د جي.سي.سي. غونډه سیمه ییزې او نړیوالې اندیښنې په ګوته کوي
یونیپث کارکونکی
امنیت او انرژي د 2021 دسمبر کې د سعودي عربستان په ریاض کې د ګلف همکارۍ شورا (جي.سي.سي) د 42مې غونډې اجنډا په سر کې یوازې نه و. د غونډې مهمو لومړیتوبونو کې د اقلیم بدلون او د بیړني غبرګون مدیریت شامل و.
په خپلې پرانیستې وینا کې، جلالتمآب د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ګډون کونکو هرکلی وکړ او د ډارونکي ننګونو پروړاندې چې سیمه ورسره مخ ده د جي.سي.سي غړي هیوادونو متحد کیدو اړتیا باندې یې تاکید وکړ.
هغه وویل، “موږ باید د اقتصادي یووالي مورد او شریک دفاعي او امنیتي سیسټمونو کې پداسې توګه عالي اقدامات بشپړ کړو چې زموږ د سیاسي نظر یووالي او د نړیوالې ټولنې سره د مشارکت ارتقا له لارې زموږ سیمه ییز او نړیوال رول پیاوړی کوي.” “د ایران هستوي او مزایلو پروګرامونو سره باید جدي چلند وشي.”
د پاکې انرژۍ تولید او د انتشاراتو کمولو له لارې د نړیوالې تودوخې په ګوته کولو اهمیت ته په اشارې، ولیعهد وویل: “د سعودي عربستان پاچاهي د شین سعودي نوښت پیل کړی دی او په 2030 کې د دایروي کاربن طریقې له لارې د خالص – صفر کاربن ته رسیدو خپل هدف یې اعلان کړی.”
دې پاچاهي دا نوښت په 2021 مارچ کې د اقلیم بدلون پروړاندې مبارزې پراختیا لپاره پیل کړ. د دې نوښت موخه د کاربن انتشاراتو کمول، د پاکې انرژۍ سیکتور پراختیا، د صحرا کیدو مخنیوی او د ریسایکل ډیرول دي.
د غونډې نهايې اعلامیه کې، عمومي منشي نایف مبارک الحجرف وویل چې د شورا مشران د “متحد او اغیزناک بهرنۍ پالیسۍ ته بڼه ورکولو لپاره د غړي هیوادونو د بهرنیو پالیسیو مواردو کې د همغږي هڅو اهمیت تاییدوي چې د خلیج هیوادونو د خلکو هیلو او لیوالتیاو ته خدمت کوي او د هغوی د ګټو ساتنه کوي.”
سعودي میشت جي.سي.سي په 1981 کې د کویټ پخواني امیر جلالتمآب شیخ جابر الاحمد الصباح لخوا د وړاندیز وروسته تاسیس شوه. د هغه هدف د شپږ غړي هیوادونو ترمینځ اقتصادي او امنیتي یووالی او د نړیوالو مسایلو په تړاو متحد سیاسي دریځ و: بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات.
سرچینې: YouTube.com، alaraby.com، Aljazeera.net
Comments are closed.