بریټانیا د لبنان وسله وال ځواکونه تقویه کوي
یونیپث کارکونکی
د لبنان وسله وال ځواکونو (LAF) په خپلو دفاعي وسایطو کې د بریتانیا جوړ شوي 100 زغره لرونکي موټري شامل کړي، هغه تجهیزات چې د سوریې سره په پولو کې د ساتونکو عسکرو ظرفیت به لوړ کړي.
د لینډ راور RWMIK په نامه یادیږي، دغه زغره وال موټر د درې نفرو عملې لپاره ځای لري، او ماشینګن یا لاسي بم لانچر سره تجهیز شوی. نوموړي وسایط د مانور، انداخت، د انداخت حمایوي ماموریتونو او د کشف او کاروان د ملاتړ لپاره کارول کیږي.
د لبنان وسله وال ځواکونه په پام کې لري چې نوموړي وسایط د هغه ترهګرو، قاچاقبرانو او نورو مجرمینو تعقیب لپاره وکاروي چې په منظم ډول د پولې څخه د تیریدو هڅه کوي.
مارتین لانګډن، د سوریې لپاره د بریټانیا پخوانی خانګړی استازی وویل “دا زموږ د دوو هیوادونو د وسله والو ځواکونو تر مینځ د ملګرتیا او همکارۍ عالي عملي مثال دی، او د بریټانیا رښتیني ژمنه د قوي او مستحکم لبنان سره ده.”
په سلهاو لارۍ د دولت لخوا مرسته شوي توکي لکه غنم، اوړه او ډیزل سوریې ته قاچاق کوي. دغه ناقانونه تجارت په کال 2011 کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې لا زور اخیستی.
د ناټو پوځیان په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو، انګلستان او کاناډا د لبنان د د وسلوالو ځواکونو تر څنګ د هغوی د ځمکنیو پولو د امنیت د ټینګښت لپاره ولاړ دي.
په وروستي کلونو کې بریټانیا د لبنان د څلور سرحدي کنډکونو په لیږلو کې مرسته کړي، د 75 څخه زیاتي د څار پوستې يي جوړي کړي، د 350 نقلیه وسایطو مرسته يي کړي او له 11000 څخه ډیر سرتیرو ته یي روزنه ورکړي.
متحده ایالاتو د الوتکو، بې پیلوټه الوتکو، زغره والو موټرو او روزني په شمول په سلهاو ملیونونه ډالر په مستقیم او غیر مستقیم ډول پوځي مرستې کړي.
د کاناډا د پوځي روزنې او همکارۍ پروګرام د غیر وژونکي تجهیزاتو او وسایطو کمک کوي، ترڅو لبنان سره مرسته وکړي چې د خپلې پولې څخه په اغیزمنه توګه دفاع وکړي.
سرچینې: alarabya.net ،Aljazeera.net، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت
Comments are closed.