بریدمل ډګروال ډګرمن کوینټن مک کارټ،
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ/دریم پوځ د استخباراتي ملاتړ د برخې د مشر مرستیال
د 2020 کال د ځمکنیو ځواکونو د استخباراتي کنفرانس (VLFIC)د لا بریا په موخه، د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندې(USARCENT) په انلاین بڼه د خپلې دایمي همکارۍ ژمنه وکړه.
کووېډ- 19 وبا د دې اړتیا رامنځته کړه چې د VLFIC لومړۍ دوره د 2020 کال په اکتوبر کې ونیول شي، د لومړۍ دورې بریا د دې سبب شوه چې ګډون کوونکي یې شپږ میاشتې وروسته تکرار ته اړ شي.
د 2021 کال د مارچ میاشتې په کنفرانس کې د اسټرالیا، بحرین، کاناډا، مصر، فرانسې، اردون، کویټ، لبنان، سعودي، متحده عربي اماراتو، انګلستان، متحده ایالاتو او یمن هېوادونو سیمه ایز استخباراتي متخصصان شامل وو.
د دغه کنفرانس موضوع “وروستي ګواښونه چې په سیمه کې پر ځمکنیو ځواکونو اغېز ښندي” وه. د 2021 کال کنفرانس کې پر ګڼو نورو موضوعاتو بحث وشو او هر هېواد ته اضافي وخت ورکړل شو چې خپل نظرونه شریک کړي.
دا چې کنفرانس اوږد او اجېنډا یې پراخه وه، له همکارو هېوادونو څخه د ګډون کوونکو شمېر دوه برابره شو. له 42 استخباراتي سازمانونو څخه څه باندې 120 کسانو ګډون پکې کړی و. مفصله اجېنډا د دې سبب شوه چې د ګډونوالو پام ځان ته واړوي او د سیمه ایزو ګواښونو پر مشترکاتو بحث وکړي.
په دغه کنفرانس کې د غیر انساني (چې انسان یې نه کنټرولوي) هوایي سیستمونو، چاپېریال د ککړتیا ستونزو او افراطي سازمانونو په ګډون ګواښونه مشخص شول او دا به د VLFIC د راتلونکو کنفرانسونو د بحث موضوعات وي. په راتلونکي کنفرانس کې به د دښمن لخوا د غیر انساني هوايي سیستمونو پر کارولو ډېر تمرکز وشي.
د 2021 کال د مارچ مایشتې کنفرانس د ګڼو عملیاتي او استخباراتي متخصصانو پام ځان ته واړاوه. اسټرالیایي تورن جنرال، کرېس فیلډ، د USARCENT د قومندان عملیاتي مرستیال ګډونوالو ته له عملیاتي نظره د پيل وینا وکړه.
نوموړي وویل: “زموږ د مهمو اړیکو ساتل او د نویو راپورته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې متحد کېدل د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ ته اساسي ارزښت لري؛ موږ به له خپلو همکارانو سره کار کوو چې په منځني ختیځ کې امنیت خوندي شي.” ” VFLIC یوه بېلګه ده او دا ښیي چې څنګه موږ په دوامداره توګه له همکارانو سره د معلوماتو شریکول او د کووېډ- 19 پر مهال ګډې زده کړې لوړولی شو”.
ورپسې نورو کسانو خبرې وکړې؛ لکه د امریکا د دفاع وزارت د استخباراتي ادارې مسؤل، ډګر جنرال سکاټ بېریر او د امریکا د مرکزې قوماندې د استخباراتو مسؤل، برید جنرال دیمیتري هېنري. د نږدې ختیځ او جنوبي اسیا د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز مشر، متقاعد ډګر جنرال، ټیرې وولف، د پخواني کوربه په توګه په کنفرانس کې و.
د USARCENT استخباراتي مشرۍ، چې G2 هم ورته وایي په دغه کنفرانس کې ګډون ته لېواله ده او همکارو هېوادونو ته په دې برخه کې مرستو ته ژمنه پاتې شوه.
په راتلونکي کې USARCENT غواړي هم د سیمه ایز ځمکني ځواک د استخباراتو سمپوزیم او هم د بالقوه ځمکنیو ځواکونو د استخباراتو کنفراس کوربتوب وکړي چې سیمې او همکارانو ته خپله ژمنتیا وښیي.
Comments are closed.