ایګر لاین لسمه کلیزه لمانځي
اردن د یوې لسیزې لپاره په مینځني ختیځ کې د ځینې لویو پوځي تمریناتو څخه په بریالیتوب سره کوربه توب کړی
برید جنرال تقفیق المرزوق، د پوځي روزنې مشر، د اردن وسله وال ځواکونه / عرب اردو
د اردن وسله وال ځواکونه/عرب اردو د ډیری ورور او دوست دولتونو سره ستراتیژیک پوځي اړیکې لري، او د دوی په مینځ کې متحده ایالات دي، چې په ټولو برخو او مختلفو کچو کې د اردن د هاشمي هیواد سره ملګری دی. پوځي تمرینونه که دوه اړخیزه وي یا څو اړخیزه د دې شراکت ترټولو مهم محصول دی. دا تمرینونه په ټولو پوځي برخو کې د برخه اخیستونکو هیوادونو ترمنځ د همکاري او همغږي په پیاوړي کولو کې مرسته کوي.
د دوست پوځونو ترمینځ پوځي ایتلافونه نوی شی نه دی، مګر د دې غیر متوازن جنګ په دور کې لازمي دي، ځکه چې د جګړې ډګر معلوم نه دی او دښمن په سرعت سره خپل تاکتیکونه بدلوي، له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ځي او ګڼي جبهې جوړوي. ترهګرې ډلې د حیرانتیا عنصر لري، د نړۍ په بیلابیلو ځایونو کې څانګې لري ، او ځان د ملکي وګړو په منځ کې پټوي. نو دا پخپله د یو پوځ لپاره ستونزمنه ده چې په یوازي توګه ترهګریزو سازمانونو ته ماتې ورکړي، پرته له دې چې څومره ځواکمن وي یا څومره ټیکنالوژي ولري. له همدې امله دوست او متحد پوځونو د ترهکرۍ پر وړاندې……. په مبارزه کې د څو ملټي ځواکونو په توګه کار پیل کړ.
یوه د حل لاره دا وه چې کوچني تمرینونه ترسره شي مخکې لدې چې پوځي قطعات د عملیاتو ډګر ته ننوځي. دا د سوله ساتي ځواکونو د روزنې پورې محدود وو. د کال 2011 د ایګر لایین پوځي تمرین تر رامینځته کیدو پورې په اردن کې په لویه کچه تمرینات چې ډیر شمیر سناریوګانې او ګډ پوځي تمرینات پکې شامل وي ندي شوي.
د کال 2011 په جون میاشت کې، وروسته له هغه چې د پلان جوړونې پنځه کنفرانسونه د 14 میاشتو په اوږدو کې تنظیم شول، د اردن وسله وال ځواکونه او د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني لومړنی ایګر لایین تمرین ترسره کړ. پدې تمرین کې یوازې دوه هیوادونو، برخه درلوده، مګر د دې بریا دوست پوځونه وهڅول چې په راتلونکي ایګر لایین 12 کې برخه واخلي. برخه اخیستونکو د دوست پوځونو له تخصص څخه د عصري وسلو، تاکتیکونو او ټیکنالوژیو په کارولو سره ګټه پورته کړه . ډیری په ایګر لایین 12 کې د ورور او دوست هیوادونو سره د ملګرتیا جوړولو په موخه برخه واخیسته.
د تمرین د بریالیتوب لپاره یو له مهمو ستنو څخه د متحده ایالاتو او اردن ترمنځ د متقابل اعتماد لپاره نږدې اړیکې وې. دا د متخصص کارکوونکو په واسطه د ګډ پلان جوړونې او د عملیاتو مدیریت ښه مثال و. دوی د ګډو عملیاتو لپاره د پلان جوړولو او پلي کولو ظرفیت رامینځته کړ، او همدارنګه وزارتونه، دولتي او غیر دولتي سازمانونه، امنیتې ادارې او هغه ادارې چې د کړکیچ په مدیریت کې ښکیل دي په یو غیر رسمي عملیاتي چاپیریال کې د ګډو عملیاتو قوماندې سره وصل کړل. د دې تمرین هدف دا هم و چې د برخه اخیستونکو ځواکونو تر منځ عملیاتي همغږي زیاته کړي.
د ایګر لایین شتون د څو ملتي ځواک په چاپیریال کې یو بدلون دی، ځکه چې دا تمرین د سناریو رامینځته کولو سره پیل کیږي چې په سیمه کې امنیتي تهدیدونه په پام کې نیسي. د برخه اخیستونکي ځواکونو قوماندانان د ګډ پوځي عملیاتو لپاره پلان جوړوي، عملیاتي مفکورې معیاري کیږي او د بیلابیلو هیوادونو څخه د مختلف ډګرونو او جنګ جګړو له سیمو څخه د ساحوي قوماندانانو ډېریدونکي مهارت ترلاسه کیږي.
برخه اخیستونکي ځواکونه ګډې روزنې ترسره کوي، او د تمرین په سناریو کې د ټاکل شوي دندې د ترسره کولو لپاره خپلې تجربې له یو بل سره شریکوي، کوم چې د پرسونل سره د مهارت په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، د خپلو همکارانو د روزنې او چمتووالي د څرنګوالي په اړه زده کړه کوي، او ملګرتیا جوړوي چې په ریښتیني عملیاتي چاپیریال کې مهم رول لوبوي.
د دې تمرین هدف دا دی چې برخه اخیستونکي د تروریزم پر ضد مبارزه کې، د بغاوت ضد عملیاتو کې، د سرحدونو په امنیت کې، په تخلیه کولو کې، د څارنې په عملیاتو کې، د لیږد او په متخاصم عملیاتي چاپیریال کې د ځای په ځای کیدلو کې، د حیاتي تاسیساتو په ساتنه او لوژیستیکي ملاتړ کې روزنه ترلاسه کړي. سناریوګان هم دودیز ګواښونه په ګوته کوي. په بشري برخه کې دغه تمرین ګډونوالو ته فرصت برابروي ترڅو د پوځي عملیاتو په جریان کې بشري بحرانونو سره مقابله وکړای شي.
له پیل راهیسې دا تمرین داسې جوړ شوي و چې سرتیري په نادوده جګړه کې د تاوتریخوالي افراطي سازمانونو سره د مبارزې لپاره وروزي. په لومړي تمرین کې تمرکز د تروریزم پرضد مبارزه باندې او د بلواګرو ضد تاکتیکونو باندې وه چې د روزنې سناریوګانو یې د قوماندانانو لخوا غوره شوي و. په سناریو کې د ترهګرو لخوا پر نیول شوي کلي باندې یو څو ملتي برید، د تښتول شوي مسافر وړونکې الوتکې د ملکي وګړو ژغورل، او د ترهګرو لخوا پر تښتول شوې کښتۍ باندې سمندري برید شامل و. پدې سناریوګانو کې د برخه اخیستونکو اکثریت د ځانګړي عملیاتو ځواکونه وو. په هرصورت، دا تمرین دودیز ځواکونو ته د پام وړ دنده ورکړه ترڅو د پولې هاخوا د ترهګریز بریدونو مخنیوی وکړي، او د کړکیچ مدیریت ادارو ته دنده وسپارله چې د کیمیاوي وسلو بریدونو او د مهاجرینو جریانونو ته مناسب غبرګون وښیې.
اردن په جیو پولیټیک ډول د یوې ناکراره سیمې په مینځ کې موقعیت لري، مګر هغه خوندي، باثباته چاپیریال چې سلطنت ترې خوند اخلي د ډیرو پوځي تمریناتو د ترسره کولو لپاره فرصتونو برابر کړې، پشمول د ایګر لایین لړۍ. سربیره پردې، د دې هیواد مختلف اقلیم، د روزنې لپاره د مختلفو سیمو موجودیت او مناسب واقعي چاپیریال چې د سیمې له ننګونو سره مطابقت لري، د سیمه ایزو او نړیوالو تمریناتو د ترسره کولو لپاره اردن ته پام جلب کړی.
د یوې لسیزې دوامداره بریا وروسته، ایګر لایین په مینځني ختیځ کې یو له ترټولو لوی څوملتي پوځي تمریناتو څخه جوړ شو. تر 10000 پورې ځمکني، هوایي، سمندري او ملکي پرسونل د دوست او ورور ځواکونو څخه پکې په منظم ډول برخه اخلي. د اردن او متحده ایالاتونو ځواکونو سربیره پر دې تمرین، د ډیری هیوادونو څخه سرتیري هم راجلب کړي. د ببلګې په توګه 29 هیوادونو د 2019 کال په ایګر لاین کې ګډون وکړ، او د لومړي ځل لپاره یي د ناټو د پوځي مشرتابه برخه واخیسته. بیا سرتیري رسیږي او د روزنې ځایونو کې میشته کیږي. د تمرین قوماندانانو، کارکوونکو او همداراز برخه اخیستونکي سرتیرو لپاره د روزنې ډیری پروګرامونه تنظیم کیږي. د لږترلږه یوې اونۍ ساحوي روزنې په پای کې د تمرین رغنده انتقادي پړاو راځي، یا “د عمل بیاکتنې وروسته.” دا پړاو د ساتنې او پیاوړتیا لپاره قوي ټکي، او په راتلونکي کې د مخنیوي لپاره کمزورې ټکي، او له تمرین څخه زده کړل شوي درسونه په ګوته کوي.
د تمرین سناریو ګانې په سیمه کې د بدلیدونکي امنیتي ننګونو سره د دوام لپاره په تدریج سره رامینځته شوي. د مثال په توګه، په کال 2016 کې د اردن او متحده ایالاتو ځواکونو د بیولوژیکي برید پروړاندې د غبرګون تمرین ترسره کړ چې دا پخپل ډول کې لومړی و. یوکال وروسته، برخه اخیستونکو له هوا څخه د اعلاميي پاڼې وغورځولي ترڅو د آزادۍ ځواکونه وکولی شي د تروریستانو لخوا نیول شوي ښارونو کې د ملکي وګړو سره اړیکه ونیسي. دې سناریو کې یو ښار تمثیل شوی و چې د بهرنۍ نړۍ سره یي اړیکې پري شوي وي. او د اوسیدونکو سره د خبرو یوازینۍ لاره د پاڼو غورځول و.
په ایګر لایین 16 کې، د تمرین په آخرنی سناریو کې استراتیژیک بمبارۍ شامله وه چې د متحده ایالاتو د هوایی ځواک بي 52 بم غورځونکو الوتکو لخوا ترسره شوي، چې د اردن هوای قلمرو ته ننوتل او د اردن شاهي هوایی ځواک له الوتکو له خوا ورسره ملګرتیا کیدله، ترڅو هوایی تخلیه او د تمرین لپاره رامینځته شوي سناریو تمثیل کړي. د ځانګړي هوایی ملاتړ اف- 16 الوتکې او جنګي هلیکوپټرو هم ځمکني ځواکونو سره مرسته وکړه، سربیره پر دې چې د دوی په ټاکل شوي اهدافو باندې د نورو وسلو ډزې هم کیدلې، چې د نورو هیوادونو برخه اخیستونکو قطعاتو لپاره د ځمکنیو اهدافو باندې د برید لاره جوړوله. روزنه د دودیزو او غیر دودیز ګواښونو سره د مقابلې په اړه ترسره شوې، د ورته سیمه ییز چاپیریال رامینځته کولو ته زمینه برابروي، چې د دوو ملګري اړخونو برخه اخیستونکي سرتیري په جوړه شوې سیمو کې جنګي عملیات ترسره کوي او د پیاوړو پوستو د پاکولو لپاره عملیات کوي.
د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره د ترهګریزو بریدونو یو سناریو هم اضافه شوې، او د څو ملتي ځواکونو ډلې د دې ډول برید د شنډولو لپاره په ګډه کار کړی دی. په کال 2019 کې یو سناریو د برخه اخیستونکو ټیمونو څخه د سایبري جنګ ماهرینو شتون درلود، چې د ترهګرو لخوا په ډیریدونکي ډول کاریدونکي ډرون الوتکې تعقیب، جلا او ډزې ورباندې وکړي.
لکه څنګه چې د سایبري ګواښونو خطر په نړیواله کچه ډیر شوی، نو په تمرین کې د دوی اهمیت هم زیات شوی. په ایګر لایین 19 کې د سایبري جنګ پیاوړی شتون لیدل کیده. چې د دوست پوځونو د سایبري امنیت کارپوهان یو سناریو پلي کوي ترڅو له مخابراتي شبکې او انټرنیټ څخه د برید پروړاندې دفاع وکړي. ټیم په دې بریالی شو چې د وسیلو ترمینځ د بریښنایی اړیکو په کارولو سره د دښمن یرغلیز شبکې ګډوډ او زیان رسونکی ویروس ګوښه کړي. دې ډلې ځوابیه بریدونه ترسره کړل او د دښمن مخابراتي شبکې یې ګډوډې کړې. سایبري تجربه د برخه اخیستونکو هیوادونو لپاره ډیره د علاقې وړ وه، ځکه چې دا د معلوماتو او ټیکنالوژیو د تبادلې لپاره د یو ورکشاپ په توګه کار کوي ترڅو ملګري شبکې خوندې کړي او د سایبري بریدونو پر وړاندې دوی پیاوړي کړي.
د تمرین د فعالیتونو سره په ګډه، په سیمه کې د وروستي امنیتي ننګونو په اړه یو سیمینار د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو لپاره په لاره اچول شوی و. په ایګر لایین 2019 کې د اردن لوی درستیز تورنجنرال یوسف الحنایتي او د بلل شوي هیوادونو څخه لوړپوړو پوځي قومندانانو برخه اخیستې وه. دوی پر سایبري امنیت، د تروریزم او افراطي فکرونو سره د مبارزې او د کیمیاوي او اټومي وسلو او تجهیزاتو له خطرونو سره د مبارزې پر موضوعاتو باندې بحث وکړ.
پدې کې د لوی درستیز په کچه قوماندانانو برخه اخیستې وه ترڅو د تروریستي روانو فعالیتونو او ورسره د مقابلې لارو په اړه وغږیږي. دې سیمینار د ملګرو هیوادونو څخه د پوځي قوماندانانو نظرونه سره راټول کړل او دا فرصت یې برابر کړ چې دوی د خپل مسؤلیت په برخه کې د ننګونو په اړه بحث وکړي. د لوړ پوړی رهبر د سیمینار سره په ګډه، د لومړي ځل لپاره د ضابطانو یو سیمینار (NCO) د ایګر لایین په څنډو کې ترسره شو، چې د ناټو NATO برخه اخیستونکو سربیره د 14 هیوادونو څخه په استازیتوب 30 ضابطانو NOC پکې ګډون کړي و، کوم چې د ملګري هیوادونو په پوځونو کې د ضابطانو رول ته پرمختګ، اصلاح او پیاوړتیا ورکوي.
په ګڼ شمیر تمریناتو او دندو کې د برخه اخیستلو او د سیمه ایزو تجربو ترلاسه کولو وروسته، د اردن د وسله والو ځواکونو امامانو او د هغوی امریکایي همکارانو د مذهبي اعتدال مباحثې رامینځته کړې او په تمرین کې خپله ونډه پراخه کړه، ترڅو د افراطیانو مخنیوی وکړي چې د ځوانانو ګمراه کولو لپاره مذهبي متنونه تحریفوي. د اردن د وسله والو ځواکونو امامانو د مذهبي غلط تفسیرونو په سمولو او د دوی دروغو په افشا کولو کې مخکښ رول لوبولی دی. د عمان پیغام چې جلاتماب پاچا دوهم عبدالله نړۍ ته ورساوه د اسلام سوله ایز او معتدل اصل په ګوته کوي او افراطیت ردوي. دا د اسلامي فکر لپاره د شاهي البیت بنسټ او یو شمیر مخکښو مسلمان پوهانو لخوا په ګډه چمتو شوی و، چې شفقت، رحمت، نورو ته درناوی، زغم او د مذهب خپلواکي د اسلامي ارزښتونو یو نه بیلیدونکی بیلګه ده.
مذهبي مشرانو د ځایی خلکو سره د عامه پوهاوي ډیری فعالیتونه هم ترسره کړل، لکه د نرسینګ کورونو او یتیم خونې څخه لیدنه وکړه. دا ډول فعالیتونه د خلکو زړونو په ګټلو کې مرسته کوي او د وسله والو ځواکونو د پرسونل او فعالیتونو څخه ملاتړ کوي، او له همدې امله په پوځي عملیاتي چاپیریال کې ضروري ګڼل کیږي.
پدې تمرین کې د اردن حکومتي ادارې لکه د امنیت او کړکیچ مدیریت لپاره ملي مرکز، د دوهم پاچا عبدالله د ځانګړو عملیاتو د روزنې مرکز، او ډیری نور مرکزونه، ادارې او سازمانونه شاملې دي. د یادونې وړ ده چې د کړکیچ سره د مبارزې ملي مرکز د امنیت او خدماتو وزارتونو څخه د ایګر لایین 19 په تمرین کې د هستوي ځواب ویونکو ټیمونو په اداره او فعالیت کې لوی رول لوبولی. دغه مرکز د تمرین په جریان کې د مجازی کړکیچ د اداره کولو له لارې د کړکیچ په مدیریت کې د پام وړ سیمه ایز تجربه ترلاسه کړې.
هغه تجربه چې د کړکیچ د مدیریت مرکز له دې تمرین څخه ترلاسه کړې د کرونا ویروس بحران په جریان کې رامینځته شوي چې په ټوله نړۍ کې یې هیوادونه اغیزمن کړي دي. دغه مرکز د ټولو دولتي ادارو کار همغږي کړی او بریالی شوی چې د وبا اغیز کم کړي او د ښاریانو او اوسیدونکو ترمینځ د ویروس د خپریدو په کموالی کې د پام وړ ملي رول ولوبوي.
د هیوادونو شمیر، د مختلف ډوله ښکیل ځواکونو اندازي او په ستراتیژیکه عملیاتي او تکتیکې کچه کې د هغوی اهدافو نوعیت ته پام سره، ایګر لاین په سیمه ایزه کچه تر ټولو مهم تمرین په توګه پيژندل کیږي، چې د اردن د هاشمي سلطنت په خاوره کې ترسره کیږي. دا د متحده ایالاتو سره ملګرتیا ته درناوی دی چې پوځي همکارۍ غښتلې کوي او د ځواکونو او وړتیاو ته وده ورکوي ترڅو د سیمې او نړۍ ګواښونو سره مقابله وکړي.
Comments are closed.