دخیلول د ښځو او ماشومانو
پاکستان د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په لیکو کې ښځینه افسرانې زیاتوي
یونیپث کارکونکی
د 2020 کال په لومړیو کې، کله چې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت د ادیکیوو پر ښار د افریقايي لمر وړاندګې ولګېدې 15 پاکیستانیو ښځو ډېر عزت او درناوی وموند.
د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکي ماموریت د لومړني ښځینه ټیم د غړو په توګه، دغه افسرانې په یونیفورمونو کې راښکاره شوې او د ښځو خدماتو په وجه یې مډالونه واخیستل.
په دوی کې ډاکټرانې، نرسانې، انجنیرانې، روانپوهانې، وکیلانې او ښوونکې وې. ټولو یې د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ثبات ماموریت(MONUSCO) پر مخ یووړ.
د دوی ځانګړی تمرکز پر ښځو او ماشومانو و؛ دا هغه قربانیان دي چې په جګړه کې یې اړتیاوې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.
پاکستان له 1962 کال راهیسې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې ماموریت لوی همکار دی. خو تر وروستیو وختونو دوی داسې ټیم نه درلود چې ټول غړي یې ښځینه وي. دغه ټیمونه په ډېرو دودیزو ټولنو کې ښځو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي، سلا مشوره ورکوي، د تعلیم په برخه کې مرسته کوي او بېخ بنسټونه جوړوي.
تورن سایمه بیګ چې د کانګو په دیموکراټیک جمهوریت کې په دغه ماموریت کې ده، وايي چې څنګه دې او خویندو ته یې د ملګرو ملتونو لخوا خدمت کولو ته په غوره کېدو او د هغو لخوا په ستایل کېدو ویاړ ور په برخه شو.
نوموړې وویل:”دا د پاکستاني پوځ ښه والی ښیي چې خپل سرتېري یې له هر ډول چاپېریال سره د مخ کېدو لپاره روزي، چیرته چې دوی له هر ډول نابرابریو او متغیر وضعیت سره له کوم جنسیتي اختلاف پرته کار وکړي”.
نږدې 500 پاکستانیو ښځو د پاکستان له پولو بهر د سولې ساتنې په ماموریتونو کې خدمت کړی او د سوډان په دارفور غوندې ځایونو کې یې ویاړ او درناوی ترلاسه کړی. تقریباً په هر ځای کې دوی د پوځي روغتونونو او کلینیکونو د ډاکټرانو او نرسانو په توګه کار کړی دی. ښځینه ټیمونو د ښځینه ځواکونو رول پراخ کړ او هغه برخې یې هم وپوښلې چې د افریقا په پخوانیو جنګي زونونو کې د دوی خدمت ته پکې ډېره اړتیا وه.
د ملګرو ملتونو منشي، انتونیو ګوتریش په 2020 کال کې له دغه ماموریت څخه د لیدنې پر مهال پاکستان وستایه چې د ښځینه سوله ساتو ځواکونو په لرلو یې اتلولي کړې ده. نوموړي یو هدف اعلان کړ چې د سوله ساتو ځواکونو 15سلنه غړي باید ښځينه وي. په MONUSCO کې د پاکستاني ځواکونو لومړی ګډون په 2004 کې و، په 2019 کې د دوی د ښځینه ټيم را رسېدو دا باوري کړه چې کراچۍ د ملګرو ملتونو د جنیست د تنوع هدف شي.
ګوتریش د خپلې لیدنې پر مهال وویل: “د خلکو او ټولنې د باور تر لاسه کولو لپاره د سوله ساتو په منځ کې د ښځینه اردو او پولیسو شتون ډېر مهم دی.” “دوی داسې څه کولی شي چې موږ، نارینه یې نه شو کولی. دوی زموږ د سوله ساتو ماموریتونو د اغېزناک ترسره کېدو لپاره غوره شرایط برابروي او باور زیاتوي”.
یوه بله پاکستانۍ ډاکټره، تورن فریحه تنویر، چې په MONUSCO ماموریت کې کار کوي، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت د یوې ارواپوهې په توګه پخپلو الفاظو توصیفوي. د نوموړې ټيم د 2021 کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې د 1,900 پاکستاني سوله ساتو ځواکونو یوه برخه وه.
نوموړې هغه ښځې او ماشومان پیدا کول چې د جګړې، سختې بېوزلۍ او خوارځواکۍ د فشارونو له کبله له ناپېژندل شویو رواني ناروغیو ځورېدل. ډېری دغه ښځې د سرتېرو او لنډغرو ډلو د جنسي تاوتریخوالي قرباني وې.
تورن فریحې د پاکستان پوځي مجلې، هلال ته وویل: “په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت غوندې هېوادونو کې چې لسیزې جګړه یې لیدلې، ښځې باید ډېرې سختۍ تېرې کړي چې په سوداګرۍ، سیاست او اقتصاد کې ځای بیدا کړي”. “ښځې او ماشومان بې دفاع او اسانه هدفونه دي چې له اوږدې مودې راهیسې فزیکي قرباني شوي”.
تورن فریحې او ټيم یې نه یوازې دا چې له دوی روحي او رواني ملاتړ وکړ؛ پر خپلو پښو د درېدو لپاره یې دوی ته اساسي مهارتونه وښودل. د میندو او ماشومانو دمړینې د کچې کمولو لپاره پاکستاني ځواکونو د کانګو ښځو ته د تغذیې، روغتیا او لومړنیو مرستو په اړه ډېر څه وښودل. دوی ته انګلیسې ژبه، لاسي صنایع او د کمپیوټر اساسات وښودل شول.
نوموړې وویل: “د خوشالۍ ځای دی چې د کانګو خلکو او په ځانګړي ډول ښځینه وو ته یې خدمت کوو.” “د یوې ښځې په توګه، داسې احساس کوم چې د ملګرو ملتونو له سوله ساتو ځواکونو او پاکستاني پوځ سره به زما همکاري هیڅکله ختمه نه شي او هېڅکله به ستړې نه شم.”
پاکستان له ډېر وخت راهیسي د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو لوی همکار دی. له شپږو لیسو په زیاته موده کې د دغه هېواد ځواکونه په 46 مختلفو ماموریتونو 28 هېوادونو ته لېږل شوي. د 2021 کال د مارچ تر میاشتې، د پاکستان تر 4,700 زیات سوله ساتي ځواکونه له هیواده بهر په ماموریت دي.
په سوله ساتنې ماموریت کې د دوی بریا یوازې تر کانګو ډیموکراټيک جمهوریت نه محدودېږي. مثلاً، د ښځو په ګډون پاکستاني ځواکونه د سوډان په دارفور کې د افریقایي اتحایې-ملګرو ملتونو د عملیاتو پر مهال سوله ساتنې ماموریت کې، چېUNAMID ورته وایي، ډېره مرسته وکړه. دوی همداراز په مرکزي افریقا جمهوریت کې د ملګرو ملتو د ثبات په څو ملیتي ماموریت او MINUSCA کې هم خدمت کړی.
تورن اسماء ملک لومړنۍ ښځینه ډاکټره وه چې د پاکستان له ځمکنیو ځواکونو سره یې د جګړې په ډګر کې خدمت کړی؛ د مرمۍ ضد واسکټ پر ځان او هېلمېټ یې پر سر و او په دارفور کې یې له نورو ځواکونو سره کار کاوه.
تورن اسماء وایي: “زه یوه لومړنیو کسانو وم او دا ویاړ مې درلود چې د پوځ په دې سطحه د پوځ په روغتیایي برخه کې کار وکړم.” “له ځمکنیو ځواکونو سره کار په هر صورت یوه لویه تجربه وه”
د تورن اسماء واحد د داسې سوډانیانو لپاره سیار روغتیايي کلینیک و چې په ژوند کې یې ډاکټر نه و لیدلی. د پوځ ډاکټران او نرسان ډېر وخت په ورځ کې تر 3,000 زیات ناروغان ګوري. په دغو کې له عادي کوچنیو زخمونو نیولې د مار او لړم تر چیچلو او ان بېړنیو ژوند ګواښونو قضیو.
یوه ورځ یوه سوډانۍ مور په کوما حالت کې راوړل شوه، د ډاکټر اسماء د ښځو مهارتونو په وجه د هغې ناروغي، مغزي ملاریا تشخیص شوه او په دې توګه یې ژوند وژغورل شو. نوموړې دا کیسه هلال مجلې ته یو ځل بیا وکړه؛ چې د پاکستان په پوځ کې هغو ښځو ته یو الهام شي چې غواړي له سوله ساتي ماموریت سره یو ځای شي.
نوموړې وویل: “یو کال چې ما د سوډان په دارفور کې له ځمکنیو ځواکونو سره د روغتیايي کارکوونکې په توګه تېر کړی، زما د ژوند له ډېرو ښو کلونو څخه و”.
سرچینې هلال، ملګري ملتونو، د سهار لمر، دې فرانټیر پوسټ
Comments are closed.