حوثیان د یمن جګړې د پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو هڅې ردوي
یونیپث کارکونکی
د نړیوالې ټولنې برخلاف چې په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ښکیلو خواو څخه یې غوښتنه کړې، د ایران په ملاتړ حوثي ملیشو د کال 2021 په فبرورۍ میاشت کې په معارب او الجوف کې د یمن حکومت پر پوځي تاسیساتو باندې بریدونه پیل کړل.
حکومتي ځواکونو د حوثي ملیشو بریدونه په شا وتمبول چې په موقت ډول یې د یمن درې پوځي تاسیسات نیولي وو، او د حوثيانو نفوذي هڅې یې د سرواه ولسوالۍ ختیځ د الکدرې په کلي کې شنډې کړې، چې ګڼ شمیر وسله وال یې ووژل او اته نور یې ونیول.
د یمن دفاع وزارت وویل چې په مارب کې د حوثیانو لخوا د بالسټیک توغندي په برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. په یمن کې د قانوني واکمني د بیا پرځای کولو لپاره د سعودي په مشرۍ ایتلاف تایید کړه چې یوه بله بې پیلوټه الوتکه چې په سویلي عربستان کې یي ملکي ځایونه په نښه کول کشف او لمنځه یوړل شوه.
”لکه څنګه چې د متحده ایالاتو ولسمشر په یمن کې د جګړې پای ته رسولو لپاره ګامونه پورته کوي، سعودي عربستان د خبرو اترو له لارې د هوکړې تصدیق کړی، متحده ایالات د حوثيانو د پرله پسې حملو له امله ډیر خپه شوي،” د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې نید پرایس د کال 2021 په فبروري کې په یوه بیانه کې وویل.
د فبرورۍ بریدونه یوازې د حوثیانو لخوا وروستي ترسره شوي ظلمونه و. د کال 2020 په دسمبر میاشت کې څو دقیقې وروسته له دې چې یمن د نوي حکومت الوتکه د عدن په هوایی ډګر کې ښکته کړه، حوثیانو په هوایی ډګر د راکټونو برید وکړ چې 26 تنه پکې ووژل شول او 110 یې ټپیان کړل.
هیڅ دولتي چارواکي د هوایی ډګر په چاودنو کې زیان نه دی لیدلی، مګر خبریالانو چې پیښه تر پوښښ لاندې نیوله او هغه ښاریان وژل شوي چې د نوي ایتلافي حکومت څخه يي هرکلي کوو.
په یمن کې د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس د یمن د بهرنیو چارو له وزیر احمد عود بن مبارک سره په یوه تلیفوني اړیکه کې وویل چې د هوایي ډګر مرګونی برید “احتمالي جنګی جرم دی.” ګریفیتس د سولې په خبرو کې عالي مذاکره کوونکی دی، ترڅو د هیواد کورنۍ جګړې پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو لخوا د سولې خبرو اترو د هڅولو لپاره د سعودي په مشرۍ ایتلاف د کال 2020 په اپریل میاشت کې د یمن په جګړه کې د یو اړخیز اوربند اعلان او رعایت وکړ، مګر حوثیانو یې وړاندیز رد کړ.
امریکا او ملګري یې د ویجاړونکې جګړې چې له کال 2014 راهیسې په یمن کې روانه ده د پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو د هلوځلو ملاتړ کوي، چې شاوخوا 23000 کسانو په کې وژل شوي او 80% یمنیان په بشري مرستو ژوند کوي، چې په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري بحران بلل شوی دی.
سرچینې: al-Arabiya.net، بي بي سي، والستریت جورنال
Comments are closed.