ازبکستان د پولې پر امنیت باندې تمرکز کوي
یونیپث کارکونکی
لکه څنګه چې د ازبکستان حکومت د سیمه ایز امنیت د ښه کولو لپاره د پولې په اوږدو او هوایی ډګرونو کې ځواک او تجهیزات اضافه کوي، همداراز د ګاونډیو هیوادونو سره لکه تاجیکستان او قزاقستان موافقې ته رسیدلي ترڅو په خپلو ګډو پولو کړکیچ کم کړي.
ازبکستان په کال 2021 د جنوری په میاشت کې یو فرمان صادر کړ چې له مخې به یې د ملکي پوله ساتونکو څخه قطعې جوړوي تر څو د هیواد د رسمي پوله ساتونکو سرتیرو ځواک لوړ کړي. داوطلبې قطعې به د 18 څخه تر 60 کلونو پورې د ازبک اتباعو څخه جوړیږي چې په کال کې حد اکثر 30 ورځې د پولو په اوږدو کې څار او ګزمې ترسره کوي.
ازبکستان د مسافرینو د تګ راتګ د اسانۍ لپاره د سکن تجهیزات هم پرمختللي کوي. د کال 2020 په وروستیو کې په تاشکند کې د متحده ایالاتو سفارت یوه پروژه پای ته ورسوله چې له سرحدي او هوایی ډګرونو له لارې د سامانونو او بکسونو د معاینې لپاره له 100 څخه ډیر د رپیسکان فلزي کشف آلې نصب کړي.
د پخواني شوروي اتحاد له وخت راهیسې د سرحدي شخړو د له مینځه وړلو لپاره ازبکستان او تاجیکستان د خپلو مشترکو پولو د ټاکلو لپاره تفصیلي کارتوګرافیکي سروې کوي. دغه هیوادونو موافقه وکړه چې د کال 2021 تر پایه به د 1322 کیلو متره پولو په هکله خپلې خبرې اترې بشپړ کړي.
په عین وخت کې به ازبکستان او قزاقستان یو ګرځندوی دهلیز ته وده ورکړي چې د دواړو هیوادونو تاریخي او زیارتي ځایونه سره نښلوي. هدف دا دی چې د ویزې مقرراتو په همغږي او د بس او ریل ترانسپورت په ښه کولو سره د پولو څخه د تیریدو امکانات اسانه کړي.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال عبدالحکیموف وویل “موږ موافقه کړې چې د ازبکستان او قزاقستان تر منځ په پوله به مناسب شرایط رامینځته شي ترڅو د پولې دواړو غاړو ته د تګ راتګ پروسه کمه او ساده شي.”. “د ازبکستان له اړخه ډیر کار شوی دی. اوس مهال قزاقستان د ژیبیک ژولي پوسټ په بیارغونې کار کوي.
ازبکستان د افغانستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري.
سرچینې: اوزودلیک، د ازبکستان د عدلیې وزارت، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، ټرینډ خبري اژانس
Comments are closed.