د عراق امنیتي ځواکونه داعش او غیر قانوني وسلو پسې ګرځي
یونیپث کارکونکی
د داعش د پاتې شونو د له مینځه وړو لپاره د روانو عملیاتو په جریان کې، د عراق امنیتي ځواکونو هغه وسلې او چاودیدونکي توکي ونیول چې ترهګرو هوډ درلود ترڅو د عراقي اتباعو پرضد یې وکاروي.
عراقي ځواکونه په الانبار ولایت کې د الوتکو ضد 75 توغندي ترلاسه کړي چې داعش پلان درلود هغه د سړک غاړې ماینونو او د وسایطو ضد چاودیدونکي توکو ته بدل کړي.
د کال 2021 په لومړیو کې د عملیاتو په پایله کې د ابو الیمن په نوم تر تعقیب لاندې یو تروریست ونیول شو، چې داعش د خپلې ښکارې څانګې غړی باله.
یوه میاشت مخکې په پوځي عملیاتو کې د عراق د ملي امنیت ادارې غړو د دیالا په ولایت کې د داعش لوجیستیکي افسر وواژه. هغه د ځانمرګي واسکټ په اغوستلو سره د نیول کیدو پرمهال مقاومت کاوه.
په عین وخت کې د کرکوک په ولایت کې د عراق د استخباراتو اداره د داعش سره په تړاو څلور ترهګر ونیول.
عراقي ځواکونو د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو څخه مرسته ترلاسه کړه، چې د حمرین غرونو کې یي د داعش پر پټنځایونو هوایي بریدونه وکړل، چې د داعش دوه نور مشران پکې ووژل شول.
عراقي امنیتي ځواکونه په منظم ډول د دیالا، کرکوک، نینواه، صلاح الدین او الانبار په غرونو او دښتو کې د داعش د پاتې شونو د موندلو لپاره عملیات ترسره کوي، چېري چې ترهګر له هغه ځایه پر نږدې ښارونو او د لویو لارو پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.
د عراق په شمال او لویدیځو برخو کې د داعش ډلې د تعقیب پرمهال، عراقي امنیتي ځواکونه په بغداد او سویلي ولایتونو کې مجرمین تعقیبوي او وسلې ضبطوي.
د کال 2020 په سپټمبر کې د وسله والو ځواکونو قوماندان مصطفی الکاظمي د بصرې په ولایت کې د مخلص ژمنې څو اړخیز عملیاتو امر وکړ. هدف یې د شخصي کارونې لپاره د نامناسبو وسلو ضبط کول و لکه هاوانونه، درندي ماشینګنونه او د الوتکو ضد وسلې.
د بصرې د عملیاتو پخوانی قوماندان تورن جنرال اکرم صدام مدنیف وویل: “دا عملیات به په ولایت کې امنیت او ثبات راولي چې ټول عراقیان به یې ژر احساس کړي.” سرچینې: د عراق دفاع وزارت، elaph.com
Comments are closed.