ آسیا له امنیت سره مرسته وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپل د دوستۍ پیغام د قرغزستان نوي حکومت ته ورواستاوو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر اعلان وکړ، “قرغزستان یو ارزښتمن او ژمن ملګری دی چې له افغانستان سره ژورې تاریخي، مذهبي او فرهنګي اړیکې لري. زه د جلالتمآب کازک باییف سره کار کولو ته سترګې په لار یم ترڅو زموږ دوه اړخیزي سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړي او په سیمهییزو او څو اړخیزو موضوعاتو کې زموږ همکارۍ پراخه شي.”
سرچینې: primeminister.kz، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، آستانه ټایمز
Comments are closed.