ترکمنستان د اروپايي اتحادیې همکاري خوندي کوي
ترکمنستان له اروپايي اتحادیې سره د امنیت، با ثباته پرمختګ او بشري مرستو په برخو کې پر همکارۍ تمرکز کړی. دا هڅې د په ډسمبر کې، کله چې عشق اباد د «د سولې او باور سیاست – د نړیوال امنیت، ثبات او پرمختګ بنسټ» کنفراسن کوربه توب وکړ، زیاتې شوې.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر، راشد میریدوف له فرصته ګټه واخیسته چې د مرکزي اسیا لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي او سفر، تېرهي هکالا سره ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي.
پر سیمهییزه وده تمرکز کوونکو دغو پروژو سربېره، د ترکمنستان او اروپايي ټولنې استازو د سایبري جرمونو پر وړاندې مبارزې لپاره پر هڅو او له کووېډ- 19 وروسته بیالوژیکي امنیت باندې بحث وکړ.
په دویمه لیدنه کې یې د ترکمنستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي، دیېګو روییز الونسو سره د چاپېریال ساتنې پر اندېښنو او د دغه هېواد د سودګارۍ اقلیم پر وده پر خبرو تمرکز وکړ. سفیر، الونسو ټینګار وکړ چې ترکنستان او اروپايي ټولنې په 1998 کې د ډيپلوماټیکو اړیکو له جوړېدو وروسته، دا اړیکې ډېرې پیاوړې کړې.
د دغو اړیکو داوج ټکی په 2019 کې و چې اروبايي ټولنې په ترکمنستان کې د خپلې استازولۍ په اړه هوکړه ومنله. ترکمنستان د اروپایي ټولنې لخوا تمویلېدونکو تر 20 زیاتو پروژو کې ګډون لري؛ دا پروژې د امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، د قانون حاکمیت، زدهکړې، د ښځو حقونو او پر ځوانانو د پانګوونې په برخه کې دي.
سرچينې: ترکمن پورټل، کسپین نیوز، ملګري ملتونه
Comments are closed.