ازبکستان ژوره اقتصادي او سیاسي همکاري تعقیبوي
ازبکستان د مرکزي آسیا امنیت کې لوی رول لوبولو په لړ کې د متحده ایالاتو سره قوي امنیتي او سیاسي اړیکې تعقیبوي.
د متحده ایالاتو سوداګرۍ غواړي په ازبکستان کې پانګوونې ډیرې کړي. دواړو هیوادونو پدې وروستیو کې د دوه اړخیزه پانګوونې تړونونو ساده کولو او چټکولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ ترڅو د متحده ایالاتو شرکتونه او مالي نهادونه وکړی شي په ازبکستان کې په اقتصادي پروژو کې ګډون وکړي.
د 2022 اکتوبر کې، د ازبکستان د تیلو او ګازو دولتي شرکت، ازبک نفت ګاز یوه پلاوي د متحده ایالاتو څخه د لیدنې پرمهال د لوی امریکایی شرکتونو لکه هني ویل، شلومبرګر او ډی ګولیر او مک نوټن استازو سره وکتل.
په ازبکستان کې د متحده ایالاتو پانګوونه په وروستیو کلونو کې دوه چنده شوې، چې پدې سره ازبکستان د متحده ایالاتو 16ام ترټولو ستر سوداګریز شریک ګرځیدلی. دواړه هیوادونه د دوه اړخیزې سوداګرۍ ډیرولو ته لیواله دي. متحده ایالات له 2018 راهیسې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د ازبکستان د غړیتوب قوي ملاتړی دی.
په سیاسي ډګر کې، ازبکستان د ازبکو ملکي کارمندانو روزنې لپاره د ټیګزاس پوهنتون کې د بش د حکومتولۍ او عامه خدمت ښوونځي سره یو تړون تعقیبوي.
ازبک مشران پدې باور دي چې دا ډول مشارکت به د هغوی په هیواد کې د عامه ادارې په کیفیت ښه کولو کې مرسته وکړي.
Comments are closed.