تلپاتی امنیتي مشارکت
د ذاتي حل عملیات په عراق او سوریه کې د برلاسي کیدو لپاره د مشورې، مرستې او وړتیا ماموریت ته اوښتون کوي
د عراق د اردو جنرال عبدالامیر الشماري، پخوانی مرستيال قوماندان، د ګډو عملیاتو قومانده – عراق او د متحده الاتو اردو تورن جنرال جان برینن، پخوانی قوماندان، ګډ کاري ځواک – د ذاتي حل عملیات
د 2021 میلادي کال په دیسمبر کې د ګډ کاري ځواک – د ذاتي حل عملیات (سي.جی.ټي.ایف-او.آی.آر) په عراق او سوریه کې د هغې د ټاکلي شریکانو مشورې، مرستې او د داعش دوامداره ماتې ډاډمن کولو وړتیا رول ته اوښتی. موږ غواړو د دغه رولونو په اړه یو څه ډیر وضاحت وړاندې کړو چې عراقي ځواکونه او ائتلافي ځواکونه یې زموږ د داعش ضد مبارزې دوامداره ماموریت کې لوبوي.
د ذاتي حل عملیاتو نوې مرحلې مبارزه په عملیاتي کچه ملګرو ځواکونو ته مشوره ورکول، مرسته کول او تقویت کولو تمرکز باندې کوي او د عملیاتو طبیعي او پلان شوی پرمختګ دی. په دې مرحله کې تاکید د شریک ځواک پراختیا او عراقي امنیتي ځواکونو (ISF)، کرد امنیتي ځواکونو (KSF)، او په سوریه کې د تصدیق شوي شریکانو وړتیا او ظرفیت ته وده ورکول دي ترڅو د دوی وړتیا او اراده پوره کړي.
عراقي امنیتي ځواکونو خپل ظرفیت دې حد پورې لوړ کړی دی چې کولی شي په 2017 کې د داعش تروریستانو څخه آزادې شوي سیمو دفاع او ساتنه وکړي. دا هغه ځواک ندی چې په 2014 کې د داعش سره مخ شو. د عراق امنیتي ځواک غوره روزل شوی، غوره مشري یې کیږي او ښه مجهز دی، او دوی د مخ پرودې تروریزم سره مبارزې پیچلي عملیات پلان او اجرا کوي ترڅو د عراقیانو خوندي ساتلو کې مرسته وکړي.
د عراق امنیتي ځواک داعش ته ماتې ورکولو کې ستره فداکاري او ژمنتیا ښودلې پداسې حال کې چې ځايې او ملي حکومتولۍ امنیت یې تامین کړي، او ګډ کاري ځواک – د ذاتي حل عملیات د لارښود او لوړې کچې تخنیکي مرستې برابرولو ته دوام ورکوي. پر امنیت باندې د عراق ستر تمرکز څرګندونه د سوریه سره په 607 کیلومتر نړیوالې پولې لوی برخو په اوږدو کې د کلکو سنګرونو او خاورین موانع جوړول دي. د کانکریټي څارنیزو برجونو او د کیمرې څار په وراضافه کولو سره، دې پروژه چې ترډیره د عراق امنیتي ځواک انجنیرانو لخوا بشپړه شوې ــ د پولې یرغلونه کم کړي چې په عراق کې دننه یې د تاوتریخوالي پایله درلودلی شوه. علاوه لدې، د سوریه پولې ته د عراق د پولو ساتونکي قوماندې ګومارنې د اضافي دفاع یو خورا مهم پوړ وراضافه کړی دی.
له نطامي پلوه، داعش ماتې خوړلې او د دې وړتیا نلري چې خاوره ونیسي، مګر د هغوی ایدولوژي او تاکتیکونه لاهم یو ګواښ دی. مګر د هغوی ایدولوژي او تاکتیکونه لاهم یو ګواښ دی. تروریستان هڅه کوي په کوچنیو، خورا فعال سیار واحدونو کې د فعالیت کولو له لارې چې د زیان سره مخ عراقیان په نښه کوي خپل ضعفونه ځانته په ګټه واړوي. د نړیوال ائتلاف هیوادونه خپل نوي مشورتي، مرستې او تقویتي رول کې د داعش بیا راپیدا کیدو مخنیوي هڅو کې ونډه اخلي.
خپل مشورتي رول کې، د نړیوال ائتلاف ځواکونه داعش پر وړاندې عملیاتو پلان کولو او پرمخ وړلو کې په عملیاتي سطح د عراقي قواماندانانو ملاتړ کوي. ائتلاف د عراق حکومت ترڅنګ او بلنه په نږدې مشارکت کې فعالیت کوي ترڅو د داعش دوامداره ماتې ترلاسه شي شي او د دایمي امنیت همکارۍ کاري چوکاټ تاسیس شونی شي. دا مشارکت د کلونو ګډو بریالي عملیاتو څخه راپیدا شوي باور او اعتماد پربنسټ جوړ دی. د مشورتي ماموریت یو له ترټولو ښکاره مثالونو څخه په هغه عملیاتو کې دی چې په بغداد کې د ګډو عملیاتو عراق قوماندې لخوا ترسره شوی دی. د نظامي مشوري ګروپ (MAG) د بیلابیلو ائتلافي هیوادونو څخه مشاورین د عراق امنیتي ځواکونو سره په شخصي ډول څنګ په څنګ کار کوي، ترڅو د هغوی ظرفیتونه او عملیاتي لاسرسی وده کې مرسته وکړي. د مثال په توګه، ائتلاف د عراق سره د هغوی خپلې ضربتي خونې جوړولو کې د مرستې طریقه خپله کړې، ترڅو هغوی وکولی شي په خپلو الوتکو متحرک بریدونه وکړي، چې د هغوی خپلو استخباراتي معلوماتو او هدفي پرمختګونو له مخې تقویت کیږي.
د مرستې رول ملګري ځواکونو ته د نظامي سرچینو فزیکي لیږد ته راجع کیږي. تجهیزات، مهمات، وسلې او وسایط چې ائتلاف یې د شریکانو ته مرسته کوي د جګړو څخه اغیزمن شوي سیمو ته ثبات راوړلو کې مرسته کوي او د عراق امنیتي ځواک او د کی.ایس.ایف سره مرسته کوي ترڅو خپلو وړتیاو ته پرمختګ ورکړي، همدارنګه په سوریه کې د ملګري ځواکونو سره، د هغوی ظرفیتونو جوړولو ته دوام ورکوي. تر دې دمه، دې مرسته کې زرې وسایط، نظامي وسایط، امبولانسونه، د سونګ توکو لارۍ، مخابرې تجهیزات او د هوایی کنټرول سیسټمونه او همدارنګه د تودو وسلو او مهماتو بیلابیل ډولونه شامل دي – چې دا ټول د داعش دایمي ماتې ډاډمن کولو کې د عراق سره مرستې لپاره دي.
د ائتلاف تقویتي فعالیت عراقیانو ته د هغه ظرفیتونو وړاندې کولو باندې تمرکز لري چې هغوی یې شاید اوسمهال کې ونلري. ائتلاف دا وړتیاوې د عراقي حکومت په غوښتنه د ملګري ځواکونو واضح غوښتنې له مخې وړاندې کوي. یو عام ډول تقویتي مورد چې ائتلاف یې برابروي استخبارات، څار، او کشف (آی.ایس.آر) ائتلاف څخه ډولونو پلیټفارمونه دي چې د عراقي ځواکونو سره خپل پلان او اجرا کولو کې مرسته کوي او د ځواک محافظت وړاندې کوي. د عراق هوایی ځواک او د اردو هوایی چلند د داعش مهمو اهدافو له مینځلو لپاره ظرفیت او وسایل لري. د ائتلاف استخبارات، څار او کشف عراقي پیلوټانو ته د دقیق اطلاعاتو برابرولو په واسطه وړتیا ورکوي د تروریستانو سایټونه په نښه کړي او د داعش ورانکاري هڅې خنثی کړي. د ائتلاف د استخباراتو راټولول او شریکول، چې پدې کې بهر د داعش د ارتباط نظارت کول شامل دي، په عراق او سوریه کې د تروریساتو پټنځایونو، حرکتونو او د اکمالاتي لیکو رسوا کیدو کې مرسته کوي. د استخباراتو دا همغږي د عراق ځمکني او هوایی واحدونو لپاره د دښمن د پولو څخه تیریدو یا نورو غیرقانوني فعالیتونو هڅو تعقیبول او خنثی کول اسانه کوي.
ائتلاف په 2014 کې د مرستې لپاره غږ ځواب کړ کله چې داعش سیمه ورانه کړه، سلګونه زره مایل اراضي یې کنټرولوله او په خورا وحشت سره یې 8 میلیون بې ګناه ملکیان قرباني ګرځولي و. د عراق په بلنه، ائتلاف د داعش اراضي “خلافت” کمزوری، وران او په نهایت کې په 2017 کې له مینځه ویوړ. حتی که څه هم له نظامي پلوه هغوی مات شوي، هغوی سیمې ته د یه موجود ګواښ په توګه پاتې دي، او هغوی د خپلو لیکو بیرته ډکولو ښکاره هڅې کوي. د عراق جمهوریت په بلنه، ائتلاف د ملګري ځواکونو مشورې، مرستې او تقویت ته دوام ورکوي ترڅو ډاډ لاسته راشي چې داعش په عراق او سوریه کې د بیرته راپورته کیدو وړتیا نلري.
Comments are closed.