د عمان د وسله والو ځواکونو د شاهین طوفان مبارزه
یونیپث کارکونکی
د سلطان وسله والو ځواکونو مخنیونکي عمل په 2021 اکتوبر کې د احتمالي سلګونه عمانیانو ژوند وژغوره چې د شاهین طوفان په لاره کې میشت.
عماني چارواکو د 600 څخه ډیر خلک هغه مهال وژغورل چې هیواد د 150 کیلومیټر في ساعت سرعت لرونکي بادونو طوفان او د 10 متر لوړو څپو سره مخ شو.
د رانږدې کیدونکي طوفان څخه د مرګ ژوبلې کمولو په موخه، د عمان کورني امنیت خدمت په البتینه شمال او البتینه سهیل سیمو کې ترافیک ودراو، تحرک یې یوازې بیړني پیښو او د حیاتي توکو عرضه کولو پورې محدود کړ. بریښنا هم د پیښو مخنیوي لپاره د مسقط ختیځ کې په القرم کې پرې کړې وه، او د 2,700 څخه ډیر خلک بیړني پناه ځایونو ته لارښود شوي و.
عماني چارواکو عامه کارمندان مرخص او د مسقط نړیوال ډګر ته راتلونکي او ورڅخه تلونکي الوتنې د طوفان ختمیدو پورې وځنډولې. د پلازمینې مسقط شمال لویدیز، الخبوره کې 369 ملي میټر باران شوی.
عالیجناب سلطان حیثم بن طارق د طوفان له امله پیښ شوي املاکو د زیان ارزولو لپاره د وزیرانو کمیټه جوړه کړه. په سیمه کې د عمان ملګرو هم غبرګون وښود. د عمان د دفاعي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال شهاب بن طارق لخوا د تلیفون زنګ وروسته کویټ عمان ته نظامي شتمنۍ ولیږله.
د اردن پاچا عالیجناب عبدالله 2 ابن الحسین سلطان حیثم بن طارق ته تلیفون وکړ، او د عمان د خلکو سره یې غم شریکي او خواخوږي، او ملاتړ څرګند کړ.
سرچینې: بي.بي.سي، رویټرز، الخلیج آنلاین
Comments are closed.