خوندي کول ګاز په ختیځې مدیترانې کې
اسامه موباریز، د ختیځې مدیترانې ګاز فورم، عمومي منشي
پهتېرو څلورو کلونو کې، نړۍ د پرله پسې ننګونو او کړکیچونو شاهده ده، چې د کوویډ له ناروغۍ پیل کیږي او بیا تر د روسیې او اوکراین جګړې، د اقلیم بدلون، او همدارنګه د اسرائیل-حماس شخړې او یوې ډېره ویشل شوې او قطبي نړۍ ته رسیږي.
دا ټولې ننګونې لګیا دي ټوله نړۍ نیسي، چې نورمونه او هغه لارې بدلوي چې مونږ پرې سوداګرۍ کوو. انرژي د دې ټولو بحرانونو په سر کې ده، او مونږ د انرژۍ د خوندیتوب، د انرژۍ پایښت او د انرژۍ د وړتیا له “ټریلیما” (یو دسې درې ګونی حالت چې پریکړه کول ستونزمن کوي) سره مخ یو.
زه باور لرم چې د دې ننګونو سره د مخ کېدو کلید همکاري کول دي، چې یوه بېلګه یې هغه سازمان دی چې زه ورسره تړاو لرم، یعنې د ختیځې مدیترانې ګاز فورم (EMGF).
EMGF څلور کاله دمخه په ختیځې مدیترانې کې د ګازو د پام وړ زېرمو احتمال په نښه کولو لپاره رامنځته شوی. د دې زېرمو څخه ډیری زېرمې ناڅېړل شوې او غیر تولیدي پاتې دي. په قوي احتمال سره لا لویې زېرمې ناموندلې پاتې دي.
د EMGF تر شا مفکوره دا ده چې څنګه د دولتونو، صنعت او تمویل شریکان سره راټول کړي ترڅو د دې سرچینو د رامنځته کولو په ننګونو بریالی شي. EMGF اته غړي لري: قبرص، مصر، فرانسه، یونان، اسرائیل، ایټالیا، اردن او د فلسطین اداره. درې څارونکي اروپايي ټولنه، متحده ایالات او نړیوال بانک دي.
یو شی چې EMGF جلا کوي هغه دا دی چې دا یوازې حکومتونو پورې اړه نلري. مونږ هغه څه هم ساتو چې مونږ یې د ګازو د صنعت مشورتي کمېټه بولو، چې د ملي او څو مليتي نفتي شرکتونو، مالي موسسو او ټیکنالوژۍ شرکتونو څخه شاوخوا 38 غړي لري. د دې شریکانو په یوځای کولو سره، مونږ ګټورې همکارۍ ته وده ورکوو.
زمونږ اوږدمهاله ستراتیژي اووه ستراتیژیک اهداف لري، او مونږ په دریو اساسي ستنو کار کوو. یو یې سیمه ایز ادغام دی: مونږ څنګه کولای شو د ګازو د مختلفو ساحو او زېربناوو ترمنځ ګټوره همغږي رامنځته کړو او د سیمې اقتصادونه سره یوځای کړو؟ دوهمه ستنه د اقلیم پر بدلون تمرکز کوي. دریمه ستنه د خصوصي سکټور ښکیلولو سره EMGF ته د ټیټ کاربن، ټیټ لګښت ګاز عرضه کوونکي په توګه مقام ورکوي.
د سیمه ایز ادغام او د انرژۍ د امنیت په اړه، ختیځې مدیترانې وکولای شول چې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل وروسته اروپا ته د ګازو عرضه تر 30% زیاته کړي. د ختیځې مدیترانې ګاز سرچینې ښایي د عربي خلیج په پرتله محدودې وي، مګر د اروپا لپاره، او په ځانګړې توګه د سویلي او ختیځې اروپا لپاره، دوی د انرژۍ رسولو لپاره د تنوع د سرچینې استازیتوب کوي.
مونږ دا هڅه هم کوو چې د انرژۍ امنیت او د انرژۍ لېږد تر منځ توازن وساتو. دواړه ننګونې د پام وړ دي. په ټوله نړۍ کې د هوا شدید حالت د اقلیم ننګونې په ګوته کوي، مګر په ورته وخت کې، د انرژۍ امنیت هم مهم دی. د دې ډول امنیت پرته، ژوند او معیشتونه له ګواښ سره مخ دي. که څه هم ځینې خلک فکر کوي چې د انرژۍ امنیت لنډمهاله دی او د انرژۍ لېږد اوږدمهاله دی، دواړه لنډمهاله او اوږدمهاله مسلې دي.
په 2022 کې، مونږ د ختیځې مدیترانې د decarbonization (ډیکاربونایزیش یا د کاربن کمولو) نوښت پیل کړ. موخه دا ده چې په سیمه کې د ګاز صنعت څخه د کاربن ګاز اخراج کم کړي. مونږ وکولی شو دا په 2022 کې په مصر کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون کنفرانس په جریان کې پېل کړو.
په دې پلان کې د ګازو صنعت لپاره د اخراج بیس لاین ترتیبول او د اخراج کمولو هڅو سپړل شامل دي. مونږ په دې پروژو کې د پانګونې تشویقولو لپاره د ډیکاربونایزیش پروژې تشریح کړې او پالیسي او مقررات مو رامنځته کړل. مونږ د EMGF لپاره اصلي رولونه هم په ګوته کړل: د پالیسیو همغږي کول، د ټیکنالوژۍ سره راټولول، مالي ملاتړ او د کاربن دوه اړخیزه تصدیق.
زمونږ لومړنی تمرکز د پالیسیو او مقرراتو همغږي کول دي ترڅو ډیکاربونایزیش ته لا وده ورکړل شي او د سیمې لپاره د کاربن د شدت تصدیق کولو میکانیزم رامنځته کړي چې EMGF به یې تصویب او پلي کړي. مونږ دا په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د 2023 کال د اقلیم بدلون په کنفرانس کې وړاندې کړ.
که څه هم د همکارۍ په اړه خبرې کول ښایي یو څه ننګونکي وي، په ځانګړې توګه سیمه ایزو بحرانونو ته په کتو سره، مونږ باید د اوسنیو پیښو څخه هاخوا فکر وکړو. مونږ باید د لنډ مهال څخه هاخوا فکر وکړو او د اوږد مهال په اړه لا ډېر فکر وکړو، هغه څه چې مونږ یې د همکارۍ زیاتولو لپاره کولی شو، هغه څه چې مونږ یې د انرژۍ تنوع لپاره کولی شو.
مونږ باید دا په مسؤلیت سره ترسره کړو، څو د لږترلږه کاربن اخراج سره د ټیټ لګښت انرژي تولید کړو، پداسې حال کې چې نه یوازې د اقلیم ننګونې بلکې د انرژۍ امنیت هم په پام کې ونیسو.
اسامه مبارز، یو مصری، په 2021 کې په قاهره کې د ختیځې مدیترانې ګاز فورم د لومړي سرمنشي په توګه وټاکل شو.
Comments are closed.