د سولې لپاره څو ملیتي ماموریت
د قزاقستان، قرغزستان، منګولیا، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان پوځیان يوځای روزنه ترلاسه کوي ترڅو د پولو دباندې ګواښونو مخه ونيسي
یونیپث کارکونکی | انځورونه په واسطه د. 1بریدمل ټیرا ګاټي/د متحده ایالاتو اردو ملي ګارد
ددونویا ملت د خپل ګاونډ ګورګاس بې ثباتۍ ته ژمن دی او د سیمې په کنټرول تاکید کوي، د بې نظمه جګړې کمپاین پیلوي: ترورونه کوي، د ګازو پایپ لیکې پرې کوي، نیابتي ځواکونه تمویلوي، د مهاجرینو بحرانونه زیږوي.
مګر د دونویان په لاسوهنې رامینځته شوې بې ثباتۍ په مینځ کې – چې د سیند په غاړه وسله وال یرغل سره اوج ته رسیږي – اوه هیوادونه په کړکیچنه پوله کې بیرته د سولې او ثبات لپاره سره همغږي کوي.
قزاقستان، کرغیزستان، مغلستان، پاکستان او تاجکستان هر یو د خپلو لوړرتبه و مشرانو د ګډې قوماندې لاندې د پاټریوټ کاري ځواک جوړولو لپاره یو کنډک ورکوي. ازبکستان د ورته پولې په اوږدو کې د سولې ساتلو لپاره یو خپلواک کاري ځواک لیږي. هوایی ځواک ته، که اړتیا شي، متحده ایالات یې وړاندې کوي.
سیمه ییزه همکاري 23، د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ په واسطه په 2023 اګست کې د خپلو مرکزي او سهیلي آسیا نظامي شریکانو لپاره تنظیم شوی د قوماندې پوست تمرین، د یوې جدي موخې سره د رول لوبونکي په حیث وړاندې کړې.
د پولې د ثبات سناریوګانې چې نظامي، سیاسي او بشري بحرانونه پکې دخیل دي د څو هیوادونو د کارمندانو او افسرانو همکارۍ ته اړتیا درلودله چې د ژبې، نظامي کلتور او ملي لیرې لید توپیرونو باندې برلاسي اوسي.
نږدې 200 قزاق، کرغیز، مغولي، پاکستاني، تاجک، امریکایی او ازبیک سرتیري په هیلینا، مونټانا کې په یوه روزنیز مرکز کې پلانونه، عملیات او استخباراتي معلومات هم مهاله کړل، نوموړی مرکز د نظامي قوماندې د استازیتوب لپاره په شریک سرور او د یوبل سره په وصل شويو کمپیوټرونو باندې مجهز دی.
د دې پرځای چې سرتیري د هیوادونو له مخې جلا شي، چارواکو ټول ګډون کونکي وهڅول چې د ټیم جوړونې په ګټه د نورو هیوادونو څخه د خپلو سیالانو ترڅنګ کښیني.
په تمرین کې د تاجکستان یو ترټولو لوړرتبه افسر ډګروال نورزاده نورایل وویل، “موږ په مرکزي آسیا کې خپلو ګاونډیانو سره راشه درشه او متقابل عمل لرو او. همدارنګه د متحده ایالاتو سره او لدې څخه موږ ډیره زده کړه کوو. تر اخرني سرتیري پورې، هر څوک یوه ځانګړې دنده لري”.
سیمه ییزه همکاري له 2001 راهیسې نږدې هرکال پیښه شوې، او د هرځل تکرار سره لاډیره اصلاح شوې. که څه هم، د تمریناتو کیسې تخیلي دي، د واقعي نړۍ بحرانونه اکثر په مینځپانګه کې منعکس کیږي.
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ لخوا د تمریناتو مرستیال رییس ګی زیرو وویل، “دا تمرین د وخت په تیریدو سره په سوله ساتنې متمرکز تمرین څخه د سیمې په ستونزو متمرکز تمرین باندې بدل شوی دی چې پدې کې د تروریزم سره مبارزه، د ثبات عملیات، بشري مرسته او بې ځایه شوي افراد شامل دي”.
سیمه ییزې همکارۍ 23 د ټیم په حیث مختلفو سناریوګانو ته د څو هیوادونو د سرتیرو غبرګون څرنګوالي ښه کولو لپاره د هڅوونو او تحریکونو مخ پرودې لړۍ وړاندې کړي. یوه جرمي سندیکا یو سیمه ییز ښاروال وژلی او په پوله باندې د نشه ییزو توکو قاچاق کاو. د بې ځایه شوي خلکو یو کیمپ د تروریستانو لپاره د احتمالي جلب او جذب ډګر ګرځي. یو ضبط شوی د غلا ټرک احتمالي بیولوژیکي وسلې لري. دښمن د بلواګر په سیند د لنډمهاله پلونو په جوړولو سره نړیوال قانون ماتوي.
د تعقیب لاندې مجرم یا تروریست له مینځه وړلو یا نیولو ماموریتونه اکثر د ځانګړي عملیاتو ځواکونو سره په اړیکه نیولو کې پای ته رسیږي چې هغوی د اصلي کاري ځواکونو څخه جلا د خپلې قوماندې لاندې عملیات کوي.
لکه د واقعي نړۍ په څیر، افسران هره ورځ خپلو قوماندانانو ته بریفینګ ورکوي چې باید د عملیاتي تشو ته ځواب ورکړي. د مثال په توګه، د کاري ځواک قوماندان د پولې دفاع کې د تشې ډکولو لپاره د ازبیک کاري ځواک سره د اړیکې نه شتون په اړه خپل مادون پوښتي.
ازبیک دګروال تاخیر جباروف وویل، “دا تمرین د هغه دښمنانو پروړاندې د دفاع فرصتونه وړاندې کوي کوم چې نه یوازې زموږ خپلې سرچینې بلکه د ګډون کونکي هیوادونو هغه هم کاروي”. “موږ د یرغل سره مخالفت په پار د یوځای کار کولو لپاره په مرکزي آسیا کې د هر یوه د ځواک څخه ګټه پورته کوو.”
سیمه ییزې همکارۍ د مرکزي آسیا پوځونو ته دا فرصت هم ورکړ چې د خپلو امریکایی سیالانو ترڅنګ روزنه وکړي د کومو سره چې هغوی د متحده ایالاتو د ملي ګارد د ایالتي مشارکت پروګرام په لړ کې جوړه شوي دي.
کرغیزستان د مونټانا ملي ګارد سره جوړه دی، ازبکستان د میسیسیپي ملي ګارد سره، قزاقستان د اریزونا ملي ګارد سره او تاجکستان د ویرجینیا ملي ګارد سره جوړه دی. ترکمنستان، چې دې تمرین ته یې مشاهده کونکي لیږلي و، هم د مونټانا ملي ګارد سره تړلی دی.
د متحده ایالاتو د اردو د جنګ کالج د سوله ساتنې او ثبات عملیاتو آنتوني لییټو د سیمه ییزې همکارۍ سناریوګانو طرحه کولو کې ستر رول لوبولی دی.
دا چې د وسله والو نښتو پرمهال د ملکیانو محافظت کول د متحده ایالاتو د ستراتیژی لومړیتوب دی، لییټو ډاډ ترلاسه کړ چې دا د تمرین سناریوګانو کې منعکس شي چې د مرکزي آسیا په څیر ځایونو کې د واقعیتونو منعکس کولو لپاره چمتو کیږي، لکه د مهاجرینو په یوه کیمپ کې د ناروغۍ خپریدل.
لییټو د مرکزي آسیا، پاکستان او مغلستان څخه د خپلو شریکانو په اړه وویل، “لکه څنګه چې هغوی زموږ څخه زده کړه کوي همداسې موږ د هغوی څخه زده کړه کوو”.
د شریکانو څخه زده کړه، په تمرین کې د څو هیوادونو کاري ځواک مرستیال قوماندان، د کرغیز ډګروال دانیر ایساکوف اساسي انګیزه هم وه. که څه هم کرغیزستان خپل د قوماندې پوست تمرینات ترسره کوي، ډګروال ایساکوف لیواله و چې پوهه شي نور پوځونه دا تمرین څنګه مدیریت کوي.
د ډګروال د ډلې 16 نارینه غړي ترډیره ځوان افسران و پدې هیله چې هغوی به د استخباراتو راټولولو او نظامي پلان جوړولو په برخو کې د لومړي لاس تمریناتو څخه ګټه پورته کړي.
ډګروال ایساکوف وویل، “دلته په متحده ایالاتو کې د لوړرتبه قوماندان څخه تر ځوان افسر پورې ټول دقیق پوهیږي چې د خپلو دندو ترسره کولو لپاره څه کوي”.
قزاق ډګروال کناټ بیګ عاصموف د تمرین ډیره برخه د روزنې سناریوګانو په اړه 200 ګډون کونکو ته په لارښوونه کې مرسته کونکي د لوړرتبه افسرانو یو ټیم د برخې په توګه تیره کړه. هغه وویل، سیمه ییزې همکارۍ د شپږو نورو ګډون کونکو هیوادونو څخه د افسرانو سره مخامخ ښکیل کیدو لپاره یو ایدیال فاریوم وړاندې کړ. ملګرتیاوې حتی مخکې پیل شوې کله چې د څو هیوادونو ټیمونه د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د پلانونو جوړولو لپاره راټول شول.
د سیمه ییزې همکارۍ 23 ډګروال عاصموف وویل، “دا ښه تنظیم شوی او ښه چمتو شوی دی”.
”موږ هیله مند یو چې دا به زموږ خپل هیواد کې د امنیت په ښه کولو کې زموږ سره مرسته وکړي”.
د پاکستان د ګډو ځواکونو په قوماندانۍ کې د ګډې جګړې رییس، برید جنرال حماد رضا د سیمه ییزې همکارۍ په تمرین کې د پاکستاني افسرانو د 15 کسیزه پلاوي مشر و. هغه د دې تمرین ستاینه د “بې عیب” په توګه وکړه.
برید جنرال رضا وویل، “دې دوه اونیزه څو ملیتي ګډ تمرین موږ د یوه عالي فرصت سره شریکانو ته نږدې کړو ترڅو خورا وروستیو امنیتي ننګونو باندې پوهه شو”.
”دې تمرین د ګواښونو بدلیدونکي څرنګوالي، په ملکي خلکو باندې مستقیم او غیرمستقیم اغیزو، د هیوادونو امنیت او حاکمیت مدیریت کونکي نړیوالو قوانینو، او د ګډ پلان جوړونې او نظامي پریکړو کولو پروسې اهمیت باندې عامه پوهاوی ډیر کړې.”
د تمرین یو مهم ټکی د متحده ایالاتو ملي ګارد هغه قطعو د قوماندانانو لخوا تفتیش و چې د مرکزي آسیا څخه سرتیرو سره مشارکت لري. د ویرجینیا ملي ګارد مشر برید جنرال جیمز رینګ د خپل شریک هیواد تاجکستان څخه د اشنا څیرو سره تود روغبړ وکړ.
برید جنرال رینګ وویل، “موږ د دا ډول تمریناتو اهمیت باندې ډیر تاکید نشو کولی”.
Comments are closed.