اردن له متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي
د اردن او متحده ایالاتو تر منځ د همکاریو د انعطاف مننې د بیا ښودلو لپاره، اعلاحضرت پاچا عبد الله الثاني ابن الحسین او زوی یې شهزاده حسین ابن عبدالله په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له ولسمشر، جو بایډن سره وکتل.
د 2021 په جولای کې په دغه ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو؛ لکه د انرژۍ په بېخبنسټونو کې د پانګونې له لارې د اردن سیمه ایز اقتصادي بشپړتیا، د بې مالګې کولو له لارې د اردن د اوبو د ذخیرو متنوع کول، د اردن د F-16 له نوي کولو د متحده ایالاتو ملاتړ او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه.
همداراز د سوریې له جګړې څخه اردون ته د تښتېدلو تر یو میلیون زیاتو کډوالو سره پر بشري مرستو خبرې اترې وشوې.
ولسمشر بایډن، له پاچا عبدالله سره په خبرو کې وویل: «تاسو تل له موږ سره وئ او موږ به تل له اردون سره وو.»
له متحده ایالاتو څخه د لیدنې پر وخت، پاچا د فلوریدا ټمپا ته هم لاړ او هلته یې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې له پخواني قمندان، جنرال کِنِت مَکِنزی سره وکتل.
د جنرال کِنِت مَکِنزی ادارې خبر ورکړل: «دواړو مشرانو په منځني ختیځ کې د رامنځته شویو ګواښونو پر سر خبرې وکړې – له افراطیت سره له مبارزې د پولو تر خوندیتوب پورې- او پر دې یې هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو لپاره خلاقانه لارې چارې ګوري». جنرال مَکِنزی اردون «په سیمه کې د امنیت او سولې خوندیتوب ټینګولو په برخه کې یو مهم همکار» وباله.
دواړو هېوادونو په سیمه کې د امنیت د خوندیتوب لپاره کلکې اړیکې ساتي. د بېلګې په توګه د 2021 په جولای کې متحده ایالاتو له وبا سره د خپلې مبارزې د یوې برخې په توګه اردون ته د کووېډ- 19 د یو میلیون ډوزه واکسینو لېږل پیل کړل. په پوځي اړیکو کې یې د لېواله زمري (Eager Lion) ګډ ملاتړ شامل دی، دا په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی پوځي تمرینونه دي. سرچینې: elaph.com، Aljazeera.net، نیو یارک ټایمز، CENTCOM
Comments are closed.