د امریکا متحده ایالاتو – قطر مشارکت نوي لوړو ته رسیدلی
د امریکا متحده ایالاتو رسمآ قطر د ستر غیر ناټو متحد (ایم.این.این.ای) په توګه نومولی چې په دوه اړخیزو اړیکو کې د نږدې والي واضح نښه ده.
دمخه ژمنتیا په تړاو وینا پرمهال چې هغه د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره کړې وه، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوی بایډن د 2022 مارچ کې د ولسمشرۍ یو فرمان صادر کړ چې پکې د دواړه هیوادونو ترمینځ د مشارکت ارتقا اعلان شوه. د ایم.این.این.ای اعلام قطر ته ځانګړي سوداګریز او نظامي امتیازونه ورکوي.
د کویټ او بحرین د پل په تعقیب قطر اوس د عرب خلیج دریم هیواد دی چې د امریکا متحده ایالاتو ستر غیر ناټو متحد وګرځید. یوازې 16 نورو هیوادونو ته د امریکایی ولسمشرانو لخوا دا دریځ ورکړل شوی دی: آسټریلیا، مصر، اسرایل، جاپان، سهیلي کوریا، اردن، نیوزي لینډ، تایلینډ، کویټ، مراکش، پاکستان، بحرین، فلپین، ارجنټین، افغانستان او تونس.
که څه هم ایم.این.این.ای کې د دوه اړخیزې دفاع ماده ځای نلري لکه څنګه چې د ناټو غړي هیوادونو ترمینځ موجود ده، دا غوره شوي هیواد ته نظامي او مالي ګټې تضمین کوي چې نور هیوادونه یې نلري.
دا هیوادونه کولی شي د امریکا متحده ایالاتو نظامي تجهیزات وپیري، د دوه اړخیزو او ګډو نظامي تمریناتو کوربه توب وکړي، او دفاعي مهارت تبادله کړي. پدغه هیوادونو کې شخصي شرکتونه کولی شي د امریکا متحده ایالاتو د نظامي تجهیزاتو مراقت یا ترمیم قراردادونو لپاره داوطلبي وکړي.
د پینټاګون د مطبوعاتو مرستیال جان ایف کربي د قطر د ټاکل کیدو په اړه وویل، “دا د فرصتونو یوه بشپړه نوې لړۍ پرانیزي: تمرینونه، عملیات او، تاسې پوهیږئ، شاید، د … وړتیاو کسب کول هم.”
د العدید هوایی بیس کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د مخکښ مرکز کوربه توب کولو سربیره، قطر د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو ترمینځ د سولې خبرو اسانتیا هم برابر کړه. قطر بیا د امریکا متحده ایالاتو د وتلو وروسته د طالبانو لخوا د افغانستان کنټرول نیولو پرمهال د لسګونه زره افغانانو ایستلو کې مهم رول لوبولی دی.
سرچینې: الجزیره، نیویارک ټایمز، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت، سي.این.این
Comments are closed.