د بدکارانو تجهیزول
د هیوادونو ترمینځ مجرمین د ټیکنالوژۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستنې پولې له پامه غورځوي
د اردون تورن جنرال (متقاعد) عودا شودیفت
د ټولو نعمتونو سربیره چې دې انسانیت ته ورکړي، ټیکنالوژي دوه تیغه توره ده، چې ژوند ته زیان رسوي که چیرې پداسې لارو وکارول شي چې نور خلکو سره مرسته نه کوي.
بدکاره خلک کولی شي د شیطاني اهدافو او موخو لپاره ټیکنالوژي مهار کړي. د منحرف شویو، افراطیانو، د تریاکو قاچاقچیانو، د درغلۍ او غلا کونکو، او د تروریستي اعمالو ترسره کولو د اهدافو ترلاسه کولو لپاره په ټولو بڼو کې هرڅه مشروع و.
څومره جرمونو کې ډرونونه دخیل دي، څومره خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، څومره وینه بې ځایه توی شوې، انساني وقار ترپښو لاندې شوی او ملکیت تخریب شوی؟ د لیرې واټن تروریزم د لاسرسي وړ او د ترلاسه کیدو وړ دی، چې د هغه خلکو لخوا کارول کیږي څوک چې غواړي ناوړه کړنې وکړي، هیوادونه له مینځه ویسي او راوپرځوي. داسې ورځ راغلې چې ډرونونه کولی شي تریاک او چاودیدونکي توکي ولیږدوي، او موږ یې یوازې په سختۍ سره مخه نیسو او راګرځوو یې.
د دې هرڅه سربیره، د ټکنالوژۍ له پلوه ځینې پرمختللي هیوادونو د لاډیرې بدکارۍ، ناکراري خپرولو او د خلکو ژوند له مینځه وړلو لپاره د دې میتودونو وړتیا او فعالیت ته وده ورکولو کې مهارت ترلاسه کړی دی. دوی د هغه هیوادونو د اروګانو پام اړوي چې هغو ورته د دښمن په سترګه ګوري، د نورو د بدبختیو څخه خوند اخلي او د ډلو، ملیشه، او د هغوی د محافظت کونکو او توطیه جوړونکو له لارې وحشت او ظلم خپروي څوک چې په بیلابیل هیوادونو کې د نیابتي ډلو په واسطه د هغوی ناوړه جګړې پرمخ وړي. دوی هغه خلک سپانسر کوي چې تخریب او ورانی کري، تولیدوي، صادروي، سوداګري یې کوي او قاچاق کوي، او هغوی د خپلو ناوړه موخو او اهدافو ترلاسه کولو لپاره ټول وسایل لري.
که چیرې د بدنونو له مینځه وړل او د ژوند اخیستل کار ونکړي، هغوی د ذهنونو، چلند او د اخلاقو له مینځه وړلو هڅه کوي، د ټولنو او هیوادونو ذلالت لپاره هرډول پروپاګند کوي، شر او فساد په ټولو شکلونو او بڼو کې هڅوي چې د غولولو، کرکې او حسد په واسطه یې سونګ توکي برابریږي.
هغوی د لمسوونکو او پاروونکو شبکې کاري څوک چې ګنګوسې، دروغ، کذب، تهمتونه او فتواګانې خپروي چې د هغوی هیلو او غوښتنو سره سمون لري.
د دې خلکو لخوا کارول کیدونکي ډرونونه په هغه سیمو کې د تروریستي ډلو ته موجود او د لاسرسي وړ دي چیرې چې تروریزم خپور دی، او دا به د داخلي بیځایه شوي خلکو او داعش د کیمپونو ماشومانو په واسطه کارول کیږي، او د هغوی په واسطه چې د زندانونو څخه تښتیدلي او د هیوادونو او ملیشو او ډلو ټپلو په واسطه تلقین شوي او رزول شوي.
د دې کیمپونو ماشومان د ځینې بهرني غیرقانوني مهاجرینو سره یوځای په هیوادونو کې دننه او د ګاونډي هیوادونو پولو کې چاودنې ته چمتو د مهالني بم په توګه دي. دا مرکب داسې یوه وسله ده چې هیوادونه ورپسې ګرځي، چې د زهر او ترور خپرولو لپاره یې سپانسر او اړ کړي کوم چې د رنګ، مذهب او نسل ترمینځ هیڅ کوم توپیر نه کوي. د هغوی هدف دا دی چې ګډوډي حاکمه شي، ټولې هڅې منحرف شي، سرتیري ډیر بوخت شي، او د هیوادونو او پولو امنیت له مینځه ولاړ شي.
تروریستانو هیڅ میتود یا وسیله له پامه نده غورځولې، په ناوړه ډول یې کاروي او خپلو تخریبي پروژو لپاره ورڅخه کار اخلي. د ټیکنالوژۍ پایښت لرونکي پرمختګونو ډیری مثبت اړخونو سربیره چې عصري نړۍ یې ویني، ډیری منفي اړخونه هم لري، چې ترټولو مهم یې د داسې قوانینو له لارې د راپورته کیدونکې ټیکنالوژۍ تنظیم کولو کې د نړیوالې ټولنې لخوا ځنډ دی کوم چې وکولی شي د دې استعمال مدیریت کړي او هغوی ته سزا ورکړي چې د دې څخه ناوړه ګټه پورته کوي، هغه که افراد وي، ډلې وي یا هم هیوادونه.
تروریستانو د نړیوال مخنیوي د نه شتون – او د ځینې هیوادونو د ملاتړ ـ څخه ګټه پورته کړې ده – د داخلي او هیوادونو ترمینځ جرمونو کې د معلوماتی ټیکنالوژۍ څخه د ناوړه ګټه اخیستنې لپاره. هغوی د ټولنیزو رسنیو پلیټفارمونو، ګرځنده تلیفونونو، سټلایټ تلیفونونو، کمپیوټرونو او د شخصي مجازي شبکو له لارې د تروریستي ډلو لپاره د جلب او جذب او تمویل کمپاینونه په لاره اچولي.
هغوی په انټرنیټ برید کړی، عامه کمپیوټري سیسټمونه یې مختل کړي، او آنلاین سیسټماټیک شوکې او ویرول یې ترسره کړي دي. د دې بې کنټروله تروریزم مهارولو لپاره، نړیواله ټولنه باید د هغه حکومتونو یا شخصي نهادونو پروړاندې د کلکو قوانینو نافذولو په واسطه د سایبر یا مجازي جرمونو پای ته رسولو لپاره موافقت وکړي چې دا ډول جرمونو کې د هغوی دخالت، هڅوونه یا ورباندې سترګې پټول ثابت شي. د یوه مجرم پروړاندې د مجازاتو اقدام کولو کې پاتې راتلل په جرم کې د ملتیا کولو قانوني معادل کیدلی شي.
Comments are closed.