تاجکستان او ازبکستان: تروریزم ته ماتې ورکول یو شریک مسؤلیت
یونیپث کارکونکی
په مرکزي آسیا کې د سیمه ییز امنیت ښه کولو په پار، د تاجکستان پارلمان د هوای دفاع او نظامي استخباراتو په برخه کې د همکارۍ لپاره د ازبکستان سره تړونونه تصویب کړل.
دا تړونونه د 2021 جون کې د ازبک ولسمشر شوکت میرزایوف د تاجکستان څخه رسمي لیدنې پرمهال لاسلیک شوي و، مګر د تاجکستان لخوا په 2021 دسمبر کې نهایی تصویب شو.
د هوای دفاع په برخه کې، دواړه هیوادونو موافقت وکړ چې د هوایی چلند او هوایی دفاع په برخو کې غوره کړنې شریکې کړي، ګډه روزنه وکړي، په ناکرارۍ کې د یوه بل الوتکو سره ملتیا وکړي، او د هوایی ترافیک په اړه معلومات
تبادله کړي.
د استخباراتو شریکولو په لړ کې به ترډیره د شکمن تروریستي او مذهبي افراطي ډلو په اړه معلومات تبادله کیږي. په معلوماتو کې د تروریستانو سپانسران او ملتیا کونکي او همدارنګه وسلې، روزنیز کمپونه او تروریستي مرکزونه شامل دي.
تاجکستان او ازبکستان پدې هم موافقت وکړ چې یوبل ته به د تروریستي ګواښونو ډیریدو په اړه هم خبرداری ورکوي، پشمول د دواړه هیوادونو د ارضي تمامیت او یووالي پر وړاندې ګواښونو. د همکارۍ ډیروالي په موخه پدې تړون کې د محاربوي او استخباراتي واحدونو لپاره د ګډو نظامي تمرینونو په لاره اچول هم شامل دي.
په دریم تړوم کې د هوایی فضا او هوایی ډګرونو شریکولو باندې تمرکز شوی دی، چې د ناکراریو او په بیړنیو حالاتو کې د یوه هیواد فضایی حد څخه بل هیواد فضایی حد ته د الوتکې کارمندانو اوښتو لپاره میکانیزم وړاندې کوي. دا تړون د پنځه کلونو لپاره اعتبار لري.
تاجکستان او ازبکستان په 2016 کې د ولسمشر میرزایوف د دورې له پیل راهیسې دیپلوماتیک او امنیتي اړیکې ښې کړي دي.
Comments are closed.