د عراق جګړه په دوو جبهو کې ده: داعش او کویډ- 19
یونیپث کارکونکی
عراق د کال 2020 په جون میاشت کې د عراقي اتلانو د عملیاتو دریم پړاو پیل کړ ترڅو د داعش ډلې د پاتې شونو په لټه کې د صلاح الدین ولایت 4483 کیلو مټره مربع مساحت کې لټون جریان لري. هدف دا و چې تروریستان ونیول شي، د دوی مورچلونه ویجاړ شي، چاودیدونکي توکي وویستل شي، او په سیمه کې امنیت او ثبات ته وده ورکړل شي.
د داعش پاتې شوني په دې وروستیو کې پدې ولایت کې ډیر فعاله شوي او خال خال بریدونه ترسره کوي، چې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په یوشان په نښه کوي. کله چې داعش د کال 2017 په ډسمبر میاشت کې ماتې وخوړه او د عراق هغه سیمې یې له لاسه ورکړي چې اشغال کړي يي وي، ډیری جنګیالي یې لیرې پرتو او غیر آباد سیمو ته وتښتیدل.
د عراق د امنیتی ځواکونو له بوختیا څخه چې د کویډ- 19 بندیزونو او د ویروس تعقیم د هڅو نظارت یې کولو ګټه پورته کړه، داعش هڅه وکړه چې تښتیدلي جنګیالي بیرته راټول او بریدونه ترسره کړي ترڅو دا ثابته کړي چې دوی لاهم شتون لري.
عراق د داعش د بیا راژوندي کیدو د هڅو سره د مقابلې لپاره مختلف سرتیري راټول کړل. په دوی کې د صلاح الدین، سامرا، کرکوک او دیاله څخه پوځي قطعې شاملي وي. د ځانګړو عملیاتو لواګانې، فدرالي او ولایتي پولیس، او پیشمرګا ځواکونه. د عراق هوایی ځواک، د اردو هوای چلند او د نړیوال ایتلاف هوایی ځواکونه ځمکني سرتیرو ته ملاتړ ورکوۍ.
دا عملیات د آمریلي ښار شمال لویدیځ کې په اقسو سیند کې د داعش عواملو لخوا د کارول شوي کښتیو د ویجاړیدو سبب شو. عراقي ځواکونو شپږ تونلونه، 33 د چاودیدونکي توکي وسیلې (آی ای ډي)، 10 مورچلې، د وسلو درې زېرمې او پنځه د چاودیدونکي توکو فابریکې کشف او له منځه یوړي.
د عراقي اتلانو عملیات لومړۍ پړاو د کال 2020 په فبروري میاشت کې د الانبار ولایت او د عراق، سوریې او اردن پولې ته څیرمه په شاوخوا سیمو کې د تصفیې لپاره پیل شوې وه. دویمه مرحله یې د کرکوک ولایت سویل لودیځ سیمې وپوښلې، د صلاح الدین ولایت پولې ته نږدې. دریمې او څلورمې مرحلې هم د دوبي په پای کې تکمیل شوي.
نور عملیاتونه په کال 2019 کې ترسره شول. ترټولو پریکړه کونکی یې د فتح عزم د اتو پړاونو عملیات و، چې پکې د داعش ډیری وسله وال
ووژل شول او د دوی پټنځایونه او د وسلو زیرمې ویجاړ شول. سرچینې: د عراق ملي خبري آژانس (نینا)
Comments are closed.