ترکمنستان د بهرنۍ پالیسي اهداف اعلانوي
ترکمن ولسمشر قربانعلي بیردي محمدف د 2021 سپتمبر په 21 د ملګرو ملتونو عمومي شورا ته د وینا پرمهال وویل چې هیواد یې سولې، امنیت او دیپلوماسۍ ته ژمن دی.
ولسمشر بیردي محمدف اعلان وکړ چې هیواد یې د 2021 دسمبر کې د “سولې او باور سیاست – د نړیوال امنیت، ثبات او پراختیا بنسټ” سرلیک لاندې په عشق آباد کې د یوه نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي.
ملګرو ملتونو ته خپله وینا کې هغه د “مرکزي آسیا – کاسپین سیمې” په نوم د سولې، باور او همکارۍ زون رامینځته کولو وړاندیز هم وکړ. هغه تاکید وکړ چې ترکمنستان په افغانستان کې د سولې، یوبل منلو او یووالي راوستلو کې د مرسته کولو سره لیوالتیا لري.
د خپلو خبرو په اخرنۍ برخه کې ولسمشر بیردي محمدف د پایښت لرونکي پراختیا اهدافو ترلاسه کولو په اړه دوامداره ډیالوګ لپاره د ترکمنستان چمتو والی تایید کړ، پشمول د آرال سمندرګي ته څیرمه د دښتې رامینځته کیدو اغیزو کمولو باندې دوامداره تمرکز کول. هغه په سیمه کې د شریکانو سره یوځای د آرال سمندرګي خانک لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي پروګرام رامینځته کولو لپاره خپل چمتو والی څرګند کړ. سرچینې: ترکمن پورټال، ملګري ملتونه
Comments are closed.