ازبکستان د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د مشر کوربتوب وکړ
یونیپث کارکونکی
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف د 2020 په اکتوبر کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کِنِت مَکِنزی کوربه و چې په افغانستان کې یې د پوځي همکاریو او د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.
د ازبکستان لپاره د پام وړ خبره د مرکزي اسیا هېوادونو سره له اقتصادي اړخه یوځای کولو لپاره د خپل ګاونډي هېواد سره مرسته کول وو. په افغانستان کې د ازبکستان په پانګونو کې د ریل پټلۍ، د بریښنا د لیږد مزي او د طبیعي ګاز وړاندیز شوی پایپ لاین شامل دي.
جنرال مَکِنزی له ازبکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو په هکله د متحده ایالاتو ژمنتیا روښانه کړه. د مَکِنزی پلاوي په تاشکند کې له دفاع وزارت څخه د لیدنې پرمهال دغه ټکي ته بیا اشاره وکړه. د ازبکستان د دفاع وزیر تورنجنرال باخودیر قربانوف له مَکِنزی سره د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
پلاوی د ازبکستان جمهوريت د وسلوالو ځواکونو اکاډمۍ ته ولاړ ترڅو وګوري دغه هیواد خپلو پوځي افسرانو ته څنګه روزنه ورکوي. په نصاب کې آنلاین کورس هم شامل وو چې د ډاکټر رابرټ بومن لخوا، چې د متحده ایالاتو د پوځ په قوماندانۍ او د کانزاس په لیونورت اډه کې د لوی درستیزانو د کالج ښوونکی دی، تدریس کېدو.
په روسي ژبه د خبرو وړتیا لرونکی، ډاکټر بومن د 2016 څخه تر 2017 پورې په تاشکند کې د یو ښوونیز مشاور په توګه او د دفاع وزارت د مشورتي پروګرام، چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د فاعي او امنیتي همکاریو د ادارې لخوا په لاره اچول شوی وو، د یوې برخې په توګه دنده ترسره کړې. ډاکټر بومن د دوهم ځل لپاره په ازبکستان کې د دې رول د بیا پیلولو لپاره ګمارل شوی وو او د ازبکستان د وسلوالو ځواکونو له اکاډمۍ سره به کار کوي. سرچینه: د متحده ایالاتو مرکزي قومانده
Comments are closed.