تاجکستان ته د متحده ایالاتو سفیر امنیتي اړیکو باندې تاکید کوي
تاجکستان ته د متحده ایالاتو نوی سفیر منویل میکالر په 2023 اپریل کې په دوشنبه کې د دواړه هیوادونو ترمینځ سیمه ییزې امنیتي همکارۍ باندې تاکید کولو سره ځان معرفي کړ.
میکالر خپل اعتبارلیک تاجک ولسمشر امام علي رحمانوف ته د 2023 مارچ په 10 وړاندې کړ، او یوه میاشت وروسته یې یو خبري کنفرانس وکړ چې د تاجکستان – متحده ایالاتو مشارکت یې پکې شرح کړ.
هغه وویل، “د امنیت په ډګر کې د دواړه هیوادونو لپاره لومړیتوب د افراطیت او تروریزم پروړاندې مبارزه ده، او همدارنګه د تاجک – افغان پولې د امنیت ټینګښت”.
د تاجکستان لپاره یو لومړیتوب د افغانستان څخه قاچاق کیدونکي نشه ییزو توکو او وسلو مخه نیول دي. د مثال په توګه، د 2023 اپریل کې، مجرمین د تاجک سرتیرو سره په ډزو کې ښکیل شو پداسې حال کې چې د نشه ییزو توکو، وسلو او مهماتو د قاچاق هڅه یې کوله. ډزې بیرته د افغاستان شمال ختیځ بدخشان سیمې ته د قاچاق چیانو تیښتې سره پای ته ورسیدې.
تاجک چارواکو د افغانستان شاوخوا د سیمه ییز “امنیت کمربند” رامینځته کول هڅولي ترڅو تاجکستان او د مرکزي آسیا ګاونډیو ته د مجرمینو، تروریستانو او افراطي ډلو د ننوتلو مخنیوی وشي. تاجک – افغان پوله د 1,300 کیلومتر څخه ډیر اوږدوالی لري، چې د اراضي ډیری برخه غرنۍ او لیرې پرته ده.
د تاجکستان د پولو پیاوړي کولو اهمیت په تاییدولو سره، میکالر یادونه وکړه چې د متحده ایالاتو په تاجکستان کې د پولو 27 تاسیساتو جوړولو او بیارغونې لپاره د 25$ میلیونه ډالرو څخه ډیر مصرف کړی دی. پدې کار کې 13 مرزي پوستې، نهه د پولو د تالاشۍ پوستې، دوه د پولو ساتونکي ډلګیو ودانۍ او درې روزنیز مرکزونه رانغاړل شوي دي.
سفیر ډاډ څرګند کړ چې تاجک – امریکایی همکاري به تاجکانو ته ګټه ورسوي.
سرچینې: اویستا، په تاجسکتان کې د متحده ایالاتو سفارت، اوزودي
Comments are closed.