اردن د مخدره توکو سره جدي چلند کوي
دوی نامعلوم سرتیري دي، په داسې یوه جګړه کې ښکیل دي چې د دودیزو جنګونو څخه لږ ویجاړونکي نه دي، ورته لارې او طریقې کاروي، د دښمن فعالیتونه څاري او معلومات راټولوي ترڅو د بې ګناه خلکو د وژلو لپاره د هغوی دسیسې شنډې کړي.
دا غیر معمول سرتیري د اردن د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د څانګې غړي دي. دوی د یو داسې دښمن سره جنګ کوي چې د غیرقانوني مخدره توکو یعنې نرمو وسلو په کارولو سره ورو ورو خلک وژني.
د کال 2020 د جون میاشتې په هم مهاله عملیاتو کې، نوموړې اداره د عمان او زرقا په سیمو کې د مخدره توکو 26 سوداګر ونیول.
برید جنرال ډاکټر معتصم ابو شتل چې دفتر یې د بریدونو همغږي سره مرسته کړي وه وویل: “د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې ریاست کارکوونکو د مخدره توکو قاچاق کونکي د تعقیب، نیولو او عدالت ته ورسپارلو لپاره څلور ویشت ساعته هڅې کوي.” “دا ډول هڅې د یو دېوال په څیر دي چې ټولنې ته د مخدره توکو له رسیدنې څخه مخنیوی کوي او د هغه په وړاندې د دوی له ماشومانو څخه ساتنه کوي.”
د اردن چارواکو په کال 2020 کې د مخدره توکو پرضد تحقیقاتو کې نیول شوي سلګونه کیلوګرامه غیرقانوني مخدره توکي له مینځه یووړل. پدې کې 268 کیلو ګرامه چرس، 7 کیلو ګرامه هیرویین، 1500 کیلو ګرامه کوکین، 4400 کیلوګرامه مصنوعي د چرسو پوډر او 11.5 ملیون کیپټان ګولۍ شاملې وې.
سرچینه: نایروز خبري آژانس
Comments are closed.