Uncategorized @Pasڅانګې تاجکانو په مینځني آسیا کې د تروریزم د ګواښ په هکله نړۍ ته خبرداری ورکړ By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د 2019 په مې کې تاجکستان د تروریزم پر ضد د یو نړیوال کنفرانس کوربه و، او خبرداري یې ورکړ چې د تاوتریخجنو افراطیانو د مخنیوی لپاره همکاري ته اړتیا شته چې غواړي د مینځني اسیا حکومتونه نسکور کړي. دغه کنفرانس کې، چې عنوان یې “د تروریزم او د مخدره توکو قاچاق او منظمو جرمونو له لارې د هغوی د تمویل سرچینو پر وړاندې نړیواله او سیمه ییزه همکاري” وو، د 50 هیوادونو او 25 نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو. تاجکستان د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، او د اروپا د امنیت او همکاري سازمان سره یوځای د دغه کنفرانس په تنظیمولو کې مرسته وکړه. په دغه کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزیرانو، د امنیتي ادارو رییسانو، د ملکي سازمانونو استازو او دیپلوماتانو ګډون درلود. د بحث یوه غټه موضوع دا وه چې هیوادونه څنګه کولای شي د تروریستي ګروپونو د تمویل لپاره د پیسو لیږد بند کړي. د کنفرانس ګډون کونکي د داعش جنګیاليو د زرګونو کورنیو او ماشومانو د بیرته ستنیدو او یوځای کیدو پر موضوع باندې هم وغږیدل، چې د سوریې په شمال کې نیول شوي وو. تاجکستان د تروریزم د پخوانيو پلویانو پر وړاندې چې په بهرنیو پوځي عملیاتو کې یې له ګډون څخه ډډه کړې، نرم چلند کوي. موخه دا ده، چې پښیمانه تندلارې بیرته ملکي ژوند ته راوګرځي. د اروپایي ټولنې استازو د هغو پروګرامونو له ملاتړ سره خپله لېوالتیا وښوده تر څو د تاجکستان په ګډون هغو هیوادونو سره مرسته وکړي چې له ګڼ شمیر بیرته ستنیدونکو بهرنيو جنګیاليو او د هغوی له کورنیو سره لاس او ګریوان دي. مارسل پسکو، په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان د شخړې د مخنیوي مرکز رییس خبرداری ورکړ، چې نړیوال ټولنه نشي کولی له افغانستان سره د تاجکستان اوږده ګډه پوله له پامه وغورځوي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.