ترکمنستان د متحده ایالاتو ملي ګارد سره نظامي مشارکت بیرته پیلوي
ترکمنستان او متحده ایالات د دوه اړخیزو اړیکو ښه کولو ته چمتو دي، په ځانګړي توګه د پولو امنیت، تروریزم سره مبارزه او د جمعي تخریب وسلو د نه خپرېدو په برخو کې.
د 2022 سپتمبر په 28، د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادف د مونټانا ایالت لپاره مرستیال جنرال، د مونټانا ملي ګارد قوماندان او د مونټانا د نظامي چارو رییس تورن جنرال جان پي رونیک ته په عشق آباد کې هرکلی وکړ.
هغوی د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ، د متحده ایالاتو ملي ګارد دفتر او د ترکمنستان د دفاع وزارت ترمینځ د مشارکت پروګرام بیرته پیل کولو باندې وغږیدل. ترکمنستان مخکې د ایالتونو د مشارکت په پروګرام کې، چې د متحده ایالاتو قطعاتو سره په نورو هیوادونو کې ورته قطعې جوړه کوي، د نیواډا ملي ګارد سره مشارکت درلود.
د کلنۍ همکارۍ پروګرام په لړ کې، ترکمنستان او متحده ایالاتو په عشق آباد کې او د ترکمنستان څخه دباندې د امریکایی او ترکمن امنیت متخصصینو لپاره ډیری شمیرې برنامې او روزنې ترسره کړي.
وزیر مرادف او تورن جنرال رونیک د طبیعي ناورینونو، بیړنیو حالاتو او سایبر یا مجازي امنیت په څیر برخو کې د خپلو اړوندو هیوادونو نظامي څانګو ترمینځ همکارۍ باندې هم وغږیدل. د ناستې په پای کې، هغوی د دوه اړخیزه نظامي مشارکت لانور پیاوړي کولو لپاره خپل چمتو والی څرګند کړ.
د ترکمنستان سره امنیتي همکارۍ اهمیت د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ لپاره په خپل ځای دی. په 2020 کې، سینټکام په ترکمنستان کې د کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي، او هستوي وسلو سره د مبارزې اونیزه روزنه ترسره کړه. سرچینې: اتاوتن ترکمنستان، د مرکزي آسیا خبرونه
Comments are closed.