د قازقستان ستراتیژیک مشارکت د متحده آیالاتو سره
د پراخه دیپلوماتیک او امنیتي مشارکت په لړ کې، د قازقستان او متحده آیالاتو لوړرتبه دیپلوماتانو د تروریزم سره مبارزې، د هستوي وسلو نه تکثیر او د پولو امنیت په برخه کې خپل هیوادونه ډیرې همکارۍ ته ژمن کړي.
د 2021 دیسمبر ناسته د قازقستان پلازمینه اسطنه کې د قزاق د بهرنیو چارو وزارت معین اکان رخمتولین او د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سهیلي او مرکزي آسیا د چارو لپاره مرستیال ډونلډ لو ترمینځ وشوه.
لو د پولو امنیت، د تروریزم سره مبارزې، سوله ساتنې، د هستوي وسلو نه تکثیر، د اقلیم بدلون او سیمه ییز امنیت په څیر ننګونو په ګوته کولو کې د قوي همکارۍ لپاره د متحده آیالاتو په استازیتوب د قازقستان نه مننه وکړه.
هغه د جګړې سیمو څخه د بهرنیو جنګیالیو او د هغوی د کورنیو ایستلو کې د دې مشرتابه لپاره د قازقستان ستاینه وکړه او د دغه افرادو بیارغونه او بیرته ادغام په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ دوام ژمنه یې وکړه.
دواړه اړخونو د هستوي وسلو مخنیوي په برخه کې د قازقستان نړیوالې مشري باندې تاکید وکړ. متحده آیالاتو په سیمه کې د ماسکو د برلاسیتوب ورځو څخه پاتې د سیمیپالاټینسک د هستوي ازمیښت سایټ څخه د راډیو اکټیو ککړتیاو لیرې کولو کې قازقستان سره د مرستې خپله اوږدمهاله ژمنه تازه کړه.
دواړه دیپلوماتانو د خپلو اړوند اردو، د پولو او ګمرکونو ادارو او د قانون تنفیذ ترمینځ اړیکو ژورولو لپاره ملاتړ څرګند کړ. هغوی غواړي دا کار د قازقستان د دفاع وزارت او د متحده آیالاتو د دفاع وزارت ترمینځ د څلور پنځه – کلن نظامي همکارۍ پلان له لارې وکړي.
سرچینې: بیګ نیوز، د امریکا غږ
Comments are closed.