ایران د ملګرو ملتونو د هڅو مخنیوی کوي د یمن جګړې په پای ته رسولو کې
یونیپث کارکونکی
د ملګرو ملتونو د وسلو بندیز په سرغړونې سره، ایران د یمن په وړاندې د بې ثباتۍ کمپاینونو ته ادامه ورکړې، حوثي یاغیانو ته د وسلو او روزنې په ورکولو سره کورني جګړې ته لمن وهي.
د کال 2020 په جون میاشت کې په ریاض کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر او د ایران لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي براین هوک ترمینځ په ګډه خبري کنفرانس کې، الجبیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دغه بندیز وغزوي او غوښتنه یې وکړه چې ایران د وسلو له صادراتو او د تروریزم له ملاتړ څخه منع شي.
الجبیر وویل، د جګړې له پیل راهیسې حوثي ملیشو په سعودي عربستان کې پر ملکي وګړو 1659 بریدونه کړي، 318 بالسټیک توغندي او 371 ایراني بې پیلوټه الوتکې یې د سعودي ښارونو او کلیو ته توغولي دي. سربیره پردې، 64 بې ډریوره کښتۍ د باب المندب تنګۍ او سره سمندر ته استول شوي ترڅو د بار وړلو لارې بندې کړي.
سعودي عربستان په لسګونه وسلې لکه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پاتې شونې، بمونه او نور پوځي وسیلې چې د ایران څخه راغلي دي نندارې ته وښودل.
پنځه کاله کیږي چې د یمن جنګ د ولسمشر عابد ربو منصور هادي د مشروع ټاکل شوي حکومت په وړاندې د حوثي مقاومت له امله پیل شو. سعودي عربستان پخپل ګاونډ کې د یمن حاکمیت د دفاع لپاره عربي ایتلاف رامینځته کړ.
سعودي عربستان هڅه کړې چې د سیاسي جوړجاړي په خبرو اترو سره شخړه پای ته ورسوي، خو د دغو هڅو پر وړاندې د حوثیانو او د هغوی ایراني ملاتړ کونکو لخوا مقاومت شوې دي. عرب ائتلاف حتی له یاغیانو څخه د امتیاز د ترلاسه کولو په هیله یو اړخیز اوربند نافذ کړ. خو ایران په دوامداره توګه په یمن کې د نفاق او نه زغم ځواکونو ته وسلې، روزنه او مالي ملاتړ برابروي. سرچینې: Almowaten.net, سي ان ان
Comments are closed.