د ترهګرۍ تمویل باندې برید کول
متحده عربي امارات د شکمنو پیسو لیږد رالیږد تنظیمونکي مقررات سختوي
د متحده عربي اماراتو د پیسو مینځلو سره مبارزې او د تروریزم مالي تمویل سره مبارزې اجرایوي دفتر عمومي رییس، حمید الزابي
متحده عربي اماراتو د مالي جرمونو پروړاندې مبارزه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، مګر د سیسټم پیاوړي کولو لپاره له هرکله څخه اوس د ډیرو شریکانو سره ښکیلتیا ته اړتیا ده.
د مالي جرمونو د پيچلتيا وده دوام لري او په مکرر ډول د فعالیت نړیوالې بیلګې پکې دخیلوي چې څو هیوادونو او مالي نهادونو ته غزیدلي وي.
په یوازې یو څو کلونو کې، راپور ورکول، پلټنې، تعقیب او جریمې، ټول هرڅه په ډراماتیک ډول ډیر شوي ځکه چې ادارو د مخ پرودې مؤثریت سره مجرمین خنثی کړي دي.
د مالي جرمونو سره مبارزې لپاره د نړیوال ایتلاف په وینا، کله چې د مصادرې خبره راځي، په عمل کې د دې پرمختګ پرځای کولو لپاره (د ناخالص کورني تولید د سلنې په توګه)، متحده عربي اماراتو 80 ځایونه یا درجې صعود کړی او پدې لړ کې د نړۍ په کچه یو له پنځه مخکښ هیوادونو څخه ګرځیدلی.
سره لدې، موږ لاهم په خپلو بریاوو دمه نشو کولی. د هغه خلکو پروړاندې چې په غیرقانوني توګه د عایداتو ګټلو په لټه کې دي، جګړه به همداسې پرځای وي او هیڅکله به ختمه نشي.
د هیواد د پیسو مینځلو سره مبارزې، د تروریزم مالي سیسټم سره مبارزې پياوړي کولو لپاره دا هڅې د غیرمشروع مالي چارو سره مبارزې او د نړیوال مالي سیسټم د روڼتیا ساتلو لپاره د هیواد مشرتابه لخوا ټاکل شوي پالیسیو څخه راپورته شوي دي.
د ستراتیژیکو ملګرو لکه د اروپا اتحادیه، انګلستان او د متحده ایالاتو سره زموږ د همکارۍ څخه موږ پوهیږو چې بانکونه او حکومتونه اړ دي چې خورا ډیر نږدې یو بل سره کار وکړي، او د معلوماتو شریکولو پروړاندې خنډونه لیرې کړي. ملتیا له موږ سره مرسته کوي ترڅو د جنایی شبکو او شکمنو لیږدونو واضحه او روښانه انځور جوړ کړو او په خطرونو باندې په ښه ډول سره پوهه شو، ارزونه یې وکړو او له مینځه یې ویسو. دا همدارنګه ادارو ته د پلټنې او تعقیب لپاره د ښه کیفیت اطلاعات هم ورکوي.
د پیسو مینځلو سره مبارزې او د تروریزم مالي تمویل سره مبارزې اجرایوي دفتر کې، موږ د مالي جرمونو اندیښنو په تړاو د نړیوالې ټولنې سره د مشارکت او همغږۍ اسانتیا لپاره د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت سره هم له نږدې کار کوو. موږ په استعداد او روزنه کې درنه پانګوونه کړې ده. نړیواله همکاري په 2022 کې لاسلیک شوې د نوي دوه اړخیزه قانوني مرستې تړونونو سره پراخه وې، په 2023 کې به یې نور تړونونه مخته راځي.
په عامه او خصوصي نهادونو کې دننه او ترمینځ ېی د معلوماتو شریکول د مالي جرمونو پروړاندې د جګړې یو مهم عامل دی.
د عامه – شخصي مشارکت له لارې، موږ د مالي جرم ګواښونو اړوند ګډ پوهاوی ښه کوو. په شخصي حوزه کې دا چاره فقط د بانکي سیسټم لانور ورهاخوا ځي. د شرکتونو او مسلکونو یوه ډله پکې ستر رول لوبوي. زه دلته د املاکو اجنټان، د قیمتي فلزاتو او قیمتي کاڼو معامله کونکي، وکیلان، محررین او نور خپلواک قانوني ماهرین او د اهمیت وړ محاسبین یادوم.
د پیسو مینځلو سره په مبارزې نړۍ کې، دې غیر مالي سوداګریو او مسلکونو ته ټاکل شوي غیر مالي سوداګرۍ او مسلکونه (DNFPBs) ویل کیږي.
موږ د عامه – شخصي مشارکت کمیټې (PPPC) د ملاتړ لاندې د او د سوداګرۍ انجمنونو سره له نږدې کار کول پیل کړل. دا د خصوصي سیکتور سره انتظامي او نظارتي شریکان رایوځای کوي ترڅو د مالي جرم مخنیوی، پلټنې او محکومیت ښه کړي.
د مهارتونو او تخصص دا ترکیب موږ ته وړتیا راکوي چې د سیسټمونو او پروسو اغیزناکه کارول ډاډمن کړو. روزنه، ظرفیت جوړونه او خبرې اترې هم د PPPC د بنسټ ډبرې دي. دا د پام وړ پرمختګونو لامل شوی چې څنګه پلټونکي او څیړونکي مالي اطلاعات وکاروي.
دا د مالي اطلاعاتو په واحد کې زموږ اضافي پانګوونه منعکس کوي، د پلټنې اداره چې د شکمنو فعالیتونو په اړه ډیټا راټولوي او د اړوندو حکومتي ادارو سره یې تحلیلونه شریکوي.
دې یوازې د 2022 دوهمې نیمایی په جریان کې 30 نوي کارمندان اضافه کړي دي. تاکید د تطابق، بانکدارۍ، د قانون پلي کول او پلټنو برخو کې د اړونده شالید او تجربه لرونکي مسلکي افرادو ګومارنه باندې دی.
مخ پرودې روڼتیا هم یو مهم لومړیتوب دی. پدې د پوهیدلو لپاره چې متحده عربي اماراتو کې راجستر شرکتونه په نهایت کې د چا ملکیت دی، موږ د ملي اقتصاد راجستر جوړ کړی دی. دا راجستر په ټول متحده عربي اماراتو کې د معلوماتو شرایطو ته متحده کړنلاره وړاندې کوي او د ډیټا سم والی یې ښه کړی دی، چې له مخې یې موږ کولی شو د خطر ارزونې ښې کړو او شکمن فعالیتونه په نښه کړو.
د ګټور مالکیت طرحه شتون لري ځکه چې د یوې شتمنۍ مستقیم حقوقي مالک الزامآ هغه فرد نه وي څوک چې په واقعیت کې دا کنټرولوي او ګټه ورڅخه اخلي. راجستر دا ټول معلومات صلاحیت لرونکي ادارو ته په یوه مرکزي همغږي شوي ځای کې د لاسرسي وړ ګرځوي. دا د معلوماتو شریکولو پراخه هڅو او پلټنو سره مرسته کوي.
د منظمو جرمنو نړیوالو شبکو له یو بل سره اړیکې او تړاو، چې تر ډیره یې د ټیکنالوژۍ پرمختګ سره وده کړې، جدي اندیښنې وړاندې کوي. مګر موږ د اطلاعاتو ځواک، پرمختللی تحلیل، ټیکنالوژۍ، پلټنو او د عامه – شخصي مشارکتونو په مرسته ورسره بیرته مبارزه کوو. د 2022 په وروستیو کې، د متحده عربي اماراتو عامه شخصي مشارکت کمیټې د معلوماتو شریکولو په اړه خپل مشاورتي سند بشپړ کړ، چې نوي قوانینو کې به ورڅخه ګټه واخیستل شي.
موږ همدارنګه داسې ټیکنالوژي په کار اچوو چې وکولی شي د ډیټا راټولول، پروسس کول او تحلیل کول اسانه کړي، او په لاډیر مؤثریت سره او په واقعي وخت کې د خطرونو پیژندلو او په مدیریت کولو کې مرسته وکړي. موږ د ملي شرایطو په پام کې نیولو سره ډیری د آنلاین پروژې مدیریت وسایل او د راپور ورکولو پلیټفارمونه جوړ کړي دي.
چټک تادیات او لیږدونې، د لاډیرې دقیقې پیژندنې سیسټمونه، نظارت، د ریکارډ او مخینې ساتل او د صلاحیت لرونکي ادارو او انتظامي نهادونو ترمینځ د معلوماتو شريکول هم ګټې وړاندې کوي.
همدارنګه، مصنوعي ذهانت (د ماشین زده کړه، د طبیعي ژبې پروسس) کولی شي د خطرونو په ښه ډول پیژندلو او ځواب ورکولو، او د شکمن فعالیت ابلاغ او نظارت کې مرسته وکړي. په ساده ډول د مراجعه کونکو د غوره او ډیر تازه پروفایلونو سمون یعني د خطر لاډیرې دقیقې ارزونې او غوره پریکړو کول.
دا د نوښتي ټیکنالوژۍ پرمختګونه د دې خبرې ښه یادونه ده چې د نړۍ مالي جرمونه په چټکۍ سره بدلون کوي، او موږ به تل د ډیر څه کولو ته اړتیا ولرو. مګر موږ تر دې دمه شوي پرمختګ په واسطه تشویق شوي یو او ډاډ به ترلاسه کوو چې ټوله ټولنه زموږ په روانو هڅو کې دخیله واوسي.
متحده عربي اماراتو په 2022 کې د پیسو مینځلو او د تروریزم مالي تمویل سره مبارزې لپاره څو پرمختګونه کړي دي:
- د متحده عربي اماراتو مرکزي بانک د جواز لرونکي مالي نهادونو لپاره نوې لارښوونې صادرې کړي دي، بانکونو او پور ورکونکو ته یې یوه میاشت وخت ورکړی دی ترڅو د شکمنو بهرنيو او کورنيو لیږدونو د نظارت لپاره نوي مقررات رعایت او تطبیق کړي.
- دې هیواد د املاکو معامله کونکو او حقوقي شرکتونو لپاره نوي شرایط معرفي کړي دي چې د املاکو هغه معاملې او لیږدونې راپور کړي کومو کې چې ډیجیټل شتمنۍ دخیلې وي. مجرمو ډلو او د بندیز سره مخ حکومتونو په متحده عربي اماراتو کې د دا ډول شتمنیو کارولو لپاره هڅې کړي دي.
- د متحده عربي اماراتو د پیسو مینځلو او تروریزم مالي تمویل سره مبارزې اجرایوي دفتر د همکارۍ غزولو لپاره د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو دفتر سره تفاهملیک لاسلیک کړی دی.
Comments are closed.