د بریا لپاره همغږي کول
یونیپث د سعودي تورن جنرال فهد بن حماد السلمان، د دیریه د ګډو عملیاتو د مرکز رییس سره، د نظامي تمریناتو د ارزښت په اړه مرکه کړې
یونیپث کارکونکی
یونیپث: د خلیج د همکارۍ شورا د ملګرو هیوادونو څخه د همکارانو او د ستاسې ستراتیژیک ملګري د متحده ایالاتو سره د تمریناتو کولو اهمیت څه دی؟
تورن جنرال فهد: د خلیج همکارۍ په شورا کې زموږ همکارانو او د متحده ایالاتو ځواکونو سره ګډ تمرینات خورا مهم رول لوبوي ځکه چې د دې ډول تمریناتو د پام وړ موخې د GCC او د متحده ایالاتو ځواکونو ترمینځ د نظامي طرحو پیاوړي کول او معیاري کول دي. هدف د پلان او اجرا طرزالعملونو معیاري کول او د دې هیوادونو د نظامي ځواکونو ترمینځ د اړینې عملیاتي حساب ورکوونې او یووالي ترلاسه کولو لپاره د اړتیا وړ ګډ کار همغږي کولو لپاره د اصولو او بنسټونو رامینځته کول دي.
یونیپث: په شاهي سعودي عربستان کې د لومړي ځل لپاره د ایګل ریزولف (باز حل لارې) تمرین کوربه توب څه ډول و؟
تورن جنرال فهد: د ایګل ریزولف (باز حل لارې) 23 تمرین کوربه توب کول یوه بې ساري تجربه وه چې پدې کې ګډون کونکي هیوادونو د هوایی دفاع ځواکونو ترڅنګ د ځمکني، هوایی او سمندري ځواکونو روزنه کې د برخه اخیستلو لپاره بیلابیل ځواکونه راولیږل. دې ځواکونو خپل روزنیز ماموریتونه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې وکړل، همدارنګه په دهران کې د هوایی جګړې مرکز کې هم. دې تمرین د ښه پلان جوړونې او د شریکو طرحو معیاري توب له لارې د ګډو عملیاتو پرمخ وړلو او اجرا کولو کې د GCC او د متحده ایالاتو نظامي ځواکونو وړتیا وښودله.
یونیپث: د ایګل ریزولف (باز حل لارې) 23 څخه کوم درسونه ترلاسه شو؟
تورن جنرال فهد: د سعودي ځواکونو او د ګاونډي او د متحده ایالاتو ځواکونو ترمینځ د ګډ کار د دوام اهمیت. پدې کې په ګډو تمریناتو د معلوماتو عملیاتو باندې تمرکز کول، د ګډو ځواکونو لپاره د مهماتو ژوندۍ روزنه، د وروستۍ نظامي ټیکنالوژیو او روزنې په اړه د تجربې او پوهې شریکول، او د ګډون کونکو هیوادونو ترمینځ د ګډ او ټیم کار پایښت شامل دی.
یونیپث: د تمرین پلان کول او ترسره کولو څومره وخت ونیوه؟
تورن جنرال فهد: د دې تمرین پلان کولو او پلي کولو نږدې یو کال وخت ونیوه، او اته کنفرانسونه وشو، چې اوه یې په ریاض کې و او ترټولو اخرنی کنفرانس یې په ټمپا، فلوریډا کې و. پدې کې د طرحې جوړول او د وړاندیز شوي تمرین سایټونو ساحوي سروې ګانې، اصلي او د اخرني پلان جوړولو کنفراسونه، او د اکمالاتو پلان کولو کنفرانسونه شامل و. تمرین د ګډون کونکي ځواکونو لپاره د راتګ پلان پلي کولو او د څو برخو پوښونکي تعلیمي لیکچرونو سره پیل شو، پشمول د مجازي امنیت، د معلوماتو عملیات، او عملیاتي یووالی. لدې وروسته د تمرین عملیات د GCC او متحده ځواکونو په ګډون پیل شو چې پدې کې ځمکني، هوایی، سمندري او د توغندیو ځواکونه شامل و. تمرین د ګډون کونکي هیوادونو د لوړرتبه قوماندانانو لخوا د یوه سیمینار سره پای ته ورسیده.
یونیپث: تمرین څنګه خپل پلان کړي هدفونه ترلاسه کړل؟
تورن جنرال فهد: د ایګل ریزولف (باز حل لارې) 23 تمرین له لومړنیو هدفونو څخه یو یې د نظامي همکارۍ پیاوړي کول، د ګډون کونکي هیوادونو ترمینځ د توغندیو هوایی دفاع ډګر کې د مهارتونو تبادله، د پلان جوړولو او اجرا طرزالعملونو معیاري کول، او د اړین حساب ورکولو او یووالي ترلاسه کولو لپاره د ګډ کار همغږي کولو لپاره د اصولو او بنسټونو تاسیس و. د څښتن تعالی څخه په مننې، دا هدفونه د تمرین موافقت شوي پلانونو په تعقیب په بریالیتوب سره ترلاسه شو.
یونیپث: د ګډو ځواکونو د فعالیت په اړه ستاسې څه احساس و؟
تورن جنرال فهد: ګډون کونکو ځواکونو حتی د تمرین عملیاتو د پیل کیدو څخه مخکې د طرحو معیاري کولو لپاره ښه همغږي وکړه. دې ځواکونو د متحده ایالاتو له اړخ سره په ګډو تمریناتو کې د خپل مخکیني ګډون څخه ګټه پورته کړه، هغه که عرب خلیج کې ترسره شوي و یا هم په متحده ایالاتو کې. د ګډون کونکو هیوادونو ځواکونو د تمرین عملیاتو اجرا کولو پرمهال لوړ مسلکي توب او انعطاف نندارې ته وړاندې کړ، که د هوایی جګړې په مرکز کې یا همدارنګه د هیواد په نورو بیلابیلو برخو کې د ساحوي تمریناتو پرمهال. دا د تمرین په اوږدو کې د متخصصو ارزونکو لخوا راټول شوي د ارزونې راپورونو څخه له ورایه ښکاریدل و.
Comments are closed.