څانګېد سیمې هېوادونه ترکمنستان د ډلهییزې وژنې وسلو ګواښ مخنیوی کوي By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی د متحده ایالاتو یو پلاوی چې مشري یې د ډلهییزې وژنې د وسلو د کنټرول لپاره د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې پروګرام د مشر، ډیوید مونټ له لوري کیږي، د 2020 په لومړیو کې له ترکمنستان څخه لیدنه وکړه. د لیدنې هدف د اټومي، بیولوژیکي، کیمیاوي او رادیولوژیکي وسلو د خپریدو په مخنیوي کې همکاري وه. د متحده ایالاتو مرکزي قومانده په منځني ختیځ او مرکزي آسیا کې له خپلو ډیری امنیتي ملګرو سره د ډلهییزې وژنې د وسلو ضد نظري پوځي تمرین ترسره کړ. په دې کې د بیړنيو حالاتو پرسونل اړونده ټیمونو لخوا د کیمیاوي توکو کشف، لېرې کول او له منځه وړل شامل وو. د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې ناسته له څو وروستيو هڅو څخه یوه وه چې موخه یې د متحده ایالاتو او ترکمنستان تر منځ د اړیکو پراخول دي. د دوه اړخیزو ګټو په برخو کې د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هندوستان (ټاپي) د طبیعي ګازو پایپ لاین څخه ملاتړ دی. د سي 5+1 نړیوال کاري چوکاټ د یوې برخې په توګه، چې د متحده ایالاتو او د مرکزي آسیا پنځه هیوادونو ترمنځ له ګډو ننګونو سره د مبارزې لپاره د چارچوب په توګه کار کوي، ترکمنستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره خپل ملاتړ اعلان کړی. د ازبکستان په تاشکند کې د 2020 په فبروري میاشت کې د سي 5+1 د مشرانو په ناسته کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میریدوف او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د یو شمیر زیربنایی اصلاحاتو لکه ټاپي او د بریښنا د لیږد مزي په هکله موافقه وکړه چې د افغانستان له اقتصادي هوساینې سره به مرسته وکړي. سرچینې: ترکمن پورټال , ریتم یوریشا, Trend.az Facebook Twitter Share
Comments are closed.