څانګېد سیمې هېوادونه اماراتي انجونې پوځي روزنه ترلاسه کوي By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی که څه هم د اماراتي ښځو لپاره عسکري خدمات په اختیاري ډول پاتې دي، خو بیا هم ډیری ښځې د پوځي روزنې ټولګیو ته تللي ترڅو خپل هیواد سره خپله مینه او وفاداري څرګنده کړي. د 2019 په دوبي کې د 200 څخه ډیر د ښوونځي عمر اماراتي انجوني لومړني او پرمختللي کورسونه زده کړل ترڅو عسکري مهارتونه لکه د وسلو خلصول او بیرته بندول، لاس او ګیروان جنګ، نښه ویشتل، لومړنۍ مرستې، صحنې ته راتلل او د خوځښت ترتیب، لوژیستیک، بدني وړوالی او جنګي هنرونه زده کړي. کورسونه په خوله بنت الازور پوځي ښوونځي کې د فعاله او احتیاطي خدماتو ریاست لخوا تنظیم شوي و. د فراغت په مراسمو کې د جلالتماب شیخ ډاکټر سلطان بن خلیفه النہیان په مشرۍ ګڼ شمیر مخورو برخه اخیستې وه. د فعال او احتیاط خدماتو څانګه د ښوونځي عمر ماشومانو ته د دوبي کورسونه چمتو کړي څوک چې د پوځي ډسپلین او مشرتابه مهارتونو زده کولو ته لیواله دي. ګڼو انجونو او د هغوی کورنیو د متحده عربي اماراتو له حکومت او خلکو څخه مننه وکړه چې دوی ته اجازه ورکړه ترڅو خپل مهارتونو ته وده ورکړي. احمد الکعبی د ریم په نوم د فارغ شوي پلار وویل، کورس د هغې لور سره مرسته کړې ترڅو خپل وخت په موثره توګه اداره کړي. هغه وویل:پدې کورس کې ګډون زما د لور شخصیت ته ښه وده ورکړي ده. عایشه المعماري، د فارغ شوي میرا غزوان مور وویل، دې روزنې د هغې ماشوم ته زده کړ چې د پوځي ژوند د قربانیو ستاینه وکړي. کله چې دا کورس په عام ډول اعلان شو، زما لور د برخه اخیستلو لپاره یې ډیر لیوالتیا څرګنده کړه. دغه کورس د هغې د رهبرۍ مهارتونو په اصلاح کې د پام وړ مرسته وکړه. عایشې وویل، “سربیره پردې، عسکري ژوند هغې سره مرسته کړې ترڅو زمونږ د وسله وال ځواکونو لویه دنده وپیژني چې پدې هیواد کې امنیت ټینګ کړی.” Facebook Twitter Share
Comments are closed.