د عراق وسلوال ځواکونه د داعش د پاتې شونو ریښې له منځه وړي
یونیپث کارکونکی
د 2020 په مني کې په یو لړ پراخو عملیاتو کې عراقي امنیتي ځواکونو د داعش ډلې 115 جنګیالي ونیول چې د ترهګرو مشران هم پکې شامل وو. همداراز یې د نینوا په ولایت کې یوه تروریستي شبکه شنډه کړه.
دا هڅې وروسته له هغه شوې چې د عراق لومړي وزیر مصطفی ال کاظمي او د عراق د ترهګرۍ ضد د خدماتو مشر ډګر جنرال عبدالوهاب السعدي ژمنه وکړه چې په ټول هیواد کې به امنیت ټینګوي.
له داعش سره تړاو لرونکو ډلو د 2017 په اګست کې په هغو ولایتونو کې په ملکي او پوځي اهدافو باندې خپل بریدونو ته زور ورکړ، چې عراقي او نړیوالو ایتلافي ځواکونو ته یې بایللي وو. په موصل کې د یوه پخواني امنیتي چارواکي په وینا د 2020 په اګست او سپتمبر کې د داعش پاتې کسانو هڅه وکړه چې په سویل موصل کې د پښو ځای پیدا کړي، خو د عراقي امنیتي ځواکونو لخوا پرله پسې امنیتي عملیاتو د دوی ټولې هڅې شنډې کړې.
داعملیات د سوریې د یو وګړي په ګډون د 38 ترهګرو د مرګ او نیولو لامل وګرځېدل. نیول شوي فعالینو اعتراف وکړ چې د داعش ځواکونو، هغه ډله چې څو کاله مخکې د عراقي سرتېرو له خوا له ماتې سره مخ شول، پاتې کسان دي.
د عراق د وسلوالو ځواکونو د قوماندانۍ د دفتر ویاند، تورن جنرال یحیی رسول وویل، “د نینوا د عملیاتي قوماندانۍ 14مه پلې فرقه، 16مه پلې فرقه او د نینوا د پولیسو څانګه د داعش پاتې کسانو څخه د قانوس ټاپو د لټون او پاکولو لپاره ګډ عملیات پیل کړل او په سیمه کې د امنیت او ثبات ټینګولو لپاره یې د دوی پټنځایونه ویجاړ کړل.”
د قانوس ټاپو د صلاح الدین ولایت په قانوس کلي کې لس کیلومتره شمال خوا ته یوه شنه سیمه ده، چې د سوریې او عراق ښارونو ترمنځ د داعش جنګیالیو لخوا د ترانزیت د نقطې په توګه کارول کیږي. د 2020 په سپتمبر کې د متحده ایالاتو د هوایی ځواک اف- 15 استرایک ایګلز او اف- 35 لایټینګ ټو الوتکې د بلک ډاسټ عملیاتو پر مهال پر ټاپو باندې 80000 پونډه درانده بمونه وغورځول ترڅو د ترهګرۍ ضد ځمکنیو ځواکونو سره مرسته وکړي.
داعش په 2014 کې په عراق او سوریه کې پر پراخو سیمې واکمني درلوده، چې په 2017 کې له عراق څخه وایستل شول. په سوریه کې د داعش وروستۍ اډه د 2019 په مارچ کې د الباغوز د جګړې پر مهال د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو لاس ته ولوېده. سرچینه: المدا ورځپاڼه
Comments are closed.