څانګېد سیمې هېوادونه د ایراني وسلو مخه نيول By Unipath On Mar 13, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د 2020 په فبروري میاشت کې په یوه یمني بېړۍ کې د پرمختللو ایراني وسلو کشف کول، د ایراني وسلو د قاچاق یوه بیلګه ده چې له کبله یې عربي ټاپووزمه کې تاوتریخوالي ته لمن وهل کیږي. د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د لارښود توغندیو جنګي بېړۍ یو اس اس نورمندي، په سره سمندرګي کې نوموړې بېړۍ ودروله او هغه وسلې یې ونیولې چې په یمن کې د حوثیانو د ملاتړ لپاره لېږدول کېدې. نوموړې غیر قانوني وسلې چې پکې د ټانک ضد 150 لارښود توغندي شامل وو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغه بندیز څخه سرغړاونه ګڼل کیږي، چي حوثي مشرانو او د دوی استازو ته د وسلو پر ورکولو لګول شوی دی. په نیول شویو وسلو کې له ځمکې هوا ویشتونکي توغندي، د شپې مهال بریدونو د ترسره کولو لپاره د حرارت ښوونې دوربینونه، او د بې پيلوټه الوتکو او بېړیو لپاره پرزه جات شامل وو. د ټانک ضد توغندي چې له بڼې یې برېښېده چې د روسیې کارنیټ توغندیو په شکل په ایران کې جوړ شوي. د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د ویاندویانو مشر، د سمندري ځواکونو تورن ولیم اوربن وویل، “حوثیانو د دغو ایراني ډوله سیستمونو په کارولو سره په عربي ټاپووزمه کې پر ملکي، سوداګریز او نظامي اهدافو باندې وژونکي بریدونه ترسره کوي”. دغه وسلې د هغو ایراني وسلو په شان نښه درلوده، چې په تیرو کلونو کې نیول شوي. همداشان، د متحده ایالاتو د سمندري ځواک جنګي بېړۍ یو ایس ایس فاریسټ شرمن د نومبر په 25 ، 2019 په یوه عربي بېرۍ کې د وسلو زېرمه/ډیپو کشف کړه. په نیول شوې ډیپو کې پرمختللي وسلې، لکه د ځمکني برید د کروز توغندیو پرزې، 13000 چاودیدونکي فشنګونو او قوي چاودیدونکي سروکي یا سرګلولو ګډون درلود. تورن اوربن وویل، چې د وسلو دا ډول غیرقانوني لیږد د ایراني وسلو د قاچاق تاریخي بڼې څرګندوی دی چې له کبله یې لږ تر لږه پنځو کلونو راهیسې په یمن او شاوخوا سیمه کې اور ته لمن وهل کیږي. هغه د 2019 په سپټمبر کې د سعودي عربستان پر آرامکو بټیو د بریدونو او د هغو مصري کب نیوونکو د مړینې یادونه وکړه کله چې د 2020 په فبرورۍ میاشت کې د دوی کښتۍ په سره سمندرګي کې د حوثيانو له یو ځای پر ځای شوي ماین سره ټکر شوه. تورن اربن د سمندري سرتیرو لخوا د وسلو د وروستۍ زیرمې د نیول کیدو په اړه وویل، “په دې کې هیڅ شک نشته چې دا وسلې له کوم ځای څخه راغلي او چیرته لېږدول کېدې.” په بحرین کې د متحده ایالاتو د جنګي بیړیو میشته 5مه ډله په عرب خلیج، عمان خلیج، عرب سمندرګي او عدن خلیج کې د سمندري امنیت لپاره د عملیاتو مسوولیت لري. د متحده ایالاتو د نورماندي په څیر کښتۍ د آزاد تګ راتګ د خوندي کولو، او د قاچاقبرانو، سمندري غلو او ترهګرو د مخنیوي او نیولو لپاره ګزمې ترسره کوي. د 2019 په نومبر کې د نړیوال سمندري پوځي تمرینونو پر مهال، د متحده ایالاتو نورمندي بیړۍ د پاکستان او عمان له سمندري سرتیرو سره د لیدنې، ختلو، لټون او ضبط تمرینونه ترسره کړل. دا هغه دوه هیوادونه دي چې په سیمه کې یې د څوملیتي سمندري ګډ ځواکونو لپاره کښتۍ چمتو کړي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.