ترهګري اقتباس شوي تکتیکونه کاروي
د ترهګرو ماتول په دې معنی دي چې د چریکي جنګیالیو پر وړاندې عملیات زده شي
د اسلامي پوځ د تروریزم ضد ایتلاف
د جګړو ډول په مختلفو دورو کې بېل و، اوسنی یې په 1600 شاوخوا کلونو کې د مسلکي اردو له جوړېدو راهیسې روان دی. په شلمه پېړۍ کې د معاصرې جګړې یو بېل ډول راپیدا شو: چریکي جګړه. چریکي جګړه کوونکي هغه وسله والې ډلې دي چې د منظمو پوځونو ادارې ګواښي، برید وکړي بیا ورک شي، تر څو د مخامخ جګړې مخه ونیسي او په دې توګه ځان بریالی ښیي
هیڅ د حیرانتیا ځای نه دی چې ترهګرو ډلو د چریکي جګړې ماډل خپل کړی. داعش، چې په سوریه او د عراق په یوه برخه کې یې د یوه “دولت” د جوړولو ادعا وکړه هغه وخت چریکي جګړې ته مخه کړه چې د نړیوال ایتلاف له لوري د دوی له مرکز، موصل ښار څخه په شا وتمول شول. په 2018 کال کې، داعش پر ملکي کسانو چاودنې کولې، ماینونه (IED) یې خښول او د خپلو مخالفینو د ترور هڅه یې کوله.
د ترهګرو او چریکي جګړې تر منځ ذاتي اړیکه – او امنیت، ثبات او سولې ته یې ګواښ- د 2021 کال په مارچ کې د سعودي عربستان په ریاض کې اسلامي پوځ د تروریزم ضد ایتلاف (IMCTC) د بحث اصلي موضوع وه. د کنفرانس کوربه IMCTC ته د سعودي استازی، ډګر جنرال یحیی محمد اسیري او IMCTC ته د عمان استازی ډګرمن زکي یحیی الرواحي وو.
تعریف
ډګرمن الرواحي تشریح کړه چې چریکي جګړه دې ته وايي چې نامنظم وسله وال له فرصت نه په ګټه اخیستنې پر خپلو دښمنانو برید وکړي او بیرته خوندي ځای ته وتښتي. په بل عبارت، داسې ډول بې قاعدې جګړې ته ویل کېږي چې د یوې ایډیالوژیکې تحریک شوې ډلې او یوه منظم او رسمي پوځ تر منځ کېږي.
په چریکیانو کې کوچني جګړه ایز واحدونه دي چې د رسمي او مروج پوځ په پرتله، چې دوی ورسره مخ کېږي، په کمو وسلو سمبال وي. په جګړه کې دغه نامنظم واحدونه له پخوا ټاکل شوي ځای باندې په احتیاط برید کوي چې دوښمن ته ډېره ضربه وارده کړي او ماته پکې ګډه کړي.
عمانې ډګروال د چریکي جګړې او هغو جګړو تر منځ توپیرونه روښانه کړل چې یو څه سره ورته دي؛ لکه کورنۍ جګړه، مشهور مقاومت، انقلاب، پاڅون او بغاوت.
کورنۍ جګړه معمولاً د دوو تقریباً مساوي قوت لرونکو ډلو تر منځ نښلي. مشهور مقاومت یو خپلسری او نامنظم پاڅون دی چې د یوې اشغال کوونکې اردو پر وړاندې درېږي؛ لکه 1950 کلونو کې د فرانسې د اشغال پر وړاندې د الجزایریانو غبرګون. انقلاب یوه لویه سیاسي پېښه ده چې ښایي د یوه دولت د نسکورېدو سبب شي. پاڅون او بغاوت د یوه هېواد د قوانینو په عکس العمل کې تهاجمي اعمال دي.
د ښاغلي اسیري په خبره؛ په چریکي جګړه کې څلور عناصر دي: لومړی عنصر سټراټېژیک دی – چریکیان له ایډیالوژيک او سیاسي هدف سره فعالیت کوي، مخامخ نظامي اقدام نه کوي، دننه او بهر ملاتړ پسې ګرځي او ګټور سیاسي ځای پر ځای کېدل غواړي.
دویم عنصر تکتیکي دی. د چریکیانو د خپلې خوښي کمین او برید. د دوی موخه فوري بریا نه، بلکې سرسخت مقاومت دی. دوی پر پټو تحرکاتو تکیه کوي، له عامو خلکو سره ګډ دي، خپل عملیات له موقتي بېسونو کوي، خوراکي توکي او مهمات پټوي. د خپلو بریالیو عملیاتو له غنیمتونو ځان تجهیزوي.
د دوی د ضعف ټکی له ملي پوځونو سره مخ کېدل دي، چریکیان غواړي د نویو ټېکنالوژیو په قبلولو سره دا جبران کړي. دا د چریکیانو د جګړې د ډول دریم عنصر دی. پر ټېکنالوژۍ تمرکز په معاصرو چریکیانو کې ښکاري؛ له ټلیفون، انټرنېټ او ډرون څخه کار اخلي.
څلورم عنصر یې سخت پلان دی. د دوی جنګیالۍ خپلې سټراټېژۍ، تکتیکونه او ټکنالوژي په خاصرو وختونو او خاصو ځایونو کې کاروي چې خپلو موخو ته ورسېږي.
نږدې اړیکې
د چریکیانو ځانګړتیاوې له نورو ترهګرو ډلو سره له مختلفو زاویو، لکه ایډیالوژي، معلومات، مالي او پوځي سازمان؛ سره ورته دي. ترهګر او چریکیان دا درک کوي چې انسانان منطقي، مستدل او ټولنیز دي او د هغو کسانو تر اغېز لاندې راځي چې شاوخوا یې دي. دوی د بانفوذه، هڅوونکي، او کریزماتیک رهبر اړتیا درک کوي چې خلک ورټول شي.
د ترهګرو ډلو–لکه چریکیان- د غړو شمېر اکثراً لومړی لږ وي او ورو ورو زیاتېږي. دوی په رسنیو کې د پروپاګڼډ خپرولو په واسطه په ځانګړو ډلو کې خپل فکر خپروي؛ د نویو پیروانو او سرتېرو د جذب لپاره داسې ویناوې کوي چې احساسات راپاروي، د نویو کسانو د جذب لپاره ځان په درواغو پیاوړی ښيي.
ترهګرو او چریکیانو دواړو ته مالي ملاتړ ډېر مهم دی. دا د دوی د کنټرول او ودې اساس جوړوي. د دې لپاره دوی له منظمو جنایتکارو ډلو سره اړیکې ټینګوي چې له نامشروع لارو پیسې لاسته راوړي؛ که څه هم د دواړو موخې او لوری بېل دی.
د داعش راپورته کېدو د چریکیانو دغه میتودونه واضح وښودل. ښاغلي اسیري وښوده چې څنګه د دغې ترهګرې ډلې پخواني رهبر، ابوبکر البغدادي څنګه په تحریف شوو دیني خبرو خپل پلویان ویښ کړل. د داعش ډلې ټولنیزې رسنۍ او ان ویډیو ګېمونه وکارول ترڅو خپل پیغام خلکو ورسوي. خپلې پیسې یې په عراق او سوریه کې د نفتو له قاچاق نه زیاتولې. کله یې چې ځواک ختم شو، د چریکیانو په پڼه جوړ شول، ماشومان یې د خپلو سرتېرو په توګه روزل او د دولتي سرتېرو وسلې یې نیولې.
د ناجریا بوکو حرام هم له مذهبي ویناوو څخه د ایډیالوژیک ملاتړ په توګه استفاده وکړه او ټولنیزې رسنۍ یې ناوړه وکارولې چې ځان مشهور کړي. د مالي ملاتړ لپاره یې سره زر، عاج او الماس پلورل؛ ماشومان یې خپل سرتېري جوړول او پر دولتي سرتېرو یې بریدونه کول چې تجهیزات یې ونیسي.
د القاعده په اړه هم همداسې درواخلئ. دوی د خپلو موخو لپاره له دین او ټولنیزو رسنیو ناوړه ګټه واخیسته؛ له هغو کسانو یې ګټه واخیسته چې چریکي جګړه یې په افغانستان کې زده کړې وه.
زده شوي درسونه
غونډه له ترهګرۍ سره له مبارزې څخه د زده شوو درسونو په تکرار را ټوله شوه. د هغو ترهګرو لپاره چې چریکي میتود لري؛ ښاغلي الرواحي منظمو ځواکونو او ملي پوځونو ته وړاندیز وکړ چې لاندې لارې خپلې کړي:
نوي او عصري تکتیکونو ته پرمختګ ورکول، په داسې جغرافیو کې مناسبه روزنه چې چریکیان جګړه پکې کوي؛ هغه که غر وي، که ځنګل، که دښته او که ښار
د هغو ترهګرو پر وړاندې د با تدبیره دفاعي او تهاجمي ګډو عملیاتو پلان چې چریکي میتود لري.
د پوځي او ملکي امنیتي ځواکونو تر منځ عملیات همغږي کړئ او د معلوماتو شریکول تشویق کړئ.
په دوستانه او د ورورګلوۍ په فضا کې د هېوادونو د باصلاحیته ادارو تر منځ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې د تجربو شریکولو ته وده ورکړئ
د امنیتي ځواکونو د روزنې پر مهال د دخیل کېدو قوانین جوړ کړئ چې له ترهګرو سره په مبارزه کې عملي شي
داسې رهبرانو ته وده ورکړئ چې په نامنظمه جګړه کې تخصص لري او له امنیتي او پوځي همکارانو سره ګډ کار وکړئ شي.
د IMCTC په ناسته کې ټینګار وشو، کومې ترهګرې ډلې چې چریکي میتود لري، پر شا روان دي – دوی غواړي نړیواله سوله او امنیت بې ثباته او هغه اساس کمزوری کړي چې اوسني دولتونه پرې ولاړ دي. دغو ډلو، چې له شریرو ایډیالوژیو تغذیه کېږي، داسې جګړه پیل کړې چې د نړۍ او ملګرو ملتونو په لاس به د دوی په مرګ ختمېږي.
Comments are closed.