بحریني ځوانان امنیتي روزنه ترلاسه کوي
یونیپث کارکونکی
60 تنه ځوان بحریني سړي او ښځې د ملي امنیت د ودې لپاره په جوړ شوي دوه اوونیز روزنیز پروګرام کې برخه واخیسته.
په هغه روزنه کې چې د 2020 په سپتمبر او اکتوبر کې د بحرین د سویلي ولایت لخوا تنظیم شوی، لکچر ورکوونکي/ښوونکي له څو امنیتي ادارو څخه راغلي وو. په دغو ادارو کې د پولیس شاهي اکاډمۍ، له اداري فساد سره د مبارزې عمومي اداره، د اقتصادي او سایبري امنیت اداره، او د جنایي تحقیقاتو او عدلي ساینس ادارې ګډون درلود.
دغه پروګرام په حقیقت کې د کوږیډ- 19 ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره په مجازي ډول ترسره شو، چې د ځوانانو ترمنځ د امنیت او خوندیتوب مسایلو په اړه یې د پوهاوي کچه لوړه کړه. برخه اخیستونکي له 15 څخه تر 25 پورې عمر درلود، او % 60 یې ښځې وې.
حکومت د والي په ملاتړ د روزنې په پای کې حضوري مراسم تنظیم کړل. شیخ خلیفه بن علي بن خلیفه الخلیفه او د ټولنیزو پروګرامونو او ټولنیزو چارو رییس محمد حسن الفو.
برخه اخیستونکو د بحرین په سویلي ولایت کې د اړونده امنیتي ننګونو د حل لپاره پدې پروګرام کې د ګډون له فرصت څخه مننه او قدرداني وکړه.
سویلي ولایت د هیواد د څلورو ولایتونو تر ټولو لویې جغرافیایي سیمه لري، خو د نفوس له پلوه تر ټولو کوچنۍ سیمې دي چې یوازې 110000 اوسیدونکي لري. د بحرین حکومت د ایران په ملاتړ د افراطي ډلو د کنټرول لپاره مبارزه کړې چې موخه یې په عربي خلیج کې د دې کوچنۍ ټاپو بې ثباته کول دي. سرچينې: الوطن، د بحرین د کورنیو چارو وزارت
Comments are closed.