د ترکمنستان د پایپ لاین وړاندیز د باور وړ انرژۍ ژمنه کوي
پدې وروستیو کې د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت د کسپین سمندر په لمن کې د آذربایجان له لارې له ترکمنستان څخه اروپا ته د ګازو پایپ لاین غځولو اړوند د خپلې ژمنې په اړه مفصل بیان په خپله وېب پاڼه کې خپور کړ.
دا پایپ لاین به د انرژۍ په رسولو کې تنوع راولي، چې د روسیې او ایران په څېر د انرژۍ احتمالي غیر باوري سرچینو مخه نیسي. دې پروژې په تېرو کلونو کې پام ځانته اړولی دی ځکه چې دا به د ترکمنستان پراخه طبیعي ګاز د ترکیې او اروپا د ګازو لوی بازارونو سره ونښلوي.
په بیان کې ویل شوي: ”ترکمنستان باور لري چې د ګازو د پایپ لاین د غځولو مخنیوي په برخه کې هیڅ سیاسي، اقتصادي یا مالي عوامل شتون نلري.“ “برعکس، د ټرانس-کسپین پایپ لاین په بشپړه توګه ریښتینې پروژه ده. دا د دې وړتیا لري چې په اورپا او آسیا کې د انرژۍ امنیت په تضمین کولو کې د پام وړ برخه واخلي، چې اروپایي مصرف کونکو لپاره د خامو موادو سرچینو ته اوږدمهاله او نه قطع کېدونکی لاسرسی تضمینوي.
دا بیان وروسته له هغه راپورته شو کله چې د آذربایجان ولسمشر الهام علییف د پروژې د کافي تمویل ترلاسه کولو وړتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه. ترکمنستان د ټرانس کسپین پایپ لاین تطبیق په اړه له اروپایي شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکولو لپاره چمتووالی څرګند کړ.
که چېرې دا پایپ لاین جوړ شي، ترکمنستان به په اروپا کې د روسیې د ګازو بازار یوه برخه ونیسي یا به ترکیې ته د روسیې د ګازو د لېږد ځای ونیسي. روسیه د ترکیې د ګازو د اړتیا شاوخوا 40 سلنه اکمالوي.
امریکا بریښي چې د ټرانس کسپین پایپ لاین جوړولو لپاره د ترکمنستان د ژمنې هرکلی وکړي.
د عشق آباد پرېکړه یوه ”ستره پېښه“ ګرځولو سره، په ترکمنستان کې د امریکا پخواني سفیر الن مستارد ټینګار وکړ، ”دا حقیقت چې ترکمنستان پدې پوه شو چې د کسپین سمندر د حدبندۍ تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د پایپ لاینونو جوړولو ته اجازه ورکوي، یو مهم ګام دی،“
سرچینې: د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت، روسي TRT ،Eurasianet
Comments are closed.