بحرین د امریکا له سمندري ځواک سره همکاري زیاتوي
یونیپث کارکونکی
د بحرین دفاعي ځواک ( BDF ) او همکار یې، د متحده ایالاتو د سمندری ځواکونو مرکزی قوماندې،
د2021 کال په اپریل کېد نیون مدافع21 تمرینونو کې شکمنو بیړیو او خوندی شویو بندرونو د دفاع لپاره ماینونه پاک کړل.
په ددغو څلور ورځینیو دوه اړخیزو تمرینونو کې داسې صحنې جوړې شوې وې چې په هغې کې بحریني او امریکایي سمندري سرتیري وکولی شي د پوځی جګړې پر مهال د ګډ کار وړتیا وازمویي. د نورو نمایشونو سربېره، په 2021 کال تمرینونو کې د لومړی ځل لپاره بحریني او امریکایي پیلوټان وو چې سمندري هدفونه یې له هوا څخه په نښه کړل.
د متحده ایالاتو د سمندري ځواک کپټان، کارل هایووډ، چې په تمرین کې یې د ځواک قومانده پر غاړه وه، وویل: “د سږ کال تمرینونه د نیون مدافع د تمرینونو په لړۍ کې چې موږ یې منظم له بحرین سره ترسره کوو، تر ټولو لوی وو. … دا زموږ د ګډ ځواک یوه عالي بېلګه ده چې په دوامداره توګه د سمندري امنیت په شته وړتیاوو باندې جوړېږي.”
نیون مدافع 21 د بحرین شاهي سمندري ځواک ته اجازه ورکوله چې د 2021 کال د مارچ په 25مه د طوفان د سحر له تمرین څخه زده کړه دلته تمرین کړي چې په هغې کې د BDF څو واحدونو برخه اخستې وه.
بحرین، چیرته چې د متحده ایالاتو د پینځم ناوګان کنډک مرکز دی، له امریکا سره ټینګې پوځي اړیکې ساتي او یو مهم سیمه ایز شریک دی.
د امریکا د سمندري ځواک د دغه کنډک د عملیاتو سیمه 2.5 میلیونه مایل مربع اوبه دي چې عربي خلیج، د عمان خلیجو سره بحیره او د هند بحر یوه برخه پکې شاملېږي.
سرچينې: البیان، الایام، د متحده ایالاتو سمندري ځواک
Comments are closed.