د اردن چلند د تروریزم په وړاندې مبارزه کې
د تروریزم او افراطیت پروړاندې د مبارزې لپاره د اردن د پوځي مرکز رییس پخپل هیواد کې د افراطیت پروړاندې د مبارزې څرنګوالی په ګوته کوي
یونیپث کارکونکی
ډګروال احمد بسام بنی امير د تروریزم او افراطیت پروړاندې د اردن د پوځي مرکز مشري کوي. دا مرکز په کال 2018 کې د جلالتماب پاچا عبدالله دوهم بن الحسین او د اردن دولت د لارښوونو په ځواب کې رامینځته شو. نوموړی مرکز د فلسفې لاندې عمل کوي چې د افراطیت ریښې ایډیالوژیک دي. نو په اوږد مهال کې د تروریزم او افراطیت پر وړاندې مبارزې کې له هغو ځواکونو سره چې تاوتریخوالي او ګډوډي ته تبلیغ کوي باید فکري او فرهنګي مبارزه وشي. ډګروال بنی امير د خپل مرکز هڅې تشریح کړې چې د کال 2020 په مارچ میاشت کې د افراطیت پر وړاندې مبارزې په هکله او په عمومي ډول په اردن کې د تروریزم ضد فلسفې په اړه څوملتي کنفرانس جوړ کړ.
یونیپث: موږ ته د عمان د هغه کنفرانس په اړه معلومات راکړه چې د تاوتریخوالي افراطیت سره د مبارزې په اړه وو، چې اردن یې د 2020 میلادي کال په مارچ میاشت کې کوربه وو.
ډګروال بنی امير: د تاوتریخوالی افراطیت پروړاندې د مبارزې دوهم کلنی کنفرانس د اردن د وسله والو ځواکونو/ عرب پوځ لخوا زموږ د امریکایي ملګرو په همکارۍ، د ترهګرۍ او افراطیت پروړاندې د اردن د پوځي مرکز تر نظارت لاندې د شاهي ملي دفاع د کالج له لارې ترسره شو. د کنفرانس ترټولو مهمې موخې د افراطیت او تروریزم سره د مبارزې لپاره د مدني ټولنې له بنسټونو سره د ګډې نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا وه، کوم چې د پولې په دواړو خواو کې پیښېږي او یوې ځانګړي ډلې، مذهب یا خلکو پورې اړه نلري. دوی کولی شي په هرځای کې برید ترسره کړي که مرستندوی عوامل او هڅونکي عناصر شتون ولري. د دغه دوه ورځني کنفرانس تر ټولو مهم موضوعات د فکري افراطیت او تروریستي ګواښونو او راپورته کیدونکې ننګونو په اړه و، لکه د پیښې اړوند ډیجیټل انټرنیټي دودونو، د دولت او ټولنې ترمینځ د شراکت رامینځته کول، او د دې پیښې سره د مبارزې لپاره غوره نړیوالې کړنې. پدې کنفرانس کې ګډون پراخ و او د 27 هیوادونو څخه شاوخوا 300 تنه پوځي، امنیتي او اکاډمیک شخصیتونو له اردن او بهر څخه برخه اخیستنه وه.
یونیپث: د افراطیت او تروریزم سره په مبارزه کې د اردن د وسله والو ځواکونو رول څه دی؟
ډګروال بنی امير: وسله وال ځواکونه د افراطیت او تروریزم سره په مبارزه کې د خپل فعال عکس العمل سره سم رول لوبوي. دا ستراتیژي په څو متمرکزو سیمو کې پلي کیږي. لومړی د پوځ د تمرکز سیمه پدې کې د پوځي ځواکونو لخوا کارول شوي اقدامات او غبرګونونه شامل دي، که دا د سلطنت په پولو کې د غیرقانوني ننوتلو څخه مخنیوی وي، د پوځي کمپونو او قطعو څخه ساتنه وي یا د تروریستي کړیو سره د مقابلې لپاره د پوځي عملیاتو ترسره کول وي. د دې تمرکز په محدوده کې عمومي اقدامات د ملګرو او متحدو هیوادونو سره همکارۍ او همغږي ده، د نړیوالو ایتلافانو جوړونه، د وسله والو ځواکونو د وړتیاو لوړول او دوی ته د تروریزم پر ضد د وسلو اکمال دي. دوهم تمرکز یې پر امنیت دی، چیرې چې په ټولو کچو کې د امنیت او پوځي ادارو ترمنځ د معلوماتو او همغږۍ تبادله شامله ده، همداراز د متحد او ملګرو هیوادونو سره، او د تروریستي فعالیتونو او افراطي ایډیالوژۍ پروړاندې ژور دفاعي امنیت دی. دریم تمرکز یې پر ایدیالوژي دی. د دې رول د افراطي ایډیالوژۍ څخه د وسله والو ځواکونو د غړو د محافظت په توګه واضیح کیدی شي، د شفقت کلتور ته وده ورکول او د تاوتریخوالي کلتور سره مبارزه. دا برخه د تعلیم او روزنې څخه جوړه ده چې د خبرو، زغم او د نورو منلو کلتور ته وده ورکوي. پدې کې مذهبي زدکړه او د اسلامي پیغام پراساس د زغم او د ریښتیني اسلامي ارزښتونو پوهاوی شامل دی. په ایډیولوژیکه مبارزه کې رسنۍ هم شاملې دي، کوم چې د پوهې، پوهاوي او خبرتیاوې خپرول پکې دي، نظرونه رامینځته کوي او د چاپ، غږ او تصویر له لارې معلومات خپروي. او د ترهګریزو سازمانونو د سایبري فضا د کارولو پر وړاندې باید ټیکنالوژي وکارول شي، ترڅو د هغو بریدونو مخنیوی وشي چې د معلوماتي سیسټمونو، کمپیوټرونو، پروګرامونو او معلوماتو پر وړاندې ترسره کیږي.
یونیپث: اردن د عراق او سوریې په څیر ځایونو د مهاجرو سره په مرسته کولو کې سخاوتمند دی. د مهاجرو مسله د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د هیواد وړتیا څنګه پیچلې کړې؟
ډګروال بنی امير: د اردن نرم ځواک ترټولو لویه ګټه ده، که سیاسي وي، ټولنیز یا هم کلتوري ځواک وي. د سوریې کړکیچ له پیل سره سم د پناه غوښتونکو څپې ثبت شوي، چې شمیر یې له 620000 څخه ډیر دی، او د اردن اټکلونه ښیې چې په هیواد کې د غیر راجسټر شوي خلکو شمیر 1.4 ملیون ته رسیدلی. د احصایې له مخې اردن په نړۍ کې د کډوالو ترټولو لوی کوربه دی. دې کار پاچایي له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو فشارونو له ډیروالي سره مخ کړي ده. ځینې بهرني ترهګریزې کړۍ د خلکو د دې څپو سره یوځای ننوتل، او افراطي پټ فعالیتونو زیات شول، چې پکې د ټولنیزو رسنیو له لارې د افراطي افکارو خپرول او هڅول شامل دي. اقتصادي فشارونه هم ډیر شوې، کوم چې پر زیربناو د زیات بوج سربیره د فقر او بیکارۍ لامل شوی دی. په هرصورت، د اردن د تروریزم ضد ځانګړي امینتي او اداري ټیمونه د دې ډلو سره د معاملې لپاره کافي تجربه لري. د اردن جغرافیي سیاسي تاریخ د دې سبب شوی چې هیواد له معاصرو ننګونو سره مخ شي، او د دې ننګونو سربیره اردن د بشردوستۍ یوه داسي نمونه وړاندې کوي چې تقلید یې مشکل دی، داسې یوه نمونه چې د ټولو عربانو اصلیت، د ورورولۍ اخلاص او د بشرپالنې ارزښتونه پکې شامل دي. دا د اردن د نرم ځواک او ویاړ یوه مهمه برخه ګرځیدلې، سره له دې چې د هیواد سرچینې شتون نه لري.
یونیپث: نور متحد هیوادونه او شریکان څنګه کولی شي د اردن سره د افراطیت او ترهګرۍ ضد مبارزو کې مرسته وکړي؟
ډګروال بنی امير: د افراطیت او تروریزم پدیده یوه نړیواله پیښه ده چې نړیوال او سیمه ییز هیوادونه باید دهغې پروړاندې قوي او متحد واوسي. ملتونه کولی شي پدې برخه کې د اردن سره مرسته وکړي، د یوې ګډې ستراتیژۍ په پلي کولو سره ترڅو هڅې همغږي او متحد شي، او د افراطیت او تروریزم سره په مبارزه کې هیواد سمې خواته هدایت کړي ترڅو د تروریزم او افراطیت سره په وخت او په فعاله توګه مبارزه وکړي. د غیر اسلامي هیوادونو لپاره د بهرنۍ ژبې سپوږمکيز تلویزیوني شبکې کولی شي د زغم لرونکې اسلام تصویر په ډاګه کړي، د عربو او مسلمانانو په وړاندې تبعیض کم کړي، او د مختلفو تمدنونو او کلتورونو ترمنځ د خبرو ملاتړ وکړي. متحدین کولی شي د اردن له مخنیونکي پالیسیو، تعلیمي او فکري مرکزونو او بنسټونو څخه ملاتړ وکړي چې د شفقت، زغم او اعتدال کلتور د پیاوړي کولو لپاره هڅه کوي. دوی کولی شي له اردن سره مرسته وکړي چې له غربت سره مبارزه کوي او د خلکو او کډوالو د ژوند شرایط ښه کوي او د روغتیا او تعلیم په برخو کې د خوندیتوب جالونه او ټولنیز خدمات پراخوي. د یادونې وړ ده چې د حکومت لخوا منظور شوي د تاوتریخوالي افراطیت سره د مبارزې او مخنیوی د ملې عمل پلان ګڼ شمیر برنامي او پروژې لري. علاقمند شریکان کولی شي د لومړي وزیر په دفتر کې د افراطیت ضد څانګې سره اړیکه ونیسي، چیرې چې پروژې او شراکتونه همغږي او پلي کیږي.
یونیپث: اردن څه ډول د افراطیت او تروریزم د مخنیوي په موخه په نړیواله مبارزه کې خپل رول لوبوي؟
ډګروال بنی امير: د خپلو شاهي ویناوو او پرله پسې حکومتونو ته د عالي مشورو له لارې، جلالتماب پاچا عبدالله دوهم بن الحسین د افراطي ایډیالوژۍ د څرنګوالي او د هغې سره د چلند د څرنګوالي په اړه هراړخیز لیدلورې وړاندې کړ. جلالتماب د افراطي سازمانونو سره د مبارزې لپاره عملي کړنلاره وړاندې کړه، چې د عدالت، زغم او اعتدال ارزښتونو ته په کتو او د ایډیالوژیکو بدیلونو په وړاندې کولو سره لومړی پر ایډیولوژیک اړخ باندې تمرکز لري. له پوځي او امنیتي اړخه پدې هڅو کې د تروریزم له ګواښ څخه د پولو ساتنه، د افراطیانو له نفوذ څخه مخنیوي، د اردن په خاوره کې افراطیانو ته د خوندي پټنځایونو نه ورکول، د داعش پر ضد په نړیوال ایتلاف او د تروریزم ضد اسلامي ایتلاف کې برخه اخیستل او په سوریه کې د غیر جنګي سیمو رامینځته کول شامل دي. سربیره پردې، موږ په دوامداره توګه د اردن په خاوره کې او د اردن څخه بهر د داعش عناصرو او د هغوی پورې تړلو ملګرو پسې ګرځو، او د تروریستي پلانونو څخه مخنیوی کوو. له فکري پلوه اردن باور لري چې له نظریاتو سره په وسلو جنګ نشي کیدای، نو اردن د فکري محافظت او افراطي ایډیالوژۍ د افشا کولو په برخه کې خورا ډیرې هڅې کړي دي. اصلي پیغام دا دی چې د زغم، تنوع او د نورو منلو فرهنګ خپور شي، پداسې حال کې چې اجازه نه ورکوو چې مذهب د ځواک او یووالي له ځای څخه د خلکو په مینځ کې د ویجاړتیا او ویش وسیلې ته واړول شي. ملي پلان یو عمومي چوکاټ وړاندې کړی چې د بیلابیلو دولتي ادارو لخوا باید پلی شي، ترڅو دقیق او واقعي پایلې ترلاسه کړي چې د افراطیت خپرول محدود کړي او د ټولنې په ساتنه کې مرسته وکړي.
یونیپث: د غربت او د تعلیم نشتون سربیره افراطیت سره څه شی مرسته کوي؟
ډګروال بنی امير: موږ باید د انفرادي او ډله ییز افراطیت ترمینځ، او د سلوک افراطیت (تروریزم) او ایډیالوژیک افراطیت ترمینځ توپیر وکړو. په عمومي ډول د سلوک افراطیت د یو بل سره د تړلو فکتورونو لکه د چاپیریال، فردي اروا پوهنې او د چلند له متقابل عمل څخه سرچینه اخلي. دا عوامل سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او ایدیولوژیک دي. هیڅ واحد پریکړه کونکی فکتور شتون نلري چې د تاوتریخوالی افراطیت تشریح کړي، عوامل متقابل او یو له بل سره تړلي دي او په بیلابیلو درجو کې دغه پدیدې ته وده ورکوي. څیړنې ښیې چې هغه اصلي عوامل چې له افراطیت سره مرسته کوي د بې عدالتۍ یا نسبي محرومیت احساس، د تړاو د کمزورۍ حس، او د مسؤلیت څخه د تیښتې سربیره یو ګواښل شوي احساس دي. څیړنو ښودلې چې د تاوتریخوالي افراطیت ډیری قضیې د احساساتي حالت څخه رامینځته کیږي نه د ایډیالوژۍ څخه. لوږه، بیکاري او شخصي عوامل (لکه یو متعصب شخصیت) رول لوبوي، مګر دا چې څومره رول لوبوي قطعي نه ده.
یونیپث: هیوادونه څنګه کولی شي د افراطیت او تروریزم په میدانونو د بدلیدو څخه مخنیوی وکړي؟
ډګروال بنی امير: ډیری فکتورونه شته چې کولی شي د افراطي افکارو د زرغونیدو لپاره یا د افراطي چلند څرګندیدو لپاره ښه چاپیریال رامینځته کړي. کله چې له دغه پدیدې سره مبارزه کیږي دوی باید په پام کې ونیول شي. دولتونه باید عدالت تامین کړي، د زورواکۍ، ظلم او واسطې له هرې نښې سره مبارزه وکړي، او ډاډ ترلاسه کړي چې ډلې او فرقې له پامه ونه غورځول شوي یا لرې شوي نه وي یا له فزیکي یا رواني پلوه جلا نه وي. هیوادونه باید د مساوي فرصتونو له لارې په ټولنه کې د ټولو ډلو او اشخاصو لپاره د تړاو احساس رامینځته کړي او د همکارۍ او ډله ایز عمل روحیه رامینځته کړي. موږ باید په سیاسي پریکړو کې برخه اخیستنه پراخه کړو او د مخالفینو رول پیاوړی کړو، د عمومي اجماع تر چوکاټ لاندې د ټولنې برخې سره متحدې کړو او په مجموعي هویت تمرکز وکړو. موږ کولی شو د رسنیو او د تعلیم رول پیاوړي کړو، په ځانګړي توګه چې دیني ماهیت ولري، د شفقت کلتور ته وده ورکړو او د تاوتریخوالي کلتور سره مبارزه وکړو. هیوادونه باید د جګړو له سیمو څخه د راستنیدونکو سره د معاملې لپاره لازمي اقدامات ترسره کړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د بندیانو ترمینځ د افراطي افکارو د خپراوي لپاره د سمون او بیارغونې مرکزونه ونه کارول شي. د خپلو کورنیو سره بیرته ستانه شوي افراطیان باید ټولنې سره بیا یوځای شي. ترهګریزو سازمانونو ته باید خوندي پټنځایونه او قلمرو ورنکړل شي او د رسنیو پلیټ فارمونو او ټولنیزو شبکو له ملاتړ څخه بې برخې پاتې شي. امنیتي او استخباراتي ادارې باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه همکارۍ ولري. په پای کې هیوادونه باید اوږدمهاله ستراتیژي غوره کړي چې د افراطیت د سرچینو په مخنیوي او وچولو باندې تمرکز وکړي.
Comments are closed.