بحرین د متحده ایالاتو سره پر امنیتی ملګرتیا بیا ټینګار وکړ
یونیپث کارکونکی
په عربي خلیج کې د امنیت د ودې لپاره د بحرین دفاعي ځواک د کال 2021 په جنوري میاشت کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له مرکزي قوماندې سره درې ورځنی پوځي تمرینات ترسره کړل.
د اور سوک په تمرین کې د ځمکې، سمندر او هوا په ګډون ګډه جنګي روزنه شامله وه. تاکتیکي نندارې په سیمه کې د ناوړه لوبغاړو د مخنیوي لپاره ډیزاین شوې وي، که څه هم د کوم دولتي یا غیر دولتي ملاتړ لري.
د بحرین د دفاعي ځواک ویاند وویل “د اور سوک تمرین د تجربو د تبادلې او د برخه اخیستونکو وړتیاو د لوړولو په چوکاټ کې مینځ ته راغلي”.
د اور سوک تمرین د پای ته رسیدو یوه اونۍ وروسته، کله چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان جنرال کِنِت مَکِنزی دغه هیواد ته سفر وکړ، متحده ایالاتو له بحرین سره پر خپلو امنیتې اړیکو یوځل بیا ټینګار وکړ.
جلالتماب ولیعهد شهزاده سلمان بن حمد آل خلیفه په ګودیبیه مانۍ کې د جنرال کِنِت مَکِنزی څخه هرکلی وکړ، او فیلډ مارشل خلیفه بن احمد ال خلیفه د بحرین د دفاعي ځواکونو په مرکزي دفتر کې د جنرال کوربتوب یې وکړ.
د بحرین ولیعهد د خپل هیواد او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ، هغه ملګرتیا چې مثال یې په منامه کې د متحده ایالاتو د سمندري پنځم کنډک د مرکز شتون دی.
د متحده ایالاتو سمندري ځواک او ملګرو یې د قاچاقبرانو په نیولو، د سمندري غلاو په مخنیوی، د انرژي تاسیساتو څخه په دفاع او د هرمز تنګۍ په څیر د ستراتیژیکو اوبو په ساتلو سره سمندري امنیت ښه کړی دی. ټانکرونه چې د نړۍ د تیلو او ګازو لوی سلنه لیږدوي له دغه تنګۍ څخه تیریږي.
Comments are closed.