څانګېد سیمې هېوادونه ازبکستان او تاجکستان خپله امنیتي همکاري پياوړې کوي By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی ازبکستان او تاجیکستان موافقه کړې چې د قاچاق، د تروریزم تمویل، د ډلهییزې وژنې د وسلو ډېروالی او د تاوتریخجن افراطیت خپریدو د کمولو لپاره د استخباراتي معلوماتو پراختیا ته لاره هواره کړي. د 2020 په اپریل کې د پوځي استخباراتو د شریکولو هوکړه د دغه دوه ګاونډیو تر مینځ، چې په تیرو دریو کلونو کې د دوه اړخیزو اړیکو ښه کولو لپاره یې هڅې کړي، همکارۍ زیاتوي. دغه تړون د نورو ګډو تمرینونو او د ځانګړو مالومات د تبادلې لپاره لاره هواروي. د دواړو هیوادونو ترمنځ پوځي همکاري د 2018 په مارچ کې تاجکستان ته د ازبک ولسمشر شوکت میرزایوف له دولتي سفر وروسته پراخه شوه. دغه ښکیلتیا په پایله کې یو شمیر تاریخي دفاعي تړونونه لاسلیک شول. په دغو کې د دواړو هیوادونو د خاورې له لارې د پوځي مالونو او پوځي ځواکونو لیږد، د ملکي دفاع او د سیمهییز کړکیچ مدیریت تړونونه شامل دي. په وروستيو کلونو کې، د دواړو هیوادونو سرتیرو یو لړ ګډ تمرینات ترسره کړي چې ډیری یې د تروریستي اعمالو په غبرګون کې ترسره شوي. د ازبکستان او تاجیکستان د دفاع وزارتونو ګډه روزنه، په مرکزي آسیا کې د ترهګرو ډلو د خپریدو د مخنیوي لپاره د هڅو د پیاوړتیا یوه لاره ګڼي. د اپریل میاشتې د استخباراتي شراکت تړون د دوه اړخیزو استخباراتي معلوماتو د راټولولو، پروسس کولو او تحلیلولو لپاره د همکارۍ فضا رامنځته کوي. له دې سربېره، ازبکستان او تاجکستان د یو بل ملي قوانینو د منلو ژمنه کړې چې د حساسو استخباراتي مالوماتو په شریکولو لپاره محدودیتونه لري. سرچینې: اویستا، آسیاپلاس Facebook Twitter Share
Comments are closed.