د دوبۍ پولیسو پټ شوي نشهيي توکي ونیول
یونیپث کارکونکی
په متحده عرب اماراتو کې له مخدره توکو سره د مبارزې عمومي ریاست په سپتمبر کې هغه طرحه شنډه کړه چې دغه هیواد ته اته کیلوګرامه کریستال میتامفیتامین او یو کیلوګرام چرس قاچاق کیدل. دا یو له هغو لسګونو عملیاتو څخه دی چې د 2020 په اوږدو کې د مخدره توکو پر وړاندې ترسره شو.
برید جنرال عید محمد ثاني حارب وویل، “د دوبۍ ګمرک له پولیسو څخه باوري مالومات ترلاسه شول چې دوه سړي چې په یو ګاونډي هیواد کې اوسیږي د بیړۍ په واسطه د دوبۍ بندر ته راغلي وو ترڅو د دوبۍ په امارت کې خپل یو میشت هیوادوال ته یو اندازه مخدره مواد ورسوي.”
یو پټ جاسوس، چې قاچاقي ډله کې یې ځان ننویستلی وو، مخدره توکي د سبزیجاتو په دوو بکسونو کې ترلاسه کړل. پولیسانو په بندر کې د مخدره توکو درې قاچاقبران ونیول.
امارتیانو خپلې بریاوې د ښاریانو او نړیوالو همکارانو د همکارۍ له امله بولي. په شته وروستيو کلنیو احصایو کې، د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو د قاچاق په ګرفتاریو کې % 11 زیاتوالي او د مخدره توکو له امله مرګ کې له % 29 کمښت څخه یادونه شوې. 3888 کیلوګرامه نشهیي توکي نیول شوي دي.
متحده عربي اماراتو له 40 هیوادونو سره همکاري کړې، چې په پایله کې یې د مخدره توکو ضد 122 عملیات ترسره شوي دي.
په 1976 کې د دوبۍ د پولیسو ریاست ناقانونه مخدره توکو سره د تړلو جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره یو کوچنی دفتر جوړ کړ. د نفوس او سوداګرۍ د دوامدارې پراختیا او د مخدره توکو په قضیو کې د زیاتوالي له امله، نوموړی دفتر د مخدره توکو پروړاندې عمومي ریاست ته واووښت.
Comments are closed.