ترکمنستان د مهاجرینو بحران ته رسیدنه کوي
په ترکمنستان کې مهاجرینو، کډوالو او داخلي بې ځایه شوي افرادو لپاره د بشري مرستې په اړه یو نړیوال سیمینار کې — په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو سره په ډیر تړاو — د 2022 مارچ کې د مرکزي آسیا څلورو هیوادونو ګډون وکړ.
په اروپا کې د امنیت او ګډو عملیاتو لپاره سازمان (او.ایس.سي.اي) د ترکمنستان پلازمینې عشق آباد ته د شاوخوا سیمې څخه لسګونه چارواکو ته بلنه ورکړه. په ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، او کرغیزستان کې د پولې ادارو څخه د ګډون کونکو سربیره، د او.ایس.سي.اي، د ملګرو ملتونو، غیردولتي سازمانونو، او په مرکزي آسیا کې د اروپا اتحادیی لخوا تمویل شوي د پولو مدیریت د مرستې پروګرام څخه هم ګډون کونکي راغلي و.
په عشق آباد کې د او.ایس.سي.اي مرکز مشر، جان مک ګریګر د سیمې په سطحه د مهاجرت هراړخیز مدیریت په اهمیت باندې تاکید وکړ.
”د او.ایس.سي.اي سیمې پشمول په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک د انساني یا چاپیریالي شاکونو په پایله کې، اکثر په غیر داوطلب ډول کډې کوي. د همدې لپاره د مهاجرت اغیزناکې پالیسۍ ترویج د ثبات او اقتصادي ودې لپاره د ستراتیژیک اهمیت درلودونکې ده،” مک ګریګر وویل.
د قزاقستان، کرغیزستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه چارواکو د مهاجرت مدیریت کې د خپلو هیوادونو غوره کړنې شریکې کړې. ګډون کونکو د مهاجرت مدیریت کولو کې د حکومتونو ترمینځ او د ادارو ترمینځ همکارۍ ته اشاره وکړه، هغوی یادونه وکړه چې د خلکو د پولو څخه تیریدو حرکت د 21مې پیړۍ تشخیصي بڼه ده او په راتلونکي کې به هم همداسې پاتې شي.
د ناروی حکومت لخوا سپانسر شوی دا سیمینار د “ترکمنستان کې د پولو سرویس ظرفیتونو پیاوړي کولو” په نوم یادیدونکي د او.ایس.سي.اي پروژې برخه و.
سرچینه: او.ایس.سي.اي
Comments are closed.