څانګېد سیمې هېوادونه افغان ځواکونو د داعش مشر ونیوو By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی په سوریه او عراق کې له ماتې وروسته، داعش هڅه کوي چې په سویلي او مرکزي آسیا کې ترهګرې شبکې جوړې کړي. افغان امنیتي ځواکونو د درېو لوړ پوړو داعش مشرانو په نیولو سره خپله وړتیا وښوده. د داعش سیمهییز قوماندان ابو عمر خراساني د هغو کسانو په ډله کې وو چې د عملیاتو پرمهال په کابل کې ونیولو شو چې د دې ډلې د استخباراتو او تبلیغاتي څانګو مشري یې هم کوله. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د 2020 په مې میاشت کې دغه ګرفتاري اعلان کړه. د 2020 په اپریل میاشت کې، په کندهار کې افغان ځواکونو عبدالله اورکزی، چې د داعش د خروسان څانګې مشر و، له خپلو څو ملګرو سره ونیوو. افغانستان میشته طلوع نیوز راپور ورکړ چې په تیرو وختونو کې نیول شوي داعش وسلوالو هغه معلومات وړاندې کړي چې د دوی د مشرانو د نیولو لامل شوي دي. افغان امنیتی ځواکونو یادونه وکړه چې په کابل کې د داعش ډلې کسان د حقاني شبکې له طالبانو سره همکاري کوي. دا نیونه هغه مهال رامینځته شوه چې د داعش ترهګرو د پولیس افسرانو په جامه کې په کابل کې پر یو زېږنتون د ټوپک او لاسي بمونو برید وکړ. د نړیوالې روغتیایي خیریه موسسې، بې پوله ډاکټرانو د شفاخانې زېږنتون پرمخ ووړ. په وژل شوو کسانو کې نوي زیږیدلي ماشومان هم شامل وو. د افغانستان د ځانګړو ځواکونو سرتیري د ژغورنې عملیاتو مشري کوله چې ترهګر یې له منځه یوړل او تر سلو ډیرې میرمنې او ماشومان یې وژغورل. د داعش پر مشرانو د امنیتی بریدونه پایلو ته په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره د یو مخکیني شرط په توګه کتل کیږي. د بېلګې په توګه، د افغانستان ځانګړو ځواکونو په 2019 کې په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال له 1000 څخه ډیر داعش جنګیالي ونیول. سرچينې: طلوع نیوز، د آزادې اروپا رادیو، آزادي رادیو، بي بي سي Facebook Twitter Share
Comments are closed.