د سعودي روغتونونه د یمن خلکو ته روغتیايي مرسته وړاندې کوي
یونیپث کارکونکی | انځورونه د سعودي د دفاع وزارت د سټراټیژیکو اړیکو عمومي ریاست برابر کړي
سرتېرو ته روغتیايي او طبي پاملرنه وړاندې کول یوه مهمه غوښتنه او اړتیا ده. دا اړتیا له ناورین وروسته سناریوګانو کې لا ډېره صدق کوي. د دغو غوښتنو په ځواب کې او د ایتلافي ځواکونو په استازولۍ؛ د سعودي حکومت په یمن کې نهه روغتونونه جوړ کړل چې د یمن له روغتیا او نفوس وزارت سره مرسته وکړي؛ دغه مرسته د دوی د هغه رول برخه ده چې له کوم قید او شرط پرته او پرته له دې چې د دوی نژاد، رنګ او عقیدې ته وګوري؛ د جګړې د قربانیانو او نورو هغو ملکیانو درملنه کوي چې خدمتونو ته یې لاسرسی لرلی شي.
د دغو روغتونونو موقعیتونه د شته عملیاتي مشخصاتو او د هر مرکز د اړتیاوو د ارزونې له مخې ټاکل شوي. د روغتون مرکزونه یا سایټونه د نړیوالو او بشردوستانه حقونو د الزاماتو له مخې ټاکل شوي او نقشه یې اخیستل شوې؛ همداراز دغو سایټونو ته د لاسرسي د اسانه کولو لپاره اړینې نښې د جینیوا د کنوانسیونونو او پروتوکولونو له مخې ټاکل شوې. د بستر د ظرفیت پر بنسټ، دوه ډوله روغتونونه ټاکل شوي: الف بڼه روغتونونه چې د 50 بسترونو ظرفیت لري او ب بڼه روغتونونه چې د 30 بسترونو ظرفیت لري.
پر دغو نهو روغتونونو د سعودي د طبي ملاتړ مرکز او د ګډو ځواکونو قومانده (JFC) څار کوي؛ 355 پرسونل لري چې په بېلابېلو طبي برخو کې متخصصین دي او دا وړتیا لري چې بېلابېلو جغرافیایي سیمو کې د یمن خلکو ته بشردوستانه مرسته وړاندې کړي.
ډاکټران په بېلابېلو تخصصونو کې پاملرنه وړاندې کوي؛ لکه جراحي، زیږون، د هاضمې سیستم، د کوچنیانو بیړنی حالت، انستیزي او د کورنۍ او ټولنې درملنه. له دوی سره نرسان مرسته کوي چې پر عمومي مواردو، بیړنیو حالتونو او ځانګړو پاملرنو تمرکز کوي. د غاښونو طبي پاملرنه په سراپا (چې بستر نه لري) روغتونونو کې وړاندې کېږي. له دغو ټولو سره کمکي کارکوونکي او تکنیسینان مرسته کوي چې لابراتواري کارونه کوي او له ډاکټرانو سره د راډیولوژۍ، فزیوتراپۍ، انستېزۍ، د جراحۍ ټېکنالوژۍ او زیږون په برخه کې همکاري کوي.
زموږ د یمنی ناروغانو لپاره د لوړ کیفیت پاملرنې د ډاډمنولو لپاره، د طبي ملاتړ مرکز او JFC ډاډ ترلاسه کړ چې دغه تخصصونه له معتبرو او تایید شوو کارکوونکو کار اخلي.
دغه پروګرام د یمن د روغتیاپالنې په وده کې بریالی شوی. په یمن کې د سعودي میداني یا ساحوي روغتونونو په میاشت کې په اوسط ډول 36,000 سراپا (چې بستر نه شي) ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي. هره میاشت 90 نور ناروغان په دغه روغتونونو کې بستر کېږي.
پر دولتي سکتورونو د حوثیانو بریدونه د دې سبب شوي چې د یمن ډېری سیمې د روغتیايي خدمتونو له جدي کموالي سره مخ شي او د دې ترڅنګ د شخړو له سیمو مغزونه (په کار پوه خلک) وتښتي. سعودي عرب د ګډو ځواکونو قوماندې او پاچا سلمان د بشردوستانه مرستې او هوساینې مرکز په استازولۍ روغتونونو او طبي مرکزونو ته د وړیا طبي تجهیزاتو په وېشلو سربېره روغتونونه او د پروتېز مرکزونه جو کړي.
سعودي عرب دغه راز په طبي برخه کې پرمختللو هېوادونو یا په سعودي کې د درملنې تخصصي مرکزونو ته د ځانګړو قضیو یا موردونو د استولو لپاره د درملنې مرستې وړاندې کوي. په دې کې د هغو دوو غبرګونو پېښه شاملېږي چې له یو بل سره چسپېدلي وو او د درملنې لپاره یې د پاچا عبدالله طبي ښار او ملي ګارډ پرسونل ګډو هڅو ته اړتیا وه چې ویې لېږدوي او دغه ظریف عملیات ترسره کړي.
د طبي ملاتړ مرکز د پاچا سلمان د بشردوستانه مرستو او هوساینې مرکز د رضاکارنو په کوربهتوب، په ټول یمن کې په یو شمېر رضاکارانه طبي فعالیتونو کې ګډون کوي. د بېلګې په توګه؛ د طبي ملاتړ مرکز د JFC په همکارۍ د زړه ناروغیو او سترګو او د دغو اړوند جراحیو پر کمپاینونو سربېره؛ د ښکلا جراحۍ او درملنې لپاره کمپاینونه تنظیم کړل.
د داسې رضاکارانه کمپاینونو د کوربهتوب لپاره پلانونه روان دي چې د یمني ټولنې د ټولو غړو د روغتیا عمومي کچه لوړه کړي او د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو همکارانو په همکارۍ ښه روغتیايي فرهنګ ته وده ورکړل شي؛ دغه همکاران به د درملنې، وقایې او د روغتیا په برخه کې زدهکړې اړوند همکاري وکړي؛ دا افرادو او ټولنې ته ګټه رسوي او د ژوند د کیفیت ښه کولو سبب کېږي.
کله چې موږ د روغتیاپالنې دغه هڅې پیل کړې، یمنیانو په پیل کې په احتیاط غبرګون ښوده؛ ځکه چې د دغه ماموریت د موخو او هغه څه په اړه یې پوهاوی نه درلود چې موږ یې وړاندې کوو. خو کله چې روښانه شوه چې زموږ نیت ښه او د خدمتونو کیفیت مو لوړ دی؛ د یمن خلک په ټول هېواد کې زموږ په روغتونونو را مات شول.
سره له دې، دغه شپه او ورځ طبي هڅې بسنه نه کوي. یمن د نړیوالې ټولنې سخاوت او همبستګۍ ته اړتیا لري چې خپل روغتیايي سیستم بیا ورغوي او د یمني ټولنې د ټولو غړو لپاره عدالت او برابري ډاډمنه شي.
نړیواله ټولنه هم باید پر هغو ځواکونو فشار راوړي چې د بشري ناورین او روغتیايي کړکېچ سبب کېږي: حوثیان. دغه باغيان د ناروغانو حقونو ته په درناوي کې ناکام شوي او د یمن د خلکو د ژوند اساسي اړتیاوې یې لوټ کړې. د یمن له خلکو سره د مرستې تر ټولو غوره لار د هغو روغتیايي سکتورونو ملاتړ دی چې د یمن د مشروع دولت لخوا تایید شوي یا اداره کېږي. د یمن د خلکو د هوساینې ډاډمنول یوازې د معتبرو او باور وړ چینلونو له لارې امکان لري.
د دغې مقالې لپاره معلومات د سعودي شاهي دولت د دفاع وزارت وړاندې کړي.
Comments are closed.