امریکا او عراق پیاوړې امنیتي همکاري ساتي
یونیپث کارکونکی
د عراق د امنیت ساتلو او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د دوی وړتیا لوړولو ته د ژمنتیا سره سم؛ د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف لخوا د 2021 کال په مارچ کې د پینځو میلیونو ډالرو په ارزښت د عراق د وسله والو ځواکونو ته وسلې او مهمات ورکړل شول.
د عراق د وسله والو ځواکونو د قوماندان ویاند، تون جنرال یحی رسول وویل:”د عراق امنیتي ځواکونو د نړیوال ایتلاف له ځواکونو څخه د 5 میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې او وسایط ترلاسه کړل چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې به وکارول شي”.
دا تجهیزات له داعش سره په مبازه او هغه پلان کې کارېږي چې په 2014 کې هغه وخت جوړ شو چې داعش د عراق په شمال کې قدرت درلود.
د عراق پوځی قوماندانانو په وار وار د هغه ملاتړ ستاینه کړې چې له ایتلافی ځواکونو څخه یې د روزنې، تجهیزاتو، پوځی سلاکارانو او استخباراتو په بڼو ترلاسه کړې.
نړیوال ایتلاف یو متحد نړیوال ماموریت دی چې موخه یې په عراق او د سوریې په شمال کې د دوامداره امنیت او ثبات رامنځته کول او د بشري مرستو رسول دي.
د داعش په ماتولو کې له عراق سره د مرستې په موخه، د دغه ایتلاف هوایي ځواکونو په عراق او سوریه کې لسګونه زره هوايي بریدونه وکړل؛ دا وخت داعش د دواړو هېوادونو 110,000 کیلومتر مربع ځمکه نیولې وه. پر دې سربېره، دغه ایتلاف د عراق د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره شاوخوا 3.5 بیلیونه ډالر لګولي. نږدې 200,000 عراقي سرتېرو او افسرانو له څوملیتي همکارانو روزنه لیدلې. سرچينې: د عملیاتو اصلي پرېکړه، بي بي سي، الهوره
Comments are closed.