د سعودي وسله وال ځواکونه د همکارۍ وړتیا ازموي
یونیپث کارکونکی
د نورو سعودي اړوند جزوتام سره د ګډې همکارۍ وړتیا ازمویلو لپاره، د شاهي سعودي سمندري ځواکونو په 2023 جنوري کې په جبیل کې د پاچا عبدالعزیز سمندري بیس کې پنځه ورځنی سمندري تمرین تصدي 5 اجرا کړ.
د سعودي ختیځ سمندري فلیټ، ختیځ ولایت د پولې ګارد او د سعودي عرب د تیلو کارپوریشن ارامکو څخه پرسونل په عرب خلیج کې په ګډ تمرین کې برخه واخیستله.
په تمرین کې ټولګي، فرضي سناریوګانې، د سمندري ماین پاکۍ په اړه روزنه، د حیاتي تنصیباتو او د تیلو ساحو دفاع کول، او د بې پرسونله سطحي وسایطو او ډرونونو سمبالول شامل و.
”د تمرین موخه د ګډون کونکو د چمتو والي ډیرول، د ګډو عملیاتو پیاوړي کول، د همغږۍ د سطحو لوړول، د معلوماتو شریکولو ښه کول، د ګډ مشرتابه او ارتباطاتو وده، د حیاتي تنصیباتو او د تیلو ساحو د امنیت او خوندیتوب هڅول، او په عرب خلیج کې د ګرځیدو خپلواکۍ محافظت کول و،” د تمرین رییس امیر البحر خالد الشماري وویل.
د هوایی دفاع په ډګر کې هم، سعودي عربستان په الخرج کې د شهزاده سلطان هوایی بیس کې په 2022 دسمبر کې د طویق 3 دوه اونیزه څو هیوادونو نظامي تمرین کوربه توب وکړ. پدغه درې مرحله ای تمرین کې بیلابیلې سناریوګانې او نظامي عملیات شامل و چې هوایي ځواکونو ته اوسني او احتمالي ننګونو ازمیښت یې وړاندې کاوه.
د طویق 3 موخه د همکارۍ وده، د مهارت تبادله، د تاکتیکي هوایي ماموریتونو پلان کولو او اجرا کولو په تړاو د روزنې سطحې لوړول، او د تاکتیکي ایرډراپ ماموریتونو پرمخ وړلو لپاره د عملیاتي چمتو والي ازمویل و.
د 9 هیوادونو څخه هوایي ځواکونو پدې تمرین کې ګډون درلود: سعودي عربستان، بحرین، یونان، ایټالیه، اردن، مراکش، متحده عربي امارات، انګلستان او د متحده ایالات.
”په پیل کې، د هوایی ځواک د قوماندان په استازیتوب زه غواړم په طویق تمرین کې ګډون کونکي عرب او ملګري هیوادونو څخه زموږ ورڼو ته هرکلی ووایم،” تورن جنرال طلال بن سلیمان الغمادي، د شاهي سعودي هوایي ځواک مرستیال قوماندان وویل. “په مرکزي سیکتور کې د شهزاده سلطان هوایي بیس د ګډون کونکو کوربه توب او د تمرین موخو ترلاسه کولو لپاره د هغوی سره د مرستې لپاره ټولې وړتیاوې چمتو کړي دي.”
سرچینې: سعودي پریس اژانس، یوټیوب، arabnews.com
Comments are closed.