تاجکستان د مصر سره اړیکې جوړوي
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف د دواړه هیوادونو ترمینځ د امنیتي اړیکو ښه کولو لپاره د 2022 مارچ کې د مصر ولسمشر عبدل الفتاح السیسي سره ولیدل.
دواړه ولسمشرانو تاکید وکړ چې د افغانستان او اوکراین په څیر ځایونو کې ناکراري د نړیوال تروریزم په څیر مصیبتونو سره مبارزه کې نږدې همکاري لازمي ګرځوي.
په قاهره کې د یوه ګډ خبري کنفرانس په لړ کې، السیسي اعلان وکړ چې هغه او رحمان موافق دي دوه اړخیزه همکاري ډیره کړي ترڅو دواړه هیوادونه د تروریزم، افراطي ایدولوژیو او منظم جرمونو له مینځه وړلو لپاره اطلاعات او تجربې سره شریکې کړی شي.
د مصر ولسمشر وویل، “موږ د اوبو لګولو پراختیا برخو او د اوبو سرچینو ستر استعمال، هایدرو پاور، کان کیندنې، کرنې، سیاحت، روغتیا او د درملو تولید په برخو کې د دواړه هیوادونو ترمینځ همکارۍ ښه کولو امکان ارزولو باندې هم موافقت کړی دی.”
په دوه اړخیزو خبرو کې په افغانستان او اوکراین کې د وروستیو بې ثباتیو او نا امنیو یادونه هم شامل وه. رحمان د مصر دودیز نهادونو لکه الاظهر پوهنتون د هغې د نصاب څخه د مذهبي افراطیت لیرې کولو لپاره ستاینه وکړه. مصر په الاظهر او نورو پوهنتونونو کې د تاجک زده کونکو روزنې ته دوام وړاندیز کړ.
دواړه هیوادونو څو تړونونه لاسلیک کړل، چې ډیری یې د کلتوري تبادلې په تړاو و. رحمان دا تړونونه د “دوه اړخیزو اړیکو جوړولو لپاره د اساس” په توګه وستایل.
Comments are closed.