څانګېد سیمې هېوادونه ازبکستان پوځي روزنه عصري کوي By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter له ازبکستان څخه یو پوځي پلاوي د 2019 په سپتمبر میاشت کې د متحده ایالاتو له دفاعي کالجونو څخه لیدنه وکړه، په دې مقصد چې هیواد کي د خپلو افسرانو روزنه ښه کړي. د ازبکستان د دفاع وزارت معین عزیزبیک اکراموف په مشرۍ پلاوي په واشنګټن ډي سي کې د ملي دفاع پوهنتون، په پنسلوانیا کې د متحده ایالاتو د اردو کالج، او د نږدې ختیځ او سویلي آسیا د ستراتیژیک مطالعاتو له مرکزڅخه لیدنه وکړه. د ازبکستان دفاع وزارت یادونه وکړه چې د ملي دفاع پوهنتون پلاوي ته د زیربناوو، د پوځي پرسونل د روزنې عمومي کړنلارو، د مسلکي او پوځي روزنیز کورسونو لپاره د نصاب جوړولو د لومړني اساساتو په اړه ارزښتمن معلومات ورکړل. دوه میاشتې مخکې د ازبکستان دفاع وزیر تورن جنرال بخودیر نظاموویچ قربانوف د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د مرکزي دفتر څخه د یوې لیدنې پر مهال په ورته موضوعاتو خبرې وکړې، چیرې چې هغه د مرکزي قوماندې قومندان جنرال کینیت مک کینزي سره د پوځي راکړې ورکړې په اړه بحث وکړ. د هیواد د مسلکي پوځي زده کړې سیسټم ته پرمختګ ورکول د ازبک ولسمشر شوکت میرزایوف لپاره یو لومړیتوب دی. د شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ تر اعلان وروسته ازبکستان د کلونو لپاره د خپل زوړ پوځي تعلیمي سیستم د بدلولو لپاره مبارزه کړي ده، چې ډیر سخت او عقیدوي سیستم دی. شرایط په کال 2012 کې ښه شول، کله چې ناتو موافقه وکړه چې د دفاعي روزنې تقویتي پروګرام له لارې به مرسته وکړي. ازبکي سرتیري متحده ایالاتو ته تللي ترڅو په ځینو برخو کې لکه انګلیسي ژبه، هوانوردی او پوځي ستراتیژۍ کې روزنې ترلاسه کړي. د ازبکستان د ځانګړي عملیاتو ځواکونه د مسیسي هوایي ملي ګارد سره د سویلي برید په نوم تمرین کې په بریالیتوب سره روزنه ترلاسه کړه. ازبکستان د 2019 په سپټمبر کې دغه مرسته جبران کړه او د متحده ایالاتو د ترانسپورټ پیلوټانو ته یې بلنه ورکړه چې د ازبکستان په یو هوایی ډګر کې روزنه ورکړي ترڅو صحرایي او غرني شرایطو ته ځانونه چمتو کړي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.